تاند نیوز ډیسک: د غزني په ناامنه شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کې ۴۵ وسله وال وژل شوي دي.
افغان نظامي چارواکي وایي، په وژل شویو طالبانو کې ۹ کسه مهم طالب قومندانان وو چې د غزني شولګرې ولسوالۍ ته د طالبانو خپلمنځي مهمې غونډې ته راټول شوي وو.
بلخوا ملي دفاع وزارت هم تاند ته را استولې خبرپاڼه کې تایید کړې ده چې افغان هوایي ځواکونو د غزني په شولکره ولسوالۍ کې ۴۵ طالبان وژلي دي.
دفاع وزارت زیاته کړې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ټول هیواد په کچه بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰۷ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور یې ټپیان شوي دي
دفاع وزارت تر دې یوه ورځ وړاندې هم خبر ورکړی و چې لوګر ولایت کې د طالبانو تش په نوم والي حاجي لالا، د هغه دوه مرستیالان، غزني، خوست، پکتیا، لوګر او کابل لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول ملا شمس الرحمن او ورسره ۴ ځایي قومندانان یې وژلي او ۱۲ وسله وال طالبان یې ټپیان دي.

One thought on “غزني کې د طالبانو پر غونډه برید، د ۹ قومندانانو په ګډون ۴۵ وسله وال مړه”

ځواب ورکول Aslam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *