تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، پاکستان به نور په افغانستان کې د هیڅ خوا ملاتړ ونه کړي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، عمران خان نن /پنجشنبه/ وویل چې هیواد به یې د خپل ګاونډي هیواد په هیڅ کورنۍ شخړه کې د هیڅ ډلې ملاتړ ونه کړي.

عمران خان په افغانستان کې د سولې روانې هلې ځلې تاریخي فرصت وباله، ویې ویل چې پاکستان په افغانستان کې د پخلاینې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

ده په یوه اعلامیه کې ویلي«د افغانستان شخړې په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانستان او پاکستان ته ډېر زیانونه اړولي. اوس له اوږده انتظاره وروسته د افغانستان د سولې بهیر د سیمې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی او پاکستان د بین الافغاني خبرو په ګډون چې افغانان به پکې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي، د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.»

عمران خان همداراز ویلي چې په همدې منځ کې پاکستان په افغانستان کې د ټولو خواوو له لوري د جګړې پر زیاتېدو سخت خوابدی دی، حملې غندي او د سولې د پروسې لپاره یې زیانمنې بولي.

One thought on “عمران خان وايي، پاکستان به نور د هیڅ افغان ډلې ملاتړ ونه کړي”
  1. ځه مړه ته چې د جرمني و جاپان په اندازه دروغ وایې دا خبره به دې څنګه ومنو بیابه دې ترې کوم لوګی پورته کړی وي ههههه

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *