غزنی د اسلامي کلتوري پلازمېنې په توګه له نومول کیدو سره یو ځای د پخواني ولسمشر حامد کرزي په سپارښتنه لومړی درجه ولایت ونومول شو، خو له هغه راهیسې هیڅ کوم امتیازات چې د لومړۍ درجه ولایتونه یې لري نه دي ورکړل شوي او هیڅ رئیس او والي پکې له یو کال یا شپږو میاشتو زیات وخت نه دی تیر کړی، چې دا د ملي وحدت حکومت په څیر د چارواکو په ټاکنه کې قومي او ګوندي اړخونو لخوا ستونزې جوړیږي او چې فرشته صفته چارواکی هم ورته راشي، نو د غزني ښاریان او د یو شمیر ولسوالیو مشران تخریب ورپسې پیل کړي.

موده وړاندې د غزني ښاروال پر سر شخړه وه او چې خبره ګوندي شوه نو د جوماتونو ملا امامان او حتا وسله وال طالبان هم د پخواني ښاروال په پلوۍ ودریدل او په پلوۍ یې د هرات ، مزار شریف ، کابل او بدخشان کې له لویو سوداګرو (پنځوس ډالره) راټول کړل شول تر څو د پخواني ښاروال په پلوۍ لاریون کوونکو ته ورځ مزدوري او نور لګښتونه ورکړل شي او پر دې سربیره د اجرائیه ریاست او شمالي خپلسرو قوماندانانو لخوا مخلصانه ډالري مرستې هم ورسره وشوې. تر دې چې د تمې خلاف یې یو ځل بیا د ښاروالۍ پر ګدۍ کینولو او ګلونه یې غاړې ته ورواچول شول، ځکه د غزني ډيریو ښاریانو او په تیره د ځمکې د غضب او شوکماریو لویو څرګندو کړیو لاس پرې خلاص ؤ او کومه ستونزه یې نه ورته جوړوله.

یادو مافیايي کړیو د غزني امنیتي مسؤلینو ته د ستونزو په جوړولو او بدنامولو سره دا ځل د روان کال پسرلي له پیله د ښار شاوخوا دوه ، درې کیلومټرۍ سیمو کې خپل خپلسري ناقانونه وسله وال ځای پر ځای کړي دي او د غزني قله قاضي ، خشک او پښتون آباد سیمو کې په رڼا ورځ د خلکو کورونو ته ور اوړي او په زور ترینه پیسې ، زر او نور قیمتي څیزونه غواړي او که چیرې په کوم کور کې څوک نه وو او د ورځې لخوا په کارونو پسې وتلي وو نو بیا په ډاډه زړه قلفونه ماتوي او له صندقونو او خونو څخه پیسې ، ګاڼې او نور قیمتي څيزونه را اخلي او له ځانه سره یې وړي. موده وړاندې د ښار په خربدلۍ کوڅه کې چې له امنیه قوماندانۍ سره یې دیوال شریک دی د دوو تنو تر منځ له لانجې خبر شوم چې یوه ادعا درلوده چې په دکان کې ایښودل شوي د کور لوښي دده دي او غلو ترینه څو ورځې وړاندې غلا کړي دي ، خو دکاندار ویل چې ده ته یو عادي کس راوړي او د پیسو په بدل کې یې پرې خرڅ کړي دي.

په غزني کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د دې ډول غلو او خپلسرو ناقانونه وسله والو مشري قاري بابا او د جمعیت استازو: ((د حاجي جاندل او بچه خواجه يين)) په نوم مشهورو غلو او شوکمارو په غاړه وه چې پاټکلونه یې درلودل او د ظلمونو کارنامې یې د غزني او څیرمه ولایتونو اوسیدوونکو ته معلومې دي او تر اوسه هم په پخواني ډول د زر او زور خاوندان دي او له مشر نیولې بیا تر کشر پورې ټول په پخواني ډول په وسلو سمبال دي. دوي د وسله والو طالبانو سره هم لاس لري او ددې لپاره چې له ښاره د باندې یې په غلو او شوکماریو کې لاس خلاص وي نو وسله والو طالبانو ته هر کال له لویو سوداګرو او ډاکټرانو چندې راټولوي او ټاکل شوې برخه چې یې منلې وي ورپوره کوي.

غزني ته چې هر والي ، د پوهنې رئیس ، امنیه قوماندان نوی راځي نو تر ټولو مخکې دوي ورته په اړوند ادارو کې د خپلو استازو له لارې خپل پیغام رسوي او سپارښتنه ورته کیږي چې په هیڅ کوم عمل یې کار ونه لري، نو ځکه خو تر اوسه د هر نوي چارواکي سره د غزني حالت رکود پر لور روان دی او هیڅ چارواکی خپل کار او په غزني کې د اصلاحاتو راوستلو ته نه پریږدي او هغوي چې اصلاحات راوستلي هم دي له یادو کړیو سره د یو جوړجاړي په پایله کې یې ګام اخیستی دی او د پردې تر شا یې دوي ته د یوې برخې باج په ورکولو سره پروژې بشپړ کړي دي.

خو له کله چې د غزني پخوانی ښاروال بدل شوی او پر سر یې ګوندي قومي ډوله لانجه رامنځته شوه او نوي امنیه قوماندان په خپل کار پیل کړی نو په ښار کې په رڼا ورځ د غلو او شوکماریو پیښې یو په یو زیاتې شوي دي او یادې کړۍ غواړي په دې ډول د ښاروال څخه د خپلې برخې پخوانۍ سلنه باج او برخه ددې ډول غلاګانو او انسان تښتونو له لارې پوره کړي او هم نوي چارواکي په امنیتي ستونزو حل کې په پاتې راتلو تورن کړي او خپلو شومو هدفونو ته د رسیدو لارې لټون په هڅه کې دي.

د یادو کړیو غلو ، شوکماریو او انسان تښتونو پیښې څه نوې نه دي؛ بلکې دوي د طالبانو له رژیم وړاندې او وروسته هم په دې برخه کې پخه کاري مخینه لري. د مجاهدینو واکمنۍ پر مهال د غزني واک ددوي په لاس کې ؤ د کابل قندهار لویې لارې په اوږدو کې یې د مسافرو لوټلو لپاره ځانګړي پاټکونه درلودل او د غزني شمالي سیمو کې یې له وحدتیانو سره پراخه پخوانۍ دښمني پالله چې اوس هم په سمه سترګه نه ورته ګوري او د هغوي نیمګړتیا بیا دا ده چې په نویو نا بلده سست عنصره چارواکو باندې د خپلو هر ډول کارونو د تر سره کولو لپاره له حیا او عزته تیر شوي او د (سیغه یي نکاح له مرکزونو) ورته ځوانې په ځانګړي ډول د جاسوسو په توګه راولي؛ که چیرې کوم چارواکی سست عنصره ؤ او په ناپوهۍ سره یې بد عمل ورسره وکړ، نو بیا دوي په ډلییز ډول ورته راځي او تحدیدوي یې تر څو د خپلو غوښتنو نه منلو په صورت کې به یې بدناموي، نو ځکه خو دا د غزني هر نوي ټاکل کیدوونکي چارواکي ته اړینه بولم چې غزني ته له راتګ وړاندې د غزني دواړو اړخونو بشپړه مطالعه له وړاندې وکړي.

د غزني ولایت سویل او سویل لویدیځو سیمو اوسیدوونکي لومړی د بهرنیو ځواکونو د بمبارۍ قرباني شول ، دوهم ځل پکې د پاڅون په نوم بهرنیو جاسوسو کړیو خلک د اربکي او طالب په نوم په خپل منځ کې سره په جنګ واچول او دې مرحلو ځپلو خلکو اوسنی حالت تر هر بل وخت او بلې سیمې په پرتله بد او له کړاوه ډک دی. خو مرکزي سیمو او د ښار اوسیدوونکو مشران مافیايي کړۍ دي او په دې کې یې له عیش او نوشه ډک ژوند خپل کړی. د شمالي او شمال ختیځو او شمال لویدیځو سیمو اوسیدوونکو نیمګړتیاوې مې لکه مخکې یاد کړي پر دې سربیره د خپلو ګټو لپاره همغږي دي او له هر ډول بشپړ ، روغتیايي ، امنیتي او د پوهنې خدماتو څخه برخمن ژوند لري او په لریو غرنیو سیمو کې یې هم ښوونځي او کلینیکونه فعال دي او مشران یې که څه هم د شلمې پیړۍ زاړه جنګسالاران او د ایران لاسپوڅي دي خو بیا هم له ډول آسانتیاوو څخه مالامال دي.

په پایله کې ددې ټکي یادونه اړینه بولم چې مرکزي چارواکي دې نور غزنی د انزوا له دې حالته راوباسي او وړ کسان چې د غزني لویو چارواکو په توګه دنده پیل کوي نو تر ټولو مخکې دې د غزني خلکو په اړه ژوره مطالعه وکړي تر څو له هر لوري د بدنامۍ ټاپو له وهل کیدو په امن کې وي. نوي چارواکي باید د غزني روانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د مافیا لخوا د غلو رامنځته شویو ډلو له منځه وړلو کې جدي ګامونه پورته کړي او د ښار وضعې کابو او ښه کولو لپاره دې چټک امنیتي اصلاحات راولي؛ ځکه د غلو یادو ډلو د خلکو ژوند ور تریخ کړی او د غزني له ښاره د وتو په حال کې دي. دغه راز دې نوی والي د مالیاتو او ښاروالۍ عایداتو راټولنې باندې جدي څار ولري تر څو په اداره کې د شته غلو مخه هم ونیول شي او نا امنه سیمو کې د حکومتوالۍ پراخولو او پوهنې او روغتیايي خدماتو پراختیا ته دې هم جدي پاملرنه وکړي، ځکه تر یو بریده د غزني له جغرافیې او حالاتو سره آشنا دی.

One thought on “غزني ښاریان غلو کډه کولو ته اړ کړي! حمزه یاسر”
  1. په دې کې هیڅ شک نشته چې د غزني د پښتنو حقونو له لسیزو را په دې خوا قومي ټیکه داران خوري او یا یې په معاملې په صورت کې په غزني کې په نورو قومونو خوري ، خو دا حالت نور د غزني پښتانه تر ستوني راوستي ، له یې خوا دغه ولسونه د نورو ډلو ټپلو له خوا یرغمل دي او له بلې خوا په نظام کې د موجودو مافیایې کړیو په تنګ دي ، په دې اړه د مرکزي حکومت هر اړخیزه څیړني ته اړتیا ده .

ځواب ورکول حبیب الله حبیبي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *