له تېرې یوې اوونۍ راهیسې، د ښار په هر اړخ کې هله ګوله روانه وه، چې د یوې نړيوالې غونډې لپاره د ګډون کارتونه ترلاسه کړي. هر چا په دې برخه کې ترخپلې وسې هڅه کوله.

د ښار ټولې لارې تړل شوې وې، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، د ټول ښار امید و، ټول پرې خوشحاله و، پولیس او امنیتي ځواکونه په جوماتونو کې پراته وو، هر چا پرې خپله ډوډۍ لوروله، هر چا ورسره د همکارۍ احساس کاوه، ځکه خبره د اسلام وه، او غزني په کې د اسلامي ثقافت پلازمینه اعلانېده.

هر چا به چې دا نوم واورېده، نو له یو بل به يې پوښتنه کوله، چې په دې جشن کې به څه کيږي، چا به ویل، چې د اسلامي هېوادونو استازي به ګډون کوي، د اسلام په اړه او د غزني د تاریخ په اړه به علمي مقالې او د استازو ویناوې اورېدل کيږي. او داسې څه به کيږي، چې خلک ريښتوني اسلام ته متوجه کړي، د اسلامي فرهنګ له اساسي بېلګو څخه به یادونه کوي، د هغو خلکو له سرښندنو به یادونه کيږي، چې اسلام يې پر مټو تر افغانستان څخه رارسولی او بیا يې دلته په پښو درولی و. هر چا په ځانګړې توګه د اسلامي فرهنګي یو انځور په ذهن کې درلود.

د خلکو په ځانګړې علاقمندۍ د حوت میاشتې په ۴ مه نېټه دغه مراسم پیل شول، خو له پیل سره سم هغه متل را یاد شو، چې وايي ((میاشت له لومړي سره معلوميږي))

د غونډې د برکت او سپېڅلتیا په موخه له یوه لرې ولایت څخه را غوښتل شوی قاري سټیج ته را وغوښتل شو، چې په ښکلي غږ يې تلاوت وکړ، خو له بده مرغه چې په هغه ورځ ترې د قرآنکریم آیتونه هسک او ټیټ کړل، چې نه باید داسې غلطي شوې وي.

د قرآنکریم تر تلاوت وروسته د غزني والي خبرې وکړې، تمه کېده، چې نوموړی به داسلام په تاریخ خبرې کوي، خو تر ټولو ډېر يې په غزني کې د پروژو پر پلي کېدو ټینګار و، کټ مټ لکه د اسلامی ثقافت د پلازمينې په نامه چې د دې ولایت پروژې تر لاسه کوي.

ښايېدله، چې د اسلامي تاریخ داسې بېلګې ښودل شوې وی، چې د خلکو د عقيدو پر رغولو يې اغېز لرلی وی او یا په دې برخه کې د عملي ګامونو د اخیستو پلانونو ��ې وړاندې کړي وي.

خو په لومړي سره کې مو ځانته دا قناعت ورکاوه، چې نوموړی د یوه مدیر په حیث حق لري، چې د یادو مراسمو په اړوند خلکو ته معلومات ورکړي.

خو لکه څنګه چې موږ انګیرله، هغسې نه شوه، د ګوتو په شمار کسانو د ګوتو په شمار خبرې وکړې، یعنې په غزنی کې د اسلامي ثقات د پلازمينې ټول مراسم تر شاوخوا یو ساعت ویناوو وروسته د هندوانو په چوب بازۍ او د پکتیاوالو په ډولونو او اتڼو بدرګه شول.

همدا چې مراسم د هندوانو چوب بازۍ ته ورسېدل، د وجود ټول حسادت مې په پښو ودرېد، داسې مې حس کړه، لکه اسلامي فرهنګ چې د هندوییزم په چوب بازیو، ډولونو او اتڼونو پوره کوو.

زموږ تمه وه، چې دلته به د نړۍ د اسلامی علما راټول شي، د اسلامی اخلاقو سیالۍ، د حسن تلاوت سیالي، د اسلامي مطالعې سیالۍ د اسلامي تاریخ سیالۍ به په لاره اچول کيږي.

خو واه! افسوس افسوس، چې د دې هر څه ځای د هندویزم د فرهنګ چوب بازیو ونیو.

داسې احساس راته پيدا شو، چې د اسلام ټول فرهنګ همدغه د رئيس جمهور، والي، وزیر، وکیل په پنځلس دقیقيي ویناوو کې ځای شو، خو له دې کبله چې نور د اسلامي ګفتار په اړوند څه شي موجود نه وو، چې هندوانو ته مراجعه وشوه.

 ښايي تاسو به فکر کوی، چې دا د مجلس هسې خوند او رنګ و. نو زه درنه یوښتنه کوم، آیا د اسلام رنګ همدا د هندوانو چوب باز، همدغه اتڼونه او ډولونه وو؟

له دې خبرې سره د هغه مجاهدینو د وینو رنګ را یاد شو، چې د حضرت عثمان بن عفان h تر امارت لاندې يې اسلام تر افغانستانه را رسولی و.

هلته نه د عثمان h د هڅو رنګ او نه هم د هغو مجاهدینو د وینو رنګ یاد شو، چې تر مونږه يې په دې خاوره کې د مقبرو شاهد یو.

د پروګرام په لړ کې ټول خلک یاد شول، خو حضرت عثمان h یاد هم نه شو، چا هم د دې تاریخ یادونه ونه کړه، هر چا سلطان محمود یاد کړ، خو هغه څوک چې سلطان محمود ته یې د اسلام تر تاریخه پورې رسولی و، هغه چا هم یاد نه کړ.

واه! دلته هر څوک یاد شول، څلي جوړ شول، خو په یوه يې هم د اسلامي تمدن د بنسټګر کوم حدیث ونه لیکل شو، یوه ته يې هم د عثمان h نوم ورنه کړل شو. په یوه يې د اسلامی اخلاقو درس ونه لیکل شو.

ټول هغه صحابیان را یاد شول، چې د افغانستان په خاوره کې خښ دي.

غزنی د اسلامي تمدن پلازمینه، د یو ډېر ستر نوم دی، دا واقعیت دی، چې دا نوم د غزني په جغرافیا پورې تړلی دی، خو دا ویاړ هغو خلکو تر دې جغرافیا را رسولی، چې موږ ته يې لږ تر لږه نومونه هم نه دي معلوم، ښايي د هغوی د نه یادولو یو دلیل به همدا هم وي، چې خلک ترې نا خبره وو.

2 thoughts on “غني اسلام د خوارو خلکو په فرهنګ کې/ عنایت الحق خان غني”
  1. ما خو داحال ولید او له غزنی نه می خپلی پښی په هغه ورځ سپکی کړی ماویل داسی نه چی داسلام په نامه د اسلام سپکاوی وکړو

  2. عنایت صاحب الله پاک دی تاسو ته انصاف در کړی تاسو د چا څخه د اسلام غوښتنه کوی دا خو لکه د لیوه څخه د میږو څرولو غوښتنه ده
    تاسو د دوی څخه دا غوښتنه مه کوی بلکه د دوی څخه د کلیسا جوړول د ښځو سندرغاړو کنسرتونو جورول د شرابو میخانی جوړول د موزیک کلبونو جوړول او داسی نورو د فحشا مرکزونو جوړولو غوښتنی باید مطرح کړی ځکه دوی په خارج کی په دی بخش کی خپلی لوړی زده کړی کړی دی او به دا کی دوی ماستری ډوکټوراوی او داسی نور سندونه لری

ځواب ورکول خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *