پرون مې په زړه اوریدې.
د شپې دې هم کراری رانه کړ.
خوب مې والوت او لکه د مار په خپل ځاې کې له ځانه تاویدم راتاویدم.
د بالښت لاندې ایښی قلم او کاغذ مې راواخیست .
د دنیا ټولې رڼاګانې رنګینۍ او ښایستونه مې راټول او یوغزل مې درته ولیکه.
نن چې ولیدې د خپل خیال، تصور او سوج په کمزورۍ پوه شوم.
غلی مې له جیبه بیګانی لیکلی غزل را وایست او څیرې څیرې مې کړ،
داځکه چې ته زما له غزله ، ډیره ډیره ښایسته وې.
ګرانه سینده ،همداې بهاندوڅپاند اوسې، اوس رښتينې شاعرۍ ته ورسېدې بری دې په برخه! ستا خواخوږی زيار
سیندصیب همیشه سرلوری اوسرفراز اوسی ستا په خوژی ژبی همداسی خواژه اشعار مزه کا؟