غرغښت

غرغښت بابا او اميرکروړ

شريف الله دوست سرواني

پنځمه برخه

غرغښت نامې يا ګرشاسپ نامې :

۱ــ پښتو غرغښت نامه د دوست محمد کاګړ :

نوموړی (غرغښت نامه ) مو ږ د محمد هوتک بن داؤد ۱۱۴۲ هجري د دپټي خزانې په واسطه پيژنو .

پټه خزانه ليکي : ” ذکر دالله تعالی په رحم نومړ دوست محمد کاکړ عليه رحمة د بابړ خان زوی ؤ چي د کاکړ بابا د زيارت د پاره په کال (۹۱۲) سنه هجري ولاړ هرات ته او بياچي راغلی ، ږوب ته ، په کال (۹۲۹) سنه هجري يې يو کتاب په شعر نظم کړ ، چي نوم يې دی (غرغښت نامه ([1]) دا کتاب چي ماوليدلی ، شيرين بيتونه په مثنوي لري او دغرغښت بابا قدس الله سره الکريم حکايات دي اوله ريښتينو خلقويې روايات راجمع کړي دی ، د غه کتاب زما پلار په توبه کي ميندلی ؤ او زموږ کهول کي مو کوچنيو او زڼيو په سبق لوست .” ([2])

 بل ځای پټه خزانه د زرغون خان نورزي په اړه کاږي :

روايت کا : دوست محمد کاکړ چي په خپل کتاب (غرغښت نامه ) کي کښلی دی چي زرغون خان د نوزاد او نورزی ؤ په کال (۸۹۱)سنه هجري مبارک ولاړ هرات ته …

حکايت له غرغښت نامي  څخه :

دلته دبيلګي په توګه د کاکړ بابا له غرغښت نامې څخه څو بيتونه رانقلوو :

له نيکانو روايت دئ
هسي توګه حکايت دی
*     *     *     *     *     *
هسی خوب يې وليد ګرانه !
چي (غرغښت) ښيې ښهانه
وايې ای کاکړه زويه
له تاخوښ يمه نيکخويه !

ستاقدم زما پرلار دی
ماسوا   کی دې قرارد ی . ([3])

د غرغښت نامې څخه يواز اوس يو شعر دپټي خزانې په مټ خوندي دی( وګورئ پټه خزانه د کابل چاپ ۴۴ـ ۴۵ ـ ۴۶ مخونه )

۲  تذکره غرغښت :

د پټي خزانې ليکوال موږ ته بل کتاب هم د (تذکره غرغښت) په نامه راپيژني او ليکي : دوست محمد عليه الرحمه په خپل کتاب کښلي دي : چي زما پلار بابړ خان هم يو کتاب ، په شعر کښلي ؤ ، چي نوم يې ؤ (تذکره غرغښت ) هغه وخت چي بابړ خان وفات سو ، اوزه پرکورنه وم نو هغه کتاب ورک سوی ؤ او چا ضايع کړی و ، زه چي راغلم د پلار په ماتم هسي ويرجن سوم ، لکه چي کتاب ورک ؤ ، ماخود هغه کتاب خبري اوريدلي او په وار و – وار و ويلي وي او هم می يو څه له هغه څخه په ياد وې نو ما پرخدای توکل وکا او هغه قصې او روايات مي بياپه شعر و ويل : ([4])

۳ــ ګرشاسپ نامه ابو المؤيد بلخي :

نوموړی اثر نيمه حماسي ، نيمه فلکوري ، نيمه تاريخي نيمه جغرافيايې د اريانا په اړه ډېر ارزښتناک معلومات و ړاندي کړي چي د اسدی طوسي د (ګرشاسپ) نامې خمير مايه بلل کيږي څېړونکی د اسلامي دورې لومړی (۴- ۵) پيړۍ د قيقي بلخي او ابو المؤيد بلخي د (شاهنامې ) او (ګرشاسپ نامې ) بنسټ ګڼي چي له پهلوي ژبې څخه يې د لومړي لاس د متونو په مټ لکه (ويدا) او (اويستا) ګټه اخيستې ده . ([5])

د نومړي کتاب څخه اسدي طوسي د ګرشاسپ بابا او هغه دکورنۍ په هکله معلومات رانقل کړي دي ، د ابو المؤيد ګرشاسپ نامه اوس په لاس کي نسته.([6])

۴ــ د اسدي ګرشاسپ نامه :

دخوښۍ ځای دی چي نن موږ د ګرشاسپ ياغرغښت بابا په هکله کوم معلومات لرو ترډيره د (ابو نصرعلی بن احمد اسدي خراساني) دی ، نوموړې حماسه چي وروسته د فردوسي ترشاهنامې يوه ارزښتناکه حماسه ده، شاعر په کال (۴۵۸هجري) د يوې منثوري حماسې له مخي نظم کړې ده . ([7])

اسدي د اوه زره تر لس زره پورې بيتونه نظم کړي دي او د دې منظومې انګيزه داسي ښيې :

يوه ورځ د خپلي سيمي له دووتنو مشرانو سره ناست وم چی يو محمد اسماعيل او بل يې ورور ابراهيم و . د دوی ترمنځ خبري پردې وي چي د دوی د ښار او سېدونکي فردوسي څنګه ښه شاهنامه په نظم واړول او ډېر پرې سرلوړی او وستايل سو ، دی هم بايد د فردوسي په څېر د لرغونو داستانونو څخه يو يې په نظم واړوي ترڅو سر لوړی و اوسي ،چي په دې خبروسره اسدي هم لاس په کار کيږي او په لومړي سر کې نظم داسي پيل کوي :

ز کردار گرشاسب اندر جهان

یکی نامه بُد یادگار از مهان

پر از دانش و پند آموزگار

هم از راز چرخ و هم از روزگار

ز فرهنگ و نیرنگ و داد و ستم

ز خوبّی و زشتیّ و شادّی و غم

ز نخجیر و گردنفرازی و رزم

ز مهر دل وکین و شادی و بزم

که چون خوانی از هر دری اندکی

بسی دانش افزاید از هر یکی

ز رستم سخن چند خواهی شنود

گمانی که چون او به مردی نبود

اگر رزم گرشاسب یاد آوری

همه رزم رستم به باد آوری

همان بود رستم که دیو نژند

ببردش به ابر و به دریا فکند

سُته شد ز هومان به گرز گران

زدش دشتبانی به مازندران

زبون کردش اسپندیار دلیر

به کشتیش آورد سهراب زیر

سپهدار گرشاسب تا زنده بود

نه کردش زبون کس ، نه افکنده بود

به هند و به روم و به چین از نبرد

بکرد آنچه دستان و رستم نکرد

نه ببر و نه گرگ آمد از وی رها

نه شیر و نه دیو و نه نر اژدها

به جنگ ار سوار ار پیاده بدی

جهان از یلان دشت ساده بدی

سپردی به هنگام که مال میل

فکندی به کشتی و کوپال پیل

به شهنامه فردوسی نغزگوی

که از پیش گویندگان برد گوی

بسی یاد رزم یلان کرده بود

ازین داستان یاد ناورده بود

نهالی بُد این رُسته هم زان درخت

شده خشک و بی بار و پژمرده سخت

من اکنون ز طبعم بهار آورم

مراین شاخ نو را به بار آورم

به باد هنر گل کفانم بر اوی

ز ابر سخن دُر فشانم بر اوی

برش میوهٔ دانش آرم برون

کنم آفرین شهنشه فزون

بسازم یکی بوستان چون بهشت

که خندد ز خوشی چو اردیبهشت

گلش سربه سر درّ گویا بود

درخت و گیا مشک بویا بود

بتستانی آرایم از خوش سخن

که هرگز نگارش نگردد کهن

بتش از خردزاده و جان پاک

ز دانش سرشته نه از آب و خاک

ببافم یکی دیبهٔ شاهوار

ز معنیش رنگ و ز دانش نگار

ز جان آورم تار و پودش فراز

کنم خسروی را برو بر طراز

مرا جز سخن ساختن کار نیست

سخن هست لیکن خریدار نیست

ز رادان همی شاه ماندست و بس

خریدار از او بهترم نیست کس

که همواره من بنده را شاد داشت

سرم را زهم پیشگان بر فراشت

دبیر وی آورد زی من پیام

گزین دهخدا لولوی نیکنام

که گوید همی شاه فرهنگ جوی

به نام من این نامه را بازگوی

اگر زانکه فردوسی این را نگفت

تو با گفتهٔ خویش گردانش جفت

دو گویا چنین خواست تا شد ز طوس

چنان شد نگویی تو باشد فسوس

کنون گر سپهرم نسازد کمین

بگویم به فرمان شاهِ زمین

کز او نام را خوب کاری بود

ز من در جهان یادگاری بود

ز بهتر سخن نیست پاینده تر

وز او خوشتر و دل فزاینده تر

سخن همچو جان ز آن نگردد کهن

که فرزند جانست شیرین سخن

 ([8])

دغرغښت ياګرشاسپ بابا مړينه

د غرغښت بابا دمړيني په هکله ډير زيات داستاني روايتونه موجود دي ، د ځينو ياداښتونو له مخي چي غرغښت په ټول ژوند د ناروغۍ پر بستر نه دی پريوتی او مړسوی هم په ناسته باندي دی ، ځينو ياداښتونو يې مړينه په اوسني کابل کي ښودلی ده .

اسدي خراساني په ګرشاسپ نامه کي د ګرشاسپ بابا د ناروغۍ په اړه داسي بيت کښلی :

که ده رون اګر بګذرد بي زيان
زيد شاه باکام دل ساليان ([9])

داهغه طالب دی چی ويل کيږی غرغښت بابا ناروغه دی او د خپلې ناروغۍ د رازموندلو لپاره يې ستور پيژندونکي (نجوميان) راوغوښتل تر څو څرګنده کړي چي له څه څخه ناروغه دی . ستور پيژندونکو دا نظر ورکړ که په راتلونکو لسو ورځو غرغښت ته کوم خطر پيښ نه سو نو نوموړی به ډېر کلونه نور ژوند هم وکړي .

 ګرشاسپ (=غرغښت) د ناروغۍ لسمه ورځ راورسېدل يوڅه يې وخوړل ، هيله ورته زياته سوه خو تر څه خوراک وروسته يې ساه ودريده او ساه يې ورکړه ، اسدي خراساني يې دمړيني ترشپې مخکي د وصيت يادونه هم کوي خو هغه وصيت به بيله شکه (زال دستان) دنوموړي زوی ته ؤ .

پايله کې د تيرو څرګندونو له مخي سړی په پوره باور ويلای سي چي ګرشاسپ همدا غرغښت دی چي په اسلامي دوره کي  يې د نوم  څرک لګيږي ، سام ، نريمان ، ګرشاسپ ، غرغښت ، غرشاسپ ، ګرشاسپ ، نر مئنو ټول د همدې غرغښت بابا نومونه او لقبونه دي . (د البيروني ياداښت).

غرغښت بابا د ژند او ژواک څخه څرګنديږي چی نوموړی د هلمند د لرغوني او پراخې حوزې  استوګن وو او دهمدې سيند په اوبو لوی سوی د همدې ځمکي له حاصلاتو څخه يې د پهلوانۍ تربريده و ده او نمو کړې ده او دخپل هيواد اريانا ، خراسان او افغانستان په ساتلو او ابادولو کي يې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي دي .

زماپه اند غرغښت بابا د زينداور او غور د غرنۍ سيمي اوسېدونکی دی ، ځکه يې نو د باغران ، يعني زينداور، غور ، بُست ، زرنج او دهلمند سيند پرغاړو نوري بې شمېره ودانۍ جوړي کړي ، لښتي او ولې يې کښلې او د خپلو خلکو لپاره يې د روزۍ په پيداکولو زښت ډېر زيار ګاللی ، همدا ډول يې د لرغوني دورې په سياست کی پوره پوهه درلودل ، ځکه به يې نو ځيني وختونه د سياسي مفاهمې او ځيني وختونه د جګړې دريځ د دښمن په وړاندي خپلاوه .

 په اسلامی دوره کي هم دهمدې غښتلې له کهاله څخه د يو شمېر غښتلو جهان پهلوانانو پښتنو لاسوندونه او تاريخي شواهد په لاس کي لرو ، لکه :

خرنک بابا ، شنسب بابا (= شين اسپ = آس ) در لودونکی ، امير پولاد بابا امير کروړ جهان پهلوان او امير ناصر پهلوان ياد ولای سو .

همداسي په ديارلسمه هجري پيړۍ کي ګړاب بابا  پهلوان همدا ډول د واشېر(هلمند ولسوالي) پولاد بابا دخپلو نيکونو په څېر د د ې سيمې زړه ور ، هوښيار او غښتلي پهلوانان تېرسوي دي ، نه يوازي دا چي ځان ته يې کار کړی بلکې هيواد ته يې ستر خدمتونه کړي دي چي تاريخ يې نه هېروي د غزنوي دورې د بُست باتور ( بايتوز) او  همداسي د سنګين زمری بابا دې ته ورته  د اريايې دورې  زرير (زړه ور) او داسي نور …

تراوسه د زينداور او شاوخوا سيمي خلک له جسماني پلوه غټ او د خپلو نيکونو غرغښت (= ګرشاسپ) او امير کروړ جهان پهلوان په څېر د بدني ځواک او غښتلو مټو څښتنان دي .

همداسي تر غرغښت بابا مخکي يې پلار  اترت (= بيټ نيکه) د دې سيمي رښتنی واکمن پاته سوی دی چي پخپله په پنځمه هجري پيړۍ کي اسدي (شيخ بيټنی) د هلمند حوزې (= نيمروز، سيستان، غور او فراه) پاچا ښو دلی دی چي له بابا غره څخه پيل ترهامون پوري د څوارلس سوه کيلو متره په فاصله کي د هلمند سيند پرغاړو باندي همدې غرغښت بابا د زرګونو کلونو د دوام په پام کي نيولو سره نهرونه ، کلاګاني او دکرهڼي ، ځمکي د ده په غوښتنه د خلکو په ځواک چي د دې اباديو په برخه کي زرګونو تنو کابليانو هم ونډه اخيستي او حتی انجينران يې هم له چين ، روم او هند څخه ورته راغوښتي وه تر سره کړي او داد نوموړي مينه له خپلې مېنې خلکو او هيواد سره په ثبوت رسوي ، په دې هيله چي نور دا هيواد له چنګيزي وران کاري شومې څېرې د تل لپاره نابودي او په څنګ کي يې دغرغښت بابا په څير په وطن مين د غښتلو مټو بچي په دې هيواد کي راپيداسي تر څو معاصرافغانستان يو ځل بياد لرغوني اريانا په څېر دروم ، هند اوچين سره په سيالۍ پوره سي.

نوهرکله چي اوستايې ديانت د آريانا په غرب کی او په ځانګړي توګه د هلمند(سيستان) په حوزه او  دهامون په شاوخوا ځمکو کي يو ارام مرکز موندلی و د اوستاپه ځينو برخو کی ډيري خاطرې په دي ځای پوري اړه لري . (کهزاد ، لرغونی تاريخ ، دلومړي ټوک ، ۲۶۹مخ).

اخځليک او لمنليک :

[1]ــ پټه خزانه ، دمحمد هوتک بن داؤد ، دعلامه حبيبي په سريزه ، ۱۳۵۶کال. مخ ۴۳ .
[1]ــ پټه خزانه مخکنی اثر ، مخ ۴۴.
[1]ــ پټه خزانه ، دمحمد هوتک بن داود مخکنی اثر ، مخ : ۴۵ .
[1]ــ پټه خزانه مخکنی ،اثر ، مخ ۴۴ .
[1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، غرغښت ياګرشاسپ ، مخ ۱۳۱ .
[1]ــ تاريخ سيستان ، تاليف ، ۴۴۵ هجري شاوخوا ، دملک شعراء بهار په زيار ، کابل چاپ ، مخ ۱ .
[1]ــ کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني ، سيستان قبل از اسلام ، علوم اکاډمي ، ۱۳۶۴، مخ ۲۵۵ .
[1] ــ ګرشاسپ نامه اسدي خراساني ، ايران چاپ ، مخ ،۲۶ .
[1]ــ د اسدي خراساني ګرشاسپ نامه .

One thought on “غرغښت بابا او اميرکروړ/ شريف الله دوست سرواني”
  1. ماشاالله ډیر ښه معلومات. یو ارض لرم چیی
    ګرشاسپ نامه اسد خراسانی او اسد علی کهزاد
    فارسی په پښتو کی ژباړه کئ چی موږ په پو سو.کور ودان.

ځواب ورکول مختار تحمد کاکړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *