شعر، موسیقي، داستان، انځورګري او اکثره نور هنرونه که فایده ولري، ښه تر ښه ، کنه نو همدا کافي ده چې ښکلي وي، خو معماري برعکس، یو داسې هنر دی چې معمولا یې د فایدې اړخ ته ګورو. مونږ ودانۍ د استفادې لپاره جوړوو او ښکلا یې ضمني هدف دی. په تاریخ کې د تاج محل غوندې مثالونه خورا کم دي چې اصلي هدف پکې استفاده نه بلکې د ښکلا د تندې ماتول وي.
لکه څنګه چې ښکلاوې له یو بله فرق لري، دغسې په بنیادم باندې د هر ښکلي شي بیل تاثیر وي. چې غره ته ګورو، د عظمت تر اثر لاندې یې راځو او د حیرت احساس کوو خو د استاد اولمیر ترانه چې اورو، د ملي غرور په احساس کې ډوبېږو.
د باعظمتې معماري اغیز د غره اغیز ته ورته دی. لویو او باذوقو شاهانو لویې ودانۍ یوازې د استفادې لپاره نه بلکې د دې لپاره هم جوړولې چې وګړي یې تر تاثیر لاندې راشي او د تسلیم حالت پکې پیاوړی شي.
په افغانستان کې یوه هغه ودانۍ چې د عظمت ساری یې ډیر کم پیدا کیږي، په نورګل کې ده. دغه کلا چې حاجي حسام مرحوم یې نقشه ایستلې او په خپلو پیسو ودانه کړې، د تاج محل په شان د دې لپاره جوړه شوې ده چې د هنر او کلتور یو اعلی مثال وي. شاهجهان پاچا چې د هندوستان خزانې ورسره وې، د تاج محل د ودانولو په مټ وغوښتل چې له ارجمند بانو سره د خپلې مینې یاد ابدي کړي خو زموږ حاجي حسام مرحوم په هغو پیسو چې په خپل زحمت یې ګټلې وې، د کونړ د دودیزې معماري د یوه تلپاتې شهکار د جوړولو هڅه وکړه. یو اروپایي لیکوال تاج محل ( مرمرینه مرثیه) بولي. زما زړه غواړي د حاجي صاحب کلا( غرنی خوب) یا (غرنۍ ارزو) ونوموم.
زه دې کلا ته دوه ځله ورغلی یم. په وروستي ځل د ۱۳۹۳ کال په لیندۍ کې له حاجي صاحب سره په کلا کې وګرځیدم. ده راته وویل:« اولاد مې په دې راضي نه دی چې په کلا مې په سلګونو لکه افغانۍ لګولي دي، خو زه غواړم د دې سیمې د معماري یو شهکار ولرو.»
په دې باعظمته، څو پوړیزه کلا کې چې د غره په ډډه کې د کونړ له تیږو او لرګو رغیدلې ده، بنیادم داسې احساس کوي لکه تیرو زمانو ته چې ستون شوی وي. په معاصرې معماري نیوکه کیږي چې د بنیادم د جسم اړتیاوو ته ځواب وایي خو د روح اړتیاوو ته پکې پام نه کیږي. د حاجي صاحب کلا د معاصرې معماري برعکس، د لاشعور غوښتنو ته ځواب وایي. په دې کلا کې به داسې احساس کوې، لکه خوب چې وینې او یا لکه د پخوانو نکلونو په خیالي دنیا کې چې ګرځې. د کلا د جومات په دیوال کې مې د یوې صندوقچې په اندازه ځای ته پام شو. حاجي صاحب ته مې وویل: دا د څه لپاره؟ د حاجي ځواب ډیر خوند راکړ:« بس هسې!» د هنر اصلي قلمرو له هاغه ځایه پیلیږي چې د توضیح قدرت پای ته رسیږي.
زما په نظر که له حاجي صاحبه یوازې د نور ګل کلا پاتې وای، بیا به هم د دې وطن په نه هیریدونکو کسانو کې حساب و.
زموږ په ښارونو کې ځینې ودانۍ ډیرې ښکلې دي، مګر عیب یې دا وي چې له چاپیریال سره لازم تناسب نه لري. که یوه شانداره ماڼۍ له تنګو اپارتمانونو سره خوا په خوا وي، ممکن د یو بل په څنګ کې ښې ښکاره نه شي. د نورګل د لویې او ډبرینې کلا یو امتیاز دا دی چې ډبرین غره ته یې ډډه لګولې ده او چې بر سر ته یې وخېږې، پوه به شې چې د کور د حویلۍ شاتنۍ برخه دې د غره د منځ غیږه ده. د کلا د منځ لارې او کوټې هم د غره احساس درکوي، لکه په غره کې چې ګرځې او ناڅاپه د یوې کوټې دروازه درښکاره شي.
د نولسمې پیړۍ جرمن مفکر ګوستاو تیودور فکنر ویلي دي چې معماري تر ټولو اوچت هنر دی،ځکه د ماڼیو، معبدونو، تیاترونو او داسې نورو ودانیو د جوړولو په برکت ټولو هنرونو ته د ودې امکان برابر شوی دی. زما په نظر د نورګل کلا د کلتوري آثارو د نندارتونونو، مشاعرو او فلمونو لپاره پکاریدای شي او لکه څنګه چې د حاجي صاحب ارزو وه، که کونړی او غرنی حالت یې وساتل شي نو د هر هغه ګرځندوی لپاره به یو جالب ځای وي چې د افغانستان د ختیځ په یوه پخوانۍ کلا کې اوسیدل غواړي. په دې کلا کې چوکۍ نشته، بلکې د حجرو په دود کټونه ایښي دي او تر وسه وسه له فلز څخه نه بلکې د کونړ له لرګیو استفاده شوې ده. حاجي حسام د کلا په کتابتون کې راته وویل:« دا اصیل لرګي دي، په سلګونو کلونو به یې خوشبویي خپریږي.» حاجي صاحب له دې خبرو دوه، درې میاشتې وروسته د تیر حوت په وروستۍ اونۍ کې وفات شو.
Salamoonah;
Zma pa nazar da de qala noum ka( d`” Haji Hessam Nurgal Gharaniy Qal`a”) keshodil shiy tszanga ba vi?.
Khoday ta`ala de nomawerry haji saheb wabakhi , aw d`Afghanistan noro takrrah engineerano+hunermendano ta de tevfiq d` la khkolo asaro d djorrawlo verkrry; kho ka jang khatim shi la khayra sara aw Sulha rashy.Aamieyn
Salamoonah;
Zma pa nazar da de qala noum ka( d`” Haji Hessam Nurgal Gharaniy Qal`a”) keshodil shiy tszanga ba vi?.
Khoday ta`ala de nomawerry haji saheb wabakhi , aw d`Afghanistan noro takrrah engineerano+hunermendano ta de tevfiq d` la khkolo asaro d djorrawlo verkrry; kho ka jang khatim shi la khayra sara aw Sulha rashy.Aamieyn