تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ډاډ ورکړی چې د افغان سولې پروسه کې د اسانتیاو برابرولو ته به دوام ورکړي.

نوموړي له امریکايي سناتور لینډسې ګراهام سره د نورخان په هوايي اډه کې د لیدنې پر مهال ویلي، افغان سوله پاکستان ته ګټه لري او اسلام اباد به په دې برخه کې د اسانچاري په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.

ښاغلي لینډسې ګراهام د پاکستان د پوځ له مشر، د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم کتلي دي او د افغانستان د سولې په اړه ورسره له غږېدو وروسته افغانستان ته راغلی دی.

One thought on “عمران خان: افغان سولې ته به لا اسانتیاوې برابرې کړو”
  1. لدی مخکی خلیلزاد هم له باجوه او قریشی سره خبری کړی وی او اوس امریکایان کوښښ کوی چی د وتلو لپاره له پاکستانه کومک وغواړی مګر معلوم به شی چی پاکستان څومره پیسی ترینه غواړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *