تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ولسمشر غني سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال دوحې او اسلام اباد ته د وروستیو سفرونو حال شریک کړی دی.
د دغې لیدنې په اړه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د خلیلزاد خبرې په اوربند، له افغانستانه بهر د طالبانو د پټنځایونو په اړه راټولې وې او ولسمشر غني هم ورته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي نه راکمولو په تړاو خپلې اندېښنې ویلې دي.
د صدیقي په خبره ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، افغان ولس او دولت پایداره سوله غواړي او په دې برخه کې هیڅ تردید نشته.
صدیقي زیاته کړې، ولسمشر او خلیلزاد په دې لیدنه کې ټینګار کړی دی چې د سولې د تامین لپاره لومړی باید تر هر څه وړاندې اوربند وشي.
خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته راغلی چې عربي رسنیو ویلي، نوموړي له طالبانو سره خبرې د لس ورځني اوربند په غوښتنه د لنډ وخت لپاره ځنډولي او هغوی ته یې ویلي دي چې که دا اوربند نه کوي، نو امریکا به د سولې مذاکرات لغوه کړي.
وایي یوه سړي وویل چی زه په یو وار لس ټیزونه اچوم، بل ورته وویل چی پلار دی یی هم نشي اچولی که نه دا ګز دا میدان. ویل که وامي چول څو به راکړې هغه ورته وویل پنځه سوه افغانۍ دی وګټلي، خلک راټول شوي ده شروع کړی ډز او ډوز ډز او ډوز ډز او ډوز البته تمرین به یی کړی وو له لسو نه یی هم ور اړولی یوولس که دولس تیزونه یی اچولي دي بیا یی په فاتحانه انداز مقابل لوري ته ویلي چي راکړه پنځه سوه افغانۍ. هغه ورته ویلي چي خدای که غیران درکړم دا خو هماغه یو ټیز وو چی تا ایسته ننویسته نوی ټیز واچوه. نو خلیلزاد او دا د سولی والا خرکونان چی چایو او کافي ته هم سره کیني همدا څو کلیشه یی او ورستې خبرې سره وړاندی وروسته کوي. دټ ایز آل