تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: ولسمشر غني وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې هڅې ښې دي خو په ځینو مواردو کې د دغه وزارت په چوکاټ کې جدي بدلونونو ته اړتیا ده.
ولسمشر تېره شپه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له مسوولانو سره په ناسته کې د دغه وزارت ځینې هڅې ستایلي خو ټینګار یې کړی دی چې په دغه وزارت کې په ځینو برخو کې جدي بدلونونو ته اړتیا ده.
ولسمشر ویلي په دغه وزارت کې دې د ځوانانو د فرهنګي فکر د تولید یوه کمېټه جوړه شي او د ستونزو ښکار هنرمندانو د تقدیر او هڅونې لپاره دې مالي اقدامات وشي.
ولسمشر همدا راز ویلي، د افغانستان فرهنګي اتشې باید له هېواده بهر په دپلوماتیکو نماینده ګیو کې د کار پر مهال د افغانستان له تاریخ، فرهنګ او جغرافیا څخه باخبره وي.
ولسمشر همدا راز د یوې واحدې برنامې له مخې د موزیمونو د مدیریت په اړه هم ټینګار کړی خو ویلي یې دي چې له ټکنالوژۍ پرته موزیمونه هیڅ مؤثریت نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر څو ورځې وړاندې ۵۰ هنرمندانو ته د ۵۰، ۵۰ زره افغانیو مرستې ورکولو اعلان وکړ او همدا راز د فرهنګ وزارت وویل چې سږ کال یې د تاریخي ځایونو د ترمیم لپاره په بودیجه کې ۱۶۰ میلیونه افغانۍ جلا کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پام وړ!
ټول خصوصي او دولتي تلویزیونونه ، مطبوعات او سایتونه په یو ډول نه یو ډول د اطلاعاتو او کلتور په وزارت پورې اړه لري.
د رسنیو قانون تطبیقول هغه جدي موضوع ده چې د افغان ملت په سرنوشت پورې اړه لري. فکر نه کوم چې پدې قانون او یا نورو قوانینو کې د ښکنځلو او توهین ، تفرقې اچولو او تعصب ته اجازه ورکړل شوي وي.
پدې وروستیو کې ځینې تلویزیونونه له داسې کسانو سره مصاحبې کوي چې مخامخ نورو ته ښکنځل کوي. له عصبیت نه کار اخلي ، انتخاباتي ټېمونه په غلاوو متهموي ، قومي ، سمتي او حتي د هېواد اکثریت خلکو ته بد رد وایی . پداسې حال کې چې د هرې قضيې لپاره د عدالت د تأمین لپاره ځانګړي مراجع او محاکم شته .
بنا هیله کیږي د هېواد دا مهم وزارت د رسنیو له مسوولینو او مشرانو سره ناستې ولري او ویناوالو ته د خبرو کولو اداب او اخلاق وروښيي . خصوصا د ثبات او همپالنې د ټیم تلویزیون « طلوع » ته ډېره ګوته نیول کیږي چې په خپلو خپرونو سره ملي یوالي ته خیانت کوي.