تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د اساسي قانون د کالیزې په مناسبت وویل، د قانون حاکمیت د ملي یووالي د حکومت اساسي هدف دی، تېر وختونه تېر شوي او نور هیڅوک تر اساسي قانون لوړ نه دي.

ښاغلي غني وویل چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې د اساسي قانون له نشتوالي سره مخامخ و.

ده زیاته کړه، پخوا هر حکومت د زور له لارې واک ترلاسه کړی خو له ۲۰۱۴ راوروسته د اساسي قانون په برکت واک په سوله ییز ډول انتقال شوی دی.

ولسمشر وویل، د اساسي قانون د تطبیق کمېټه او د هغې د مشر په توګه د دوهم مرستیال ولسمشر سرور دانش ټاکنه د قانون په اجرا کې د حکومت ژمنه او قاطعیت ښيي.

عبدالله: د قومونو تعدد تقاضا کوي چې قانون تعدیل شي

غونډې ته اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وویل چې ولسمشر د درې ګونو قواوو مشر دی او د ملي یووالي حکومت د افغانستان لپاره یوه نوې تجربه ده چې د ضرورت پر اساس جوړ شو.

عبدالله عبدالله په عین حال کې وویل چې اساسي قانون د بدلېدو وړ دی او دا کار د لویې جرګې په وسیله کېدای شي.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې د افغانستان شرایط او د ګڼو قومونو موجودیت تقاضا کوي چې په اساسي قانون کې تغییر راوړل شي.

ده د قومونو موجودیت او په اساسي قانون کې د بدلون د ارتباط په اړه توضیح ورنه کړه.

3 thoughts on “غني: تېر وختونه تېر دي، هیڅوک تر اساسي قانون لوړ نه دي”
  1. جناب داکتر صيب عبداله ! د ففټي ففټي په حساب اوس افغانستان دوه قانونه لري ( د افغانستان اساسي قانون او زه ېې نه منم قانون ) ، بس دئ ، هرقوم ته جدا قانون مه غواړۍ

  2. ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې د افغانستان شرایط او د ګڼو قومونو موجودیت تقاضا کوي چې په اساسي قانون کې تغییر راوړل شي
    دګڼو قومونو موجودیت!!! قرآنکریم،احادیث، فقه او حقوق پوهان پدی باب څه وایی ، آیا په انسانی تاریخ کی کوم مثال شته چه هر قوم ته ، ځانته قانون وی چه فقط د هغه قوم د مشرانو ګټی وساتی ؟
    که نه مقصد یی یو بل انحصاری تړون دی لکه د بن چه نور قومونه حتی حق حیات هم ونلری ؟
    رسول االله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
    لا یؤمن احدکم حتی یحب لاخیه ما یحب لنفسه.
    دا خبره د د. عبدالله خان نه وپوښتل شی او باید علما تجزیه او تحلیل تری وغواړی چی قهرمان د انحصار،خودبینی او خود پسندی ، خپلی خبری ته قانون وایی؟

  3. پرون پدی غونډه کی جناب مسلمیار ډیر ښه دریځ افاده کړ او وی ویل چه زه به د قانون پلی کول له ځانه ،فامیل، خپلوانو او همکارانو به پیل کوم او داسی به نه وی چه : لکه چه قرآنکریم د یهودو په اړه فرمایی.
    أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم …
    خپله قانون جوړوم خو عمل پری نکوم او نوروته وایم چه قانون باندی پابندی در نه غواړم.
    هغه عالی جنابان ، غیر مسؤل او واجب الاحترام حضرات چه مصداق د ،یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم ، دی له قانون جوړونکو ادارو نه، باید لیری او ددی ادارو اعتبار نباید متضررشی بیا بالاخص عالی رتبه مقامات لکه نفر دوم ، وزراء،رؤسا.
    که انتخابات دا خلک راوباسی دا ډول انتخابات بایدمردود او فاقد اعتبار شی او هغه روش دی اختیار شی چه مفسد تری تیر نشی او قومی،لسانی ،تنظیمی او نور جاهلی تعصبات او رول یی ختم شی او که ټولنه خپل مفسد نه پیژنی او تری ټاکل کیږی نو دا ډول انتخاب مفید نه بلکه مهلک او فساد تشدیدوی باید په نورو لارو غور وشی .

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *