چې د زړه تاو د خولې خبره نه کړم څه وکړمه

دا روح مې خلاص د درد له شره نه کړم څه وکړمه

 

د چیغو زور مې ددې ښار لمن کې نه ځایږي

لار د صحرا چې ځان ته غوره نه کړم څه وکړمه

 

د لمبو سیند مې د رګونو پر پېچومو خېژي

لار د ساحل چې بې ګودره نه کړم څه وکړمه

 

زه چې اورونه څښم ساقي خو دوزخي تږی یم

جام چې د ژوند ډک له کوثر نه کړم څه وکړمه

 

د ژوند پرستو د مذهب دستور همدغه وایي

دا د غم سانده چې سندره نه کړم څه وکړمه

 

د کابل څړیکي د دردونو بل شریک نه لري

چې غم شریک دې پېښوره نه کړم څه وکړمه

 

قانع خو تل د زړه تارونه په نغمو اړوي

چې دې ټپه ټپه پر هره نه کړم څه وکړمه

6 thoughts on “غزل/ عصمت قانع”
  1. د قانع صاحب لیکنه مې ځکه خوښيږي، چې لوڅه او لغړه وي او حقايق پکې له ورايه بريښي. اوږد ژوند ورته غواړم.

  2. رښتیا هم چه قانع صیب یو ه ښه او په زړه پورې خنجره او ښکلی قلم لری دده په په شعر او شاعری کی خقیقت له ورایه ښکاری

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *