تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو په پوره کېدو وربللي نړیوال کنفرانس ته په وینا کې ویلي، اسلام اباد په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی ځکه چې په جګړه ځپلي هیواد کې بې ثباتي د دوی په ګټه نده.

عمران خان په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ روانو خبرو ته په اشاره وویل، د افغانستان خلکو د بلې هرې انساني ټولنې په پرتله ډیر زیان لیدلی دی او دی د زړه له تله د سولې خبرو د بریالیتوب دعا ورته کوي.
نوموړي ویلي، اوسمهال د پاکستان ملکي حکومت او پوځ دواړه د افغان سولې په اړه یوه خوله دي: (( پخوا ویل کیدل چې د پوځ او حکومت د نظرونو اختلاف موجود دی، خو اوس موږ په یوه خوله یوو او افغانستان کې سوله غواړو.))

عمران خان وایي، هیواد یې د دې لپاره افغانستان کې سوله نه غواړي چې د ۱ میلیون او ۴۰۰ زره مهاجرو کړربه توب ور په غاړه دی، بلکې په وینا یې افغانان نور د سولې حق لري.

عمران خان وویل، پاکستان کې د ترهګرو ځالې نشته خو شاید چې د سپتمبر له ۱۱ مې وروسته د افغان کډوالو په کمپونو کې ځینې کړۍ فعالې وي: (( موږ لپاره ډیره سخته ده چې په افغان کمپونو کې د وسله والو پر ضد پلټنې وکړو، ځکه هلته سلګونه زذه افغانان ژوند کوي.))

لومړي وزیر عمران همدا راز وویل چې پاکستان د بشردوستانه دلایلو له مخې او ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د سوکالۍ راوستلو لپاره په افغانستان کې سوله غواړي.

هغه د کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې واک ته له رسیدو راهیسې یې حکومت د افغانستان د سولې د پروسې د اسانتیا لپاره هرڅه کړي دي.

تر عمران خان وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش هم په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د  څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت جوړې شوې ناستې ته وویل، د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین و.

مګر افغان ولسمشر د مونیخ په څنډه کې د پاکستان په نیت شک ښکاره کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید د ترهګرو ملاتړ بند کړي او په سیمه ییز امنیت یو ګډ تفاهم ورسره رامنځته شي.

One thought on “عمران خان: د پاکستان ملکي حکومت او پوځ د افغان سولې په اړه یوه خوله شوي دي”
  1. افغان ولس هله د پاکستان د پوځ او ملکی حکومت په خبرو باور کوی چی یو نړیوال سازمان یا نړیوال ابر قدرت دولت لکه چین او برتانیه او امریکا د پاکستان پالیسی او انسان وژنی په اړه موږ افغانانو ته سپیناوی راکړی ځکه پاکستان پوځ او استخبارات نغواړی چی افغان ولس د ښه ورځی څښتن شی

    نو کچیری د پاکستان د دریځ ملاتړ نشی کولی نو امریکا دی اقلآ په پاکستان نظامی چارواکو بندیز یا فشار راوړی

    http://www.taand.com/archives/126513
    عمران خان وايي، پاکستان به نور د هیڅ افغان ډلې ملاتړ ونه کړي

    http://www.taand.com/archives/143088
    د پاکستان سنا جرګه: عمران خان دې پوه شي چې له افغان سولې کشمیر مهم دی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *