مبین جلالزی

د غزني والي صاحب (وحید الله کلیمزی) په خلاصه خوله په هر مجلس کې نارې وهي چې ما د ولسمشر په کمپاین کې دوه میلیونه ډالر مصرف کړي، زه د ولسمشر د ټیم په مهمو غړو کې شمېرل کېږم، نه دا واړه کارونه زما کار دي او نه یې داسې وړو جمپو ته درولای شم

د غزني ولس په دې پوهېږي چې والي صاحب یې د ولایت لومړی درجه امیر دی، خو تر اوسه په دې نه دی پوهیدلی چې د والي صاحب اصلي دنده څه ده؟

د غزني لس ولسوالۍ په بشپړ ډول سقوط شوي او پاتې ولسوالۍ یې د سقوط د کندې پر غاړه ولاړې دي، هره ورځ د هرې ولسوالۍ د سقوط ۹۵ سلنه امکان وي او هره ورځ لېږ تر لېږه لس تنه سرتېري شهیدانېږي، خو چې له والي صاحب څخه په دې اړه پوښتنه وشي، وایې: دا زما کار نه دی

د اندړو د ولسوالۍ ولسوال دیسيوال وایې: کله چې والي صاحب ته د ولسوالۍ د ستونزو او په تېره بیا د جګړې په اړه زنګ ووهم؛ نوا وایې: ناوخته دې زنګ وهلی، زه دې له خوبه و ایستم، بل وخت ما ته زنګ و نه وهي او جګړه زما کار نه ده.

د مقر، قره باغ او ګیلان سپینږیرو او مشرانو غوښتل چې له والي صاحب سره خپلي ستونزې شریکې کړي، خو والي صاحب پنځه دقیقي وخت ورکړی وو، له همدې ډلې یوه مشر راته وویل: والي صاحب چې زموږ له وروستي ملګري سره ستړي مشي کوله، پنځه دقیقي پای ته ورسیدي، ستونزې همداسې پاتې شوي، والي صاحب وویل، زه بل مجلس لرم بیا به بل وخت سره وګورو.

د غزني ولایت پر دواړو لویو لارو (غزنی ـ کندهار او غزنی – پکتیکا) طالبانو پاټکونه اچولي، هره ورځ تقریبا څلور لکه افغانۍ پاټک اخلي چې د میاشتي (۱۲۰۰۰۰۰۰) دوولس میلیونه کېږي او په همدغه پیسو بېرته مهمات او وسله اخلي او غزني پرې ورانوي، والي صاحب او د غزني ټوله رهبرې پرې خبره ده، خو چې والي صاحب ته په دې اړه وویل شي، دی وایې چې دا زما کار نه دی.

د غزني ولس په بشپړ ډول ګنګس دی چې د والي صاحب دنده څه ده او دی به څه کوي؟

له همدې امله چې ولس د والي صاحب په اصلي دنده پوه شي، نو د کونړ له یوه ملګرې مې پوښتنه وکړه: کلیمزی صاحب خو ستاسې والي وو، تاسې ډېر وخت ورسره تېر کړی، اصلي دند یې څه ده؟ چې موږ د غزني ولس د ده د دندې مطابق غوښتنه ورڅخه وکړو

د کونړ یوه ملګري مې د والي صاحب د چارو په اړه داسې راته وویل:

۱ـ «د ولایتي واحدونو د څارنې پر ځای به یې یوه ډله ځوانان دې ته هڅول او لګښت به یې ورکول چې د والي صاحب د مخالفانو پر ضد په فیسبوک کې لیکنې وکړي او ښه شرنګولي جوابونه ورته ووایې.»

ما ورته وویل: الحمد لله! دا پرمختګ خو په غزني کې هم شوی، والي صاحب شل، دېرش کسان په دې ګمارلي چې فیسبوک کنټرول کړي، وخت په وخت د مخالفانو جواب ووایې، هغه کار چې والي صاحب په خوب نه یې لیدلی پسې ویې تړي.

۲ـ «د چارتراشو د قاچاق له هر موټر څخه به لس لکه افغانۍ اخیستل کیدلی (۳۰۰۰۰۰) درې لکه د والي صاحب برخه وه، (۲۰۰۰۰۰) دوه لکه د امنیه قوماندانۍ او امنیت ملي برخه وه او پاتې (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه افغانۍ به د ولایتي شورا وکیلانو، ولسوالانو، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو تر خپل منځ په مساوي، عادلانه او منصفانه توګه داسې ویشلي چې غږ به یې تر مرکزي حکومته نه را رسېده. کله چې د لوړپوړو ولایتي چارواکو تر منځ د قاچ د پیسو ویش له عدالت، مساوات او انصافه وووت، نو غږ یې داسې پورته شو چې هر مرکزي حکومت څه چې هر ولایت ووارېده، والي صاحب کلیمزي او امنیه قوماندان یو له بل سره واوښتل، د ولایت چارې به د دوی تر منځ د نانندریو له امله پر ځای پاتې وي، پایله دا شوه چې والي صاحب کلیمزي کونړ پرېښوو او د غزني والي شو».

ما ورته وویل: الحمد لله، ثم الحمد لله! دا چاره هم په غزني کې په ښه ډول سر ته رسېدلي، والي صاحب د غزني بې تاجه پاچا دی، هغه قوماندان مشعل چې د غزني د جګړې اتل و او کله نا کله به یې د والي صاحب په وړو کې شګه لټوله، فورا یې د مافیا او طالب پلوو دوستانو پر مټ له غزني څخه وشړل، اوس نو په ټوله ولایتي اداره کې هیڅ منازع نه لري، خپلواک دی او خپلواک به وي، په زور د ولسمشر د کمپاین او په زور د غزني د اولیاوو. بله دا چې غزني ته یې د ځان په څېر داسې د امنیې قوماندان را وستی چې د ولسوالۍ په هر امنیه قوماندان یې (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ باج ایښی، له بده بخته چې په دې پیسو یې ګذاره ځکه نه کېږي چې ولسوالۍ ټولې سقوط دي، د ګوتو په شمار ولسوالۍ پاتې دي، خو والي صاحب او قوماندان صاحب د پیسو د ترلاسه کولو لپاره نورې لارې هم لري، لیکنه تر پایه ولوله او چل زده کړه ظالمه! سبا به ته هم چارواکی یې.

۳ـ «له هر ولسوال څخه به والي صاحب باج اخیست، که کوم ولسوال به باج ته غاړه نه ښووه؛ نو سمدلاسه به یې په څټ کې د تبدیلۍ ټاپه ور ووهله او هغه بېچاره به د والي صاحب د ولایت تر پایه ټیټ سر ګرځیده».

ما ورته وویل: دا ځل نو الحمد لله له ډېرې بیړې را څخه هېره شوه، مال را پنجه شه، دا چارې هم ښې په درز کې روانې دي، زموږ په غزني کې یواځې یو د کار ولسوال وو چې د والي صاحب باج ته یې غاړه نه ښووه او کله نا کله به یې والي صاحب تر خوږ ګوته نیو؛ نو له هغه سره یې تر اوسه جنجال دی.

ملګري مې چې د څلورمې خبرې لپاره خوله خلاصوله، ما ورته وویل: بس بس بس … همدا دری خبرې بسنه کوي، که موږ انسانان وو او لېږ مو هم په خبره سر خلاصېده؛ نو د والي صاحب مبارک ټولې چارې پېژندلی شو چې اوس په کومو خدماتو بوخت دی او په راتلونکې کې به څه لاس ته راوړنې ولري.

د غزني نور ولس نه دی پوه، خو زه پوه شوم چې موږ هسې والي صاحب ملامتاوو، والي صاحب لګیا دی، کار کوي او ډېر په جدیت یې کوي، خو له بده بخته چې کار یې هر څوک نه ویني؛ نو پر ځان مې لازمه کړه چې د والي صاحب کلیمزي له هغو خدماتو پرده پورته کړم چې په غزني ولایت کې یې سرته رسولي او لا هم لګیا دی:

۱ـ د غزني ولایت سقوط وکړ، د ولایت په مرکز کې هر چا ته زیان وواښت، خو والي صاحب چې د ولایت لومړی درجه امیر دی، ځان وساتل او دا یې په ولایت او مرکزي حکومت ستر احسان وکړ، ځکه دوی به داسې مدبر، مفکر، متفکر، هوښیار، ځیرک، زړه ور، سرتېری، په ولس او خاور مین، د علم او ادب ټال… والي له کومه پیدا کوي، دی خو یواځې د یوه ولایت سرمایه نه؛ بلکې د ټول افغانستان سرمایه ده، د مور شیدې دې یې شي چې ځان یې ژغورلی او غزنی یې تر خپلې چوکۍ جار کړی، هیڅ خبره نه ده، ښار به بېرته جوړ شي، شهیدان خو هسې هم خدای بښلي دي، که خدای مه کړه والي صاحب مو له لاسه ورکړی وای، بیا به ډېر کلونه اوښتو چې د ده تشه به مو ډکولای؛ بلکې ډکېدل یې محال وو.

۲ـ د غزني له سقوطه وروسته چې ولسمشر غزني ته د راتلو تکل وکړ؛ نو جناب والي صاحب وار له مخه یو څه خلک ورته کرایه کړو، خدای مې دې غاړې نه بنده وي، شل شل که پنځلس پنځلس زره روپی یې ورکړي او خبرې یې ور زده کړي، ډېر ځیرک خلک یې پیدا کړي و، د ولسمشر په مخ کې یې کټ مټ هغه خبرې تکرار کړي چې والي صاحب ور ښوولي وي، نو خدمت تور وي که سپین، نه پیسې بې ځایه ضایع شوي او نه ولسمشر خپه شو.

۳ـ د اندړو ولسوالۍ سقوط وکړ او ډېر بد سقوط یې وکړ، د ولسوالۍ چارواکو هومره وخت پیدا نه کړ چې د ولسوالۍ ظروف ورسره انتقال کړي، ځینې یې وسوځول او ځینې یې په ولسوالۍ کې پرېښووو، خپله یې تېښته وکړه او د چهاردیوال په بازار کې میشت شول، ولسمشر ته د اندړو ولسوالۍ ډېر حیاتي ارزښت لرل، له والي صاحب څخه یې د جزئیاتو پوښتنه وکړه، والي صاحب په سپینو سترګو کې ولسمشر تېرایست، ورته ویې ویل چې ولسوالۍ تعمیر زوړ شوی وو، څڅېده؛ نو له همدې امله مو یو څو کیلومټره له خپله مقره بل ځای ته انتقال کړه، ولسمشر هم په پټو سترګو ورسره ومنله.

۴ـ دوه یم ځل چې ولسمشر غزني ته تشریف راووړ؛ نو والي صاحب بیا هم د تېر په څېر خلک ګمارلي وو او دندې یې ور ویشلي وي، له بده مرغه چې له طالبانو سره یې همغږي نه وه کړي، والي صاحب چې ولسمشر ته د امنیت ډاډ ورکاوو؛ نو همدا وخت مزائیل راغلو د ولایت په څو متري کې ولګیده، خو والي صاحب الحمد لله په ډېره ځیرکتیا او هوښیارتیا ولسمشر ته قناعت ورکړ، ځکه که قناعت یې نه وای ورکړی؛ نو والي صاحب په کوم کمال د غزني په ولایت کې ناست دی؟

۵ـ د غزني ولایت د تاریخي آبداتو د ساتنې په موخه یوه پروژه منظوره شوه چې ټول ټال لګښت یې ۲۲ میلیونه افغانۍ براورد شوی وو، دا پروژه د قلندریانو د ذکي په نامه شرکت د لومړي ځل لپاره وګټله، نورو شرکتونو عریضي وکړي چې په شفاف ډول یې پروژه نه ده ګټلي، والي صاحب بېرته په ولایت کې د دې پروژې د ورکړي اعلان وکړ، ټول شرکتونه یې را وغوښتو، یوه شرکت دا پروژه په ۲۵ میلیونه افغانۍ غوښتنه وکړه، چا یې غږ وا نه وریده، والي صاحب ځان مصروف وښود او ویې ویل چې شرکتونه دې سبا ته راشي، شرکتونه ولاړل، خو والي صاحب قلندري سرړی دی، د قلندریانو له شرکت سره یې په همدغه ورځ ګوتې پټې کړي او د ۲۲ میلیونه پروژه یې په ۳۵ میلیونه ورکړه، نو اې د غزني ولسه!!

دا د والي صاحب خدمت نه دی چې د ۲۲ میلیونه پروژه یې درته ۳۵ میلیونو ته ورسوله، تاسې لا څه غواړئ.

۶ـ په غزني ولایت کې د شهروالي د اصولو او مقرارتو مخالف د بلند منزلونو او مارکیټونو جوړول بند وو، محترم والي صاحب چې دغزني د ابادۍ له غمه مړ پروت دی، بېرته امر ورکړ، خو په دې شرط چې د والي صاحب لستوڼی به ورغوړوي او خوله به یې ور خوږوي، نو :

الف: له مشهور تجار حاجي صاحب رفیع څخه یې (۸۰۰۰۰) اتیا زره ډالر واخیستل او د مارکیټ د جوړولو امر یې ورکړ.

ب: د شهزاده مارکیټ له مالک څخه یې (۹۰۰۰۰) ډالر واخیستل او د مارکیټ جوړولو امر یې ورکړ

داسې نور واړه او غټ مثالونه شته، که چارواکو غوږ و نه ګرول، په بله لیکنه کې به یې خپاره کړم

۷ـ د ریاستونو بیه (۱۲۰۰۰۰۰) دوولس لکه افغانیو ته را ټیټه شوه، له مولوي صاحب رباني څخه یې د دوولسو لکو افغانیو غوښتنه کړي وه او والي صاحب ورته ویلي و چې د حج اوقافو رئیس به دې وټاکم؛ نو اې د غزني مظلوم ولسه!!

والي صاحب خو مار نه دی چې خاوري وخوري، اخیر دی هم دسترخوان لري، میلمانه لري، فیسبوکیان لري، مظلوم پښتانه او بدمعاشان هزاره ورڅرمه دي، ورور یې پارلماني ټاکنو ته له کابله نوماند وو، په کابل کې بلا ډېرې خولې ور خلاصي دي، یواځې په معاش خو یې ګذاره نه کېږي، ولس هم باید په دې چارو کې مرسته ورسره وکړي.

۸ـ د مقر ولسوالۍ سږ کال د یوه ځانمرګي برید له امله تخریب شوه، د ترمیم لپاره یې (۲۳۰۰۰۰۰) درویشت لکه افغانۍ منظوري شوي، یواځې (۴۰۰۰۰۰) څلور لکه افغانۍ د ولسوالۍ په تعمیر مصرف شوي، پاتې (۱۹۰۰۰۰۰) نولس لکه افغانۍ والي صاحب حیف او میل کړي، د مقر ولسوالۍ خلک اسناد په لاس ګرځي او هیڅوک یې غږ نه اوري، ځکه والي صاحب تېرځل د ولسمشر کمپاینر وو او دا ځل به هم کمپاین ورته کوي، هسې نه چې والي صاحب په دې حساس وخت کې د ولسمشر خوا پرېږدي.

۹ـ راشه له بلې دې خبر کړم !!!

که چا بل کړی سګریټ راکړ

مولا دې لاس په تور اوربل ولګوینه

مخکې مې ویلي وو چې والي صاحب ډېر قلندري سړی دی، قلندریان، ملنګان او منجوران یې په دربار ښکته او پورته کېږي، یو یو سګریټی وهي، خو ډېر پټ او باید سګریټی ووهي، ځکه د غزني ولایت دغه لانجې د چرسو بې لوګې نه هوارېږي او بله دا چې چرس ډېر سخي بوټی دی او دغزني ښار بې ولیانو او چرسیانو څوک ساتلی هم نه شي.

چرس که له یوې خوا صحت ته مضر دي او سړی له ټولنې ګوښه کوي، خو له بلې خوا بیا طبیعت ډېر کوکنار ساتي، له همدې امله د والي صاحب لیدنې او کتنې کمې وي، خو لېږ لیدنې او کتنې یې بیا ډېري موثرې وي؛ نو اې د غزني زړه مات ولسه !!

والي صاحب خپل ځان د چرسو په لمبو کې وسوځل، خپل صحت یې لولپه کړ، د پلار شتمنې ته یې اور ورکړ، خو د غزني ولس یې داسې وژغورل چې د غزني ولایت لسو ولسوالیو بشپړ سقوط وکړ، نورې ولسوالۍ یې کلابندې دي، خپله والي صاحب له ولایت څخه لویدیځ او شمال لویدیځ لور ته یو نیم کیلو مټر نه شي تللای، په حکیم سنائی او شهباز دوکانونو کې طالبان برچپک ورته ولاړ دي، ختیځ لور ته دوه کیلومټر نه شي تلای، په روضه کې طالبان تلاشي کوي، جنوب لور ته چې دی والي شوی، که به یې د برګټ کلا لیدلي وي؛ نو اې د غزني غمځپلې ولسه !!

بس دی همدومره قرباني، که تاسې د طالبانو له لورې کلابند یاست؛ نو والي صاحب هم له خپله ولایته ولاکه وتلی وي، ستاسې او د ده څه توپیر دی، هیڅ والي له خپل ولس کم نه دی او هیڅ ولس له خپله والي زیات نه دی.

۱۰ـ د خپګان خبره دا ده چې په دې هر څه محلي ارګانونه خبر دي، د حکومت لوړ پوړې چارواکې پرې خبر دي، خو ځکه جرئت نه شي کولای چې والي صاحب په خلاصه خوله نارې وهي چې ولسمشر ته یې له خپله جیبه دوه میلیونه ډالر په کمپاین کې مصرف کړي دي، هیڅوک حق نه لري چې د ده په مخ کې کږه خبر وکړي او دا خبره د ولسمشر غوږ ته چا په شد او مد نه ده ورسولي، زه یې دا ځل ور رسوم، که یې وا نه وریده، نو ولسمشر مقصر دی.

ولسمشره !!!

که د غزني د ولس غږ اوري؛ نو د والي صاحب په اړه زما خبرې ټولې دروغ وګڼه، خپل لوړ رتبه مامورین دې وپوښته یو خو به رښتیا درته ووایې او که زما خبره ستا تر غوږه ورسیده او حقیقت یې هم لاره؛ نو د غزني له ولس سره همدا ظلم بس دی، نور یې نه شي زغملای، هسې نه چې نورې دروازې وټکوي

ولسمشره !!!

زه پوهېږم، ته ډېر یواځې یې، خو مفسد نه یې او مفسدین دې نه خوښېږي، د والي صاحب فساد د غزني او کونړ ټولو خلکو ته په زبات رسیدلی، نور مو له دې مفسده خلاص کړه.

ولسمشره !!!

ستا په هیله مې دا لویه لیکنه وکړه، خدای دې وکړي چې تر تا در ورسېږي او دغزني د ولایت په اړه تجدید نظر وکړئ، تر اوسه خو موږ ته داسې ښکاري چې د غزني ولایت د هیچا په پچه هم نه دی ختلی، ځکه تر اوسه نه سم والي او نه سم د امنیې قوماندان او نه سم د امنیت رئیس ورته راغلی، که کوم یو په کار پوه چارواکی راغلی، د دسیسو ښکار شوي.

پای

3 thoughts on “غزنی د دوه میلیونه ډالرو قرباني شو”
  1. یاره ! په دې حکومتونوکې سوډرو چارواکو سختې مزې او چړچې وکړی – اوبده خویې لا داده که چيرې غږ وباسې او یا دددې سوډرو مفسدینو په هکله څه ولیکی بیا نو دفعتاٌ یا درباندې ټاپه لګوی اویا وایی داسړی لیونی شوی

  2. من باب مبارزه د فساد سره او د افغانانو د عزت نه دفاع او په اساس د دینی مسؤلیت چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی:
    اذکرالفاجر بما فیه لکی یحذره الناس
    او رب العزت فرمایی :
    ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان
    دین وایی : امرا یا حکام او علما چی فاسد شی ،فساد په ټول ملک کی غالبیږی نو کله چی حکام فاسد شی نو بیا اداری،شرکتونه، ان-جی-او او ملکان ټول فاسدیږی نو: دبن دمعاملی نه رادیخوا بیقاعدی پانګه وال او مشکوکی دارایی د ۱۴ کلونو په موده کی هغه لعنت دی چی د ۱۴ کلن حکامو پر غاړه طوق لعنت دی ، دی فاسدو حکامو بیت المال لوټ کړ، عامه دارایی ښکرورو لوټ کړه ، معادنو لوټ اوس هم روان دی او همدغه مفسدین بیا حاکم دی او دښمنانو ته منفذ زیاتوی
    د.غنی ته تر هر څه لوی میراث په حکومت کی فساد دی ، دا فراخ فساد لیری کول آسانه کارندی، دبا ایمانه حکامو،علماوو او ملت مرصوص صف غواړی او اوس چی تر نیمایی شرکتی یا د ان جی اوز او یا د امنیتی قواوو د ډوډی،البسی،روغنیاتو او سلاح او مهماتو غله ( چی د وطن اوملت د دښمنانو معاونین هم دی) چی حکومت کوی نو د جلالزی صاحب په وینا خپل قرضونه خامخا جمع کوی
    زه والی صاحب ته وایم چی که تفسیر او حدیث دی نه وی لوستی نو د غازی محمدجان خان تاریخ او کارنامی خودی باید لوستی وی او دی تاریخ ته تاند هم توجه کړی وه او لیکلی وو:
    جنرال غازی محمد جان خان د خپل کور ګاڼه (زیورات) خرڅ او خپل مجاهدین یی تجهیز کړل.
    سبحان الله، ایمان او شجاعت ته ګوره ، دا د هر افغان لپاره درس دی د ایمانداری،شجاعت ،وطن او نوامیس ساتنه!
    نو دا وطن په غلو مفسدینو نه ساتل کیږی د شرکت چلونه او د مظلوم ملت ولایت بیا اوس جنګی حالت کی سړی غواړی نو د هرچا کار ندی یا اولی الاباب!
    نور دا ملک او خلک لیوانو ته مه سپاری او ددی باهمته ملت سره ، دون همتی جفا ده

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *