تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان د یوه احتمالي جوړجاړي لپاره د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ او د افغانستان حکومت یې د سولې د خبرو خنډ وباله.

عمران خان دا وړاندیز د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وکړ.

ده وویل«د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې، چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره پیل شوې، خنډونه پېښوي.»

د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان صدراعظم همداراز وویل چې ده د افغانستان د حکومت د اعتراض له کبله د طالبانو له مشرانو سره خپله کتنه لغوه کړه.

ده زیاته کړه، د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي.

ده همداراز وویل«دا چې څومره وخت به پکار وي چې موقت حکومت جوړ شي او انتخابات ترسره شي، زه څه نه شم ویلی.»

عمران خان یادونه وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د پاکستان پر رول اعتراف کړی او ستایلی یې دی.

عمران خان دا هم وویل چې امریکا منلې چې یوازې پاکستان طالبان د سولې خبرو ته حاضرولی شي.

6 thoughts on “عمران خان: امریکا منلې چې یوازې پاکستان طالبان خبرو ته حاضرولی شي”
  1. salamoalikum watanwallow;

    THIS IS OUR RIGHTS TO MAKE DECISION FOR NEW GOVERNMENT.
    TEMPORARY GOVERNMENT THE MEAN TO AGAIN START BLEEDING RIVER IN OUR COUNTRY,

    ZENDA BAD AFGHANISTAN

  2. طالبان د پاکستان اجیر غلامان دی چی په دی باندی مرتد پاکستان خپله اعتراف کوی واقعاُ که د طالبانو په صف کی واقعاً افغانان اوسی باید خپله لیاره د تاریخ د محاکمی باید ځان خلاص کړی او نور باید د پاکستان په امر د افغانانو وژنه بس کړی

  3. که د خدای دا دوستان یې اوس هم نه منی نو دومره دی ووایې چې عمرانخان بد کوی!ا چي موږیې غیرت وګورو!

  4. One wonder why none of the Mujahidin leaders in Kabul make NO comments on such vital issue directly stated by prime minister of Pakistan ?

    May be some of them are afraid that Pakistan is still in possession of their past record.

ځواب ورکول Aklin Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *