تاند- د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو پر تګ راتګ د څارنې او د پولې د کنټرولو غوښتنه وکړه.
عمران خان پرون په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل:«له افغانستانه پاکستان ته د راتګ لپاره د ورځې ۵۰۰ تنو ته وېزې ورکول کېږي خو عملاً پر پوله له ۱۵ زره تر ۲۰ زره تنو پوري تګ راتګ کوي. عمران خان د افغان کډوالو او دغه راز کورنیو بې ځایه شویو په خاطر د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومت سره د مرکزي حکومت د مالي مرستې غوښتنه وکړه.
ویل کېږي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې یو ملیون او ۷ لکه افغان مهاجر اوسي. همداراز ادعا کېږي چې د پاکستان د جګړو له کبله په دې صوبه کې ۲ ملیون تنه کورني بې ځایه شوي دي.
عمران خان د خیبر پښتونخوا له پولیسو سره د استخباراتي وسایلو د مرستې غوښتنه هم وکړه.
تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت، چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په کنټرول کې دی، له خپلې صوبې په یوه میاشت کې د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې وه.
افغانان د پاکستان لپاره د لنګی غوا حیثیت لري او تل یی له شتون څخه ګټه اخلي، دوي به هیڅکله هم دی ته زړه ښه نه کړي چی افغانان له دی ځایه وباسی. بل د ویلو وړ بولم چی چی پاکستان حق نلري چی افغانان له پختونخوا څخه وباسي، ځکه چی دا د افغانانو خاوره ده، او افغانان حق لري چی دلته ژوند وکړي.
ا ساپی صاحب ! پاکستان افغانستان خوړلی او په ګیډه کی یی دی ! اوبل داجې کوم افغان؟ طالب ؟ د زرداد حزب اسلامي، ددوستم جنبش؟ د عل جمعیت؟ وحدت اسلامی او دغه د فساد دکاروان نور ښاغلی او که چیرته کومو سوړو کو نور افغانان هم شته ؟ کوم پښتون ؟ زرداددخان که عمران خان ؟ !
خوب وړی اوبو وړي