تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دې هېواد لومړی وزیر عمران خان به ډېر ژر د افغانستان د سولې پر مسئله کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان دي نیشن ورځپاڼې د عمران خان د یوه ځانګړي سلاکار له قوله لیکلي چې عمران خان امریکا ته ژمنه ورکړې وه چې د افغان سولې لپاره به لا زیات کار کوي، نو ځکه خان اوس د افغان سولې پروسې ته د سرعت ورکولو په خاطر کابل ته ځي.

دغه سرچینه وايي، اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره تل چمتو دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي ځکه چې یو باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.

د عمران خان دغه سلاکار چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي، په وروستیو کې پاکستان ته د ولسمشر غني سفر د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړې دي او اوس عمران خان هم په پام کې لري چې ډېر ژر کابل ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کې ویلي و چې پاکستان ته په ستنېدو به له ولسمشر غني سره خبرې وکړي او بیا به له طالبانو وویني او هغوی به د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

One thought on “عمران خان، د افغان سولې په تړاو کابل ته راځي”

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *