تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو د اته ویشتمې کالیزې په مناسبت یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې پخلا شي.

ښاغلي غني د پخواني شوروي د یرغل په وړاندې د افغانانو یووالی او مبارزه خوږه تجربه وبلله او د کورنیو جګړو په لړ کې بې اتفاقۍ ترخې خاطرې وګڼلې، ویې ویل چې دا ځل به هیڅکله پردیو استخباراتي ادارو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو په منځ کې نفاق واچوي.

ده زیاته کړه، له شوروي اتحاد سره د افغانانو د جهاد د بریالیتوب راز د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبنونو ترمنځ په یووالی کې و.

ولسمشر وویل، د افغانانو زړه ور جهاد و، نه ترور او انتحار، چې په درسته نړۍ کې یې د افغانانو سر لوړ کړ.

غني وویل چې تېر کال یې هم په همدې مناسبت په وسله والو مخالفانو ږغ وکړ چې سوله وکړي خو طالبان حاضر نه شول.

ده وویل چې بیا هم له طالبانو غواړي چې د ورانیو په ځای د خپل هیواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

ولسمشر وویل «د جهاد په مقدسه لاره کې د افغانستان ټول قومونه په یوه صف کې ودرېدل. کلیوال او ښاري، شیعه او سني، تعلیم یافته او بې تعلیمه، ملا او امي ټول د وطن د دفاع او استقلال شریک سنګر ته لاړل او د هیواد د ژغورلو لپاره یې یو بل ته لاسونه سره ورکړل. زموږ جهاد د کابو ټول ملت د ایثار او فداکاري نتیجه وه او ځکه خو ټول ملت ورباندې ویاړي او د ټول ملت مشترک افتخار دی.»

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم د شوروي پوځونو د وتلو د کالیزې په مناسبت بې له دې چې کورنیو جګړو او په هغو کې د خپل او نورو تنظیمونو رول ته اشاره وکړي وویل چې «مجاهدین غله او داړه مار نه دي.»

2 thoughts on “غني، بهرني استخبارات به پرېنږدو چې بیا افغانستان وران کړي”
  1. متاسفانه چی داکتر صاحب په خپلو خبروکی غته اشتباه و کړه
    مجاهدینو په سلهاوو ښوونڅی ، پلونه ا و وران کړل او بیګناه خلک یی ووزل.
    .

  2. Salamooona
    Sayaf aw malgari kho zaka wraz pa wraz beqadra kegi che reshtia na wayee aw ratloonki nasal khpal ghalat aw qatloona patawi mujahidin hagha wo che jihad wakar aw nan pa kor nast de de shpi de dodi pa gham ke de aw bas rasha de jihad tikadarano ta che mahaloona aw behada sarmaya lari aw bas.

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *