و نه و، دوه زره دوهم کال و. غني بابا به یا په د پاچهۍ په چورت کې و، یا به نه و.
کره خبره ده. د یوه محرم مجلس خبره ده. ځینو غلو تر بله پوښتل چې:” آیا خپله پاچهۍ ترلاسه کړو، که به دا ښه وي چې یو کمزوری سړی مخکې کړو، او واک زموږ مجاهدینو په لاس کې وي؟”

راوي وایي، د غلو مشر ورته وویل: “زموږ تر مخکې کېدا دا غوره ده چې یو کمزوری سړی تر مخ کړو، او موږ یې ملاتړ وکړو.”

راوي چې خپله هم دی (!) دی وایي، ما ورته وویل: “وه سړیه، چا ته چې قانون صلاحیت ورکړي هغه کمزوری نه پاتې کېږي”.

….

دری دورې تېرې شوې. اوس معلومه شوه چې د راوي خبره ناسمه او د غلو د مشر خبره سمه وه.

یوولس کاله کمزوری سړی تر مخ و، او قوي سړیو یې تر شا چور ګډ کړی وو.

دومره چور یې وکړ چې نور نه کېد، او دومره فساد یې وکړ چې نوره نه پرې جوړېده.

ځینو یې آن بشپړ لومړۍ درجه ولایتونه او د زونونو مرکزونه په بډه ووهل، او نن یې پر سر بې تاجه پاچهان دي. ځینو یې د ملت د خزانې اوومه برخه پیسې له کابل بانکه ووهلې، اوس په امریکا کې دې ته ناست دي چې بیرته حالات یوې بلې شوړې ته سازګار شي، او د یوه بل کمزوری سړی دوره راشي، او کار وباسي.

د ځینو کمزورو یې چې زور ونه رسېد، په غرونو، تپو، او غونډیو یې راباندې کړه. نمره یې کړې. له کمزوری سړی څخه یې احکام واخیستل، په نورو یې وپلورل او یا یې پرې د قوما ښارګوټي جوړ کړل.

سږ دوه زره څوارلسم کال دی. یوه میاشت وروسته ټاکنې را روانې دي.

په بغداد کې د علي بابا او څلوېښتو غلو کیسه وه، په افغانستان کې د غني بابا او څلوېښتو غلو کیسه روانه ده.

غله بیا له هماغه ته ورته، خو تر هغه له یو څه سخت سوال سره مخامخ دي. دا ځل سوال دا دی چې “اوس څه وکړو؟ د یوه کمزوري سړي تر شا ودرېږو، که یې غني ته ور پرېږدو؟”

د دې سوال ځواب ځکه سخت شو چې له یوې خوا له یوې خوا عبدالله په لوټه ختلی، کشمیر ګوري. دا خبره له سره یادوي هم نه چې بل څوک به یې وګټي، یواځې همدا وایي چې که زه را نغلم، دا به درغلي وي، او که درغلي وه، نو “زه غره ته خېژم”.

له بلې خوا دې بل غم جوړ کړی. غني بابا یادوم چې د غلو د مشر په مسقط الرأس بدخشان او دوهم مرکز تخار کې یې داسې غونډه ورته وکړه او څلوېښت غله په دې ووېرېدل چې هسې نه د ځمکې توله د تخار او بدخشان پر لور ور کږه شي. دا نو داسې وه، لکه زموږ یو ملیون تبلیغیان چې د هندوانو د مقدس دریاب ګنګا پر غاړه اجتماع ورته وکړي.

ورو ورو، په څلوېښتو غلو کې د غلو د مشر هغه لومړنۍ خبره کش اخلي.

دا ځل غني بابا څلوېښت واړه غله د کرزي بابا په جېب ور ننه ایستلي، او د غلو لویه هیله کرزي  او د کرزي او زلمي د توطیې نوي مولود، کرمي او د اعتدال، برابرۍ او سازندګۍ ټیم دی.

اعتدال، یعنې نه جدیت،

برابري، یعنې سهامي دولت

او سازندګي، یعنې سازش او معامله.

د دې ټیم بنیادي شعارونه همدې ته جوړ دي چې له غلو، غاصبینو، او اختطافچیانو سره دې جديت نه کېږي، قانونیت او جدیت دې د معاملې قرباني وي، له څلوېښتو غلو سره دې سازش وشي، او دولت دې یو ځل بیا په سهامي شرکت بدل شي.

لوبه د غني بابا او څلوېښتو غلو ترمنځ ده، خو څلوېښت غله د غني د مقابلې لپاره د یوه بل کمزوری سړی په لټه کې دي.

9 thoughts on “غني بابا او څلوېښت غله/ عصمت څارګر”
  1. ډیر لوړ او عا قلا نه تحلیل شوی پر ور دګار دی د کرزی په خپل کور غم ګډ کړی چی دا ملت ددی غلو له چنګه خلاص شی خو دا ځل دا سی هم نده ولی څلو یښت غله څپیړه و هلی شی موږ ځوا نا ن یی نشو وهلی خدا یی شته مو نږ دا ځل ددوی نه سل چنده فر با نی او مرګ ته تیار یو تر څو جق حقدار ته و سپار ل شی ا نشا اله ځمو نږ قر با نی به ر نګ راوړی غله ا و مله یی نور نه چلیږی ولی عبدالله تو پک ته لاس اچولی شی موږ څه قران وهلی یو انشا اله مطمعن اوسه ددوی د ظلم او نا کردو نه اولس پ تنګ شوی وا یی به تنګ امد به جنګ امد انشا له هری معا ملی ته تیاریو کرزی دی ښه واوری په والله ج فسم دی چی دا ځل داسی غو بل وګوری چی دی هم حیران شی

  2. زه کرمی یم زه هیڅ مسولیت نه لرم، ټوله کیسه کرزي صیب روانه کړې زه یی درولی یم، زه خو بی کسه انسان یم نه می ښځه نه مې کور کلی نه مې قوم او قبیله هسې یی راته وایی چې ته درانی یم، نو تاسو او خدای چې درانی ما کرمي غوندې وي نه مې پښتو زده نه له خپل اصلي ټاټوبي خبر یم هسې را پسې دي همدغه غله او غاصبین دي وايي که ونه درېږې وژنو د ما وژني زه له همدغه ځایه افغان ولس باندې غږ کوم چې که تیر شم ما وژني نه مې پخواني غله پرېږدي او نه مې د کرزي غله کورنی…..اوس مو خوښه که هر څوک ما کرمي ته رایه راکوي د خپل کور د خپل وطن او د خپل بچي دښمن ده
    خواننده گان عزیز این چند سطر را توسط یک شخص که از طرف ارگ برایم کرایه شده نوشتم و من بخاطر نوشتن چند سطر پشتو برایش پول اضافی تادیه نموم
    اینجانب داکتر زلمی رسول کاندیدای ریاست جمهوری در اقرار خویش صادق میباشم

  3. یاره څارګره د لیکنې په پای کې دي استدلال ډیر کمزروی شوی دی او د اعتدال ، برابري او سازندګي په اړه چې دې کوم دلیل ویلي کامل ستا د منطق د خلاصیدو اوج ښيي ، که چیرته نور علمی تللی وای او ددي شعار پر ځای دي نور منطقي دلایل ویلي وای لا کیدای شوای اوس بیخي داسې څه دي ویلي سره له دي چې د منلو وړ نه دي بلکي د سرچوک خبرې دي کړې دي
    ښه ورځ

  4. سلامونه
    بيشكه وايم شه عالي ليكنه ده سره له خندا
    خوشه مي شوه
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  5. د ډاكټر أشرف غني أحمدزي په خاطر مونږ له خپل ځان نه هم تير يو، يواځي د اشرف غني إشاره مونږ ته كافي ده،
    قسم په الله كه دسقاو بچي را نه په أفغانستان حكومت وكړي، كرزي دي هم په خلاصو غوږونو واوري

  6. نعمته روکیه! لکه چې ستا د ډلې ټول کړه وړه يې ښکاره کړي که څنګه دې خوا بده شوه، خوا مه بدوه راځه پر خپل کاندید له سره فکر وکړه دا به ښه وي درته. او س يې درته اصلیت معلوم شو.
    زنده باد څارګر صاحب په دې زدني لیکنه چې دې کړې ده، بس زما دې پرې زړه یخ کړی همدا سې ده هم.
    نور دې هغه خوبونه اوبو ته ووايي چې يې لیدل او د کابلبانک شتمني يې لوټله، دوي اوس د همدغې شوکې د پوره کولو لپاره له هغو خلکو د میاشتې یو ډالر اخلي چې په کابل بانک کې اکاونټونه لري او څه نورې غلاوې یې اوس په دئ بڼه پیل کړي دی الله مو دې له دې غلو نور وساتي

  7. puhezham chi Tand zma tabsira na khpara wi, kho bia biae likam.

    de tand de maqaalo yew smer likwalaan ahmakaan di. lumray likana wakri, kala chi khpara shi, biaa no pa khapale de maqaalay likwaal aw de hagha malgari zaan ta tabsirei liki ;

    Waa waa ter qalam di jar sham par daa sha likan.

    rahmat di staa per qalam wi haqiqit di wayelai da.

    afrin staasi pe daa sha tahlil …. hum daasi de zhan te afrinonna liki.

    likwaalano ta zaka AHMAQAN waayem chi da dooy per Aand lwastoonki ahmaqan di na pohazhi. chi likwaalaan pa khaple khpalo zhanoo te afrin liki

    waa waa ahmaqaanoo per di hamaqat chi staasi per aand lwastoonki na pohexhi

    Abdul

  8. یاره څارګر صاحب! ډېره خوندوره لیکنه دي کړې ده او د نعمت د شخصي تعصب پر خلاف؛ په دا اخره کي دي د درو کلیمو تفسیر د دوی له نظره سره یو په یو سم کړی دی.

ځواب ورکول نعمت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *