غالب مجاهد

تاند- د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالي کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې نن یو تن ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، د بټي کوټ د ولسوال غالب مجاهد په موټر پوري نصب شوی و چې په نتیجه کې یې د غالب مجاهد موټرچلوونکی ووزل شو او مجاهد له یوه بل تن سره ژوبل شول.

غالب مجاهد پخوا طالب و او امریکایانو د یوط مودې لپاره په ګوانتنامو کې بندي کړ خو له خلاصېدو وروسته یې د طالبانو پر ضد مبارزه پیل کړه، وروسته یې په ننګرهار کې د بټي کوټ د یوه فعال ولسوال په توګه د داعش پر ضد جهاد پیل کړ چې تراوسه پوري له دې ډلې سره سخته مبارزه کوي.

پر ده تر دې وړاندې هم څو ځلې د دولت وسله والو مخالفانو مرګوني بریدونه کړي دي.

One thought on “غالب مجاهد له مرګونې حملې روغ ووت”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *