تاند، چهارشنبه، د دلوې ۹مه: ولسمشر غني امر کړی چې د انسان تښتونې د پيښو مخنیوي لپاره دې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت لخوا لویې څارنوالۍ سره په مشوره ځانګړې ډله جوړه کړای شي.

ولسمشر غني دا خبره د کابل ښار له صرافانو سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اساسي قوانین ناوړه استفادې او زورګويي نه مني او د صرافانو ټولو مسایلو ته به جدي پام وکړي.

ولسمشر ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې ژر تر ژره دې له لویې څارنوالۍ سره په ګډه د صرافانو او پانګوالو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په دې وروستیو کې د صرافانو او پانګه والو د تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.

One thought on “غني: امنیت او کورنیو چارو وزارت دې له انسان تښتونې سره د مبارزې ځانګړې ډله جوړه کړي”
  1. ولسمشر باید زیات هغه کسان له دندو لیری کړی چی د کرزی په وخت کی د لنډوغرو ډلو ته ډیر وفادار وو
    ځکه د دوی په وخت کی زیاتره کسانو د اهلیت او قابلیت په اساس نه بلکه جنګی ډلو ته نږدی والی او هغوی سره د اړیکو په بنا مقرر شوی
    کچیری ولسمشر د جنرال الماس او د سیاف وراره او د تره خیل په شان د نورو ډلو کسان او د قچاق او غلاوو ګروپی کسان بندیان او محاکمه کړی نو شته ستونزی به ختمی شی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *