پاکستان، ترکیې او مالیزیا د اسلاموفوبیا یا د اسلام ضد تبلیغاتو سره د مبارزې لپاره یو ګډ انګلیسي تلویزیوني چینل جوړوي.

د دې خبرې اعلان، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو د ۷۴ غونډې په ترڅ کې له خپل ټویټر څخه کړی دی او وايي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد ورسره په لیدنه کې هوکړه کړې ده چې په انګلیسي ژبه به د اسلام ضد تبلیغاتو د مخنیوي لپاره یو ټلویزیوني چینل جوړوي، تر څو نړۍ ته د ده په خبره د اسلام واقعي تصویر وړاندې شي: (( دا تلویزیون به د توهین رسالت د موضوع سیاق و سباق څېړي، اسلامي فلمونه به جوړوي او په میډیا کې به د مسلمانانو ونډه زیاتوي.))

ترکیې او مالیزیا لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له اسلام څخه د استفاده کوونکي او د اسلام د نوم بربادوونکي هېواد په نوم مشهور دی چې تل یې د اسلامي ترهګرو ډلو په روزنه خپل تمرکز کړی دی.

دغه راز پر ترکیه هم تور دی چې په منځني ختیځ کې عین د پاکستان رول لوبوي او د سوریې، عراق او فلسطین په تباهۍ کې د اسلام له نوم څخه په استفاده لاسوهنې کوي.

خو د مهاتیر محمد هیواد که څه هم په اسیا کې په معتدل اسلام پاللو کې مشهور دی، مګر په دې وروستیو کې یې ذاکر نایک ته په پناه ورکولو د هند ګیله زیاته کړې ده.

هند وايي، ذاکر نایک په خپلو شخصي اکاونټونو کې ترهګرو ډلو ته چندې ټولوي.

One thought on “عمران خان، مهاتیر محمد او اردغان له اسلامه د دفاع تلویزیون جوړوي”
  1. تر هغی چی پاکستان خپل منحوس او د تروریستی اعمال په جهان کی بند نه کری ددی تلویزیون جورول به د خندا خبره وی.

ځواب ورکول فهیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *