تاند- د نړۍ ګڼو ورځپاڼو او تصویري رسنیو د افغانستان د ملي اردو د سرتېري عیسي خان لغماني عکسونه او د ده له لوري د افغانستان د ولسي جرګې پر ودانۍ د حملې د شنډولو په اړه معلومات خپاره کړي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د عیسي خان او د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر ولسي جرګې د حملې عکسونه خپاره کړي او ورته لیکلي یې دي:«د افغانستان نوی اتل»

تر دې پخوا څو کاله وړاندې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د قاسم خان اتلولي د پاکستان په وړاندې په جګړه کې شهادت په افغانستان کې په پراخه پیمانه انګازې خپرې کړې وې.

1وال ستریټ ژورنال لیکلي چې عیسي خان لغماني په یوازې سر ۶ انتحاریان ووژل. د اوو انتحاریانو په دې حمله کې دوه ملکیان ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول خو که عیسي خان د انتحاریانو پر له منځه وړلو بریالی شوی نه وای ممکن ډېرې وینې بهېدلې وای.

ده ته ولسمشر غني اپارتمان ورکړ، لومړي مرستیال یې موټر ورکړ او نورو چارواکو نغدې پیسې ورکړې. د ولسي جرګې څو غړیو خپل معاشونه عیسي خان ته وبخښل.

One thought on “عیسي خان د افغانستان نوی اتل”
  1. ته ئې زمرئ په دې جهان له تا اتل نشته ـــــ په هند و سندو په تخارو په کابل نشته
    بل په زابل نشته ـــــ له تا اتل نشته
    الله دې دخپلې کورڼئ اوافغان مظلوم ملت سره په خپل امن کې وساته۰

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *