تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه کې ویلي، واشنګټن به له افغانستان څخه خپل ځواکونه د اسلام اباد په سلا او مشوره باسي.

ټرمپ د پاکستان له صدراعظم سره په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه وویل. که امریکا وغواړي د افغانستان جګړه به په یوه الوونۍ کې وګټي.

ده زیاته کړه«نه غواړو چې ۱۰ ملیون تنه ووژنو. ممکن افغانستان د نړۍ له نقشې ورک شي. خو نه غواړم چې داسې وشي.»

ده زیاته کړه«داسې پلان لرم چې په لنډ وخت کې د افغانستان جګړه بریالۍ شي.»

ټربمپ دې ته ورته ګډې وډې خبرې په ځلونو کړي دي.

دغه لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د امریکا د روانو کړیو هلو ځلو ملاتړ او هرکلی کوي.

عمران خان د دغې لیدنې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، دی له ډېره وخته د دې پلوي دی چې افغان جګړه په نظامي اقداماتو نه بلکې د خبرو اترو له لارې اوارېدای شي او پاکستان چمتو دی چې دې برخه کې مهم رول ادا کړي.

نوموړي ویلي، پاکستان دا مهال تر بل هیواد زیات په افغانستان کې د سولې پلوي دی، ځکه پاکستان د اوږدې پولې لرلو له کبله د افغانستان له جګړې متاثره دی.

تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و چې پاکستاني چارواکي به ټرمپ ته ژمنه ورکړي چې له دې وروسته به پاکستان د طالبانو جنګي ماشین دروي.

ټرمپ پر پاکستان د امریکا پوځي مرستې ځنډولي او ورته یې خبرداری ورکړی و چې تر څو له ترهګرو سره مرسته ونه دروي، امریکا به پاکستان ته د نظامي مرستو په نوم یوه ټنګه هم ور نه کړي.

One thought on “عمران خان ټرمپ ته: افغان سولې لپاره ستاسو د هلو ځلو هرکلی کوو”
  1. د ترمپ خبره : ( که وغواړم افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشي لرې کوم ) ډیره بې عقله خبره ، کبرجنه خبره ، خره خبره ده او دداسې خلکو پوکې خبرې دي لکه ترم چې د جنس خرڅونې د منډهي خاصه دار وي ! ترم خپله تيښته له ویتنامه هیره کړې ده ، دا لډو احمق دې یو وار ې له هغوی څخه پوشتنه وکړي کوم چې د ویتنام په جنګ کې شکیل وو ! د ترمپ خیلو بله ماته په جاپان کې هم نږدې شوې وه خو هغلته دې وحشیانو دانسانیت ضد کار وکه او دوه اتومي بمونه یې په جاپان واچول اود سلګونو زرو انسانانو وژنه یې په غاړه واخیسته او تاسیرات یې تر اوسه پورې دوام لري ! خو له افغانستان سره داسې داتومي بمونو چلند او غرځول نشي کولی هغه څکه چې دا لنډغر ډیکدار او دهغه خونخواره ظالمه امریکا له یوې خوا له انساني معیاروونو څخه ډاریږي او اقتصادي منزوي کیږي او له بلې خوا به ګاونډیان لکه چین او خصوصا روسیه د زروي شعاوو او اتومي اسلحو استعمال خپل سر حد ته نږدي هیڅ اجازه ورنکړي ! نور خویې ټول زورونه ووهل ، څه ونشول ، طالبان وروڼه کلک ورته ولاړ دي او په خپلو وینو افغانستان ازادوي!
    اشغالګر اوس په ماته کې دي نو څکه پرېمیتیو او ابتدائ ساده شعارونه ورکوي

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *