د ټاکنو په لومړي دور کې، درون سنګین په کور کې پاتې شوم، د رایو دفتر ته ورنغلم. که مې رایه ورکوله نو ډاکټر غني ته به مې ورکوله مګر د غني د کامپاین په ټیم کې مې ډېر داسې کسان ولیدل چې ما یې په خپله په مطبوعاتو کې په فساد کې ښکېلوالی په ګوته کړی و. که غني ته مې رایه ورکوله نو په دې مانا وه چې په حکومت کې د دغو افرادو ننوتل را ته د منلو وړ وو. په اول دور کې، سره له دې چې خلک مې په ټاکنو کې ګډون ته هڅولي وو، خپله ګوته مې سپینه پاتې شوه.

په دویم پړاو کې انتخاب د یو نسبتاً ملي ټیم او د یو شدیداً تنظیمي ټیم تر منځه و. په خپله مې هم رایه ورکړه، د کور نور غړي مې هم و هڅول. هماغه شېبه مې پر فېسبوک باندې خپل احساس هم څرګند کړ:

بې طرفي

======

د افغانستان له پاره الفتح لیسې ته ولاړم،

د عبدالله له پاره مې ګوته توره کړه

د دیموکراسۍ له پاره د غرفې شاته څو ثانیې پټ شوم

د ځوانانو له پاره مې د پبنڅم نمبر کاندید خانه ټپک کړه

د غني له پاره مې رایه په صندوق کې واچوله

خپله سیاسي تقوا به په زمۍ مینځم

هغه مهال راباندې د هغو فېسبوکي ملګرو څرګندونې چې پر غني یې سر ورکاوه همدومره بدې لګېدې لکه نن چې د غني غندنې را ته ښې نه ښکاري.

دا خبرې مې ځکه په مقدمه کې وکړې چې نه غواړم د غني پلوي ټاپه راباندې ولګول شي. اوس نو لطفاً راسره په دې بحث کې برخه واخلﺉ:

دا ډېره اسانه خبره ده چې په ایرکنډېشن لرونکي سرکاري یا انجویی دفتر کې ناست، له وړیا انټرنېټ نه کار اخلو او بیا دومره ځان پر ولس څڅوو چې برته له موږ ګواکې ژوند ناشونی دی.

غني ته دې رایه ورکړې؟ چا درته ویلي وو؟ نه به دې ورکوله! تا دا فکر نه و کړی چې ایا د غني شخصیت او د هغه شاوخوا راټول شوي اشخاص ستا ګټې خوندي کولای شي؟

کله چې د عبدالله لنډه غرو خپل زور ښکاره کاوه ته چېرته وې؟ دا به ومنم چې که په کابل کې دې د لاریون پر وړاندې لاریون کړی وای، خطر یې درلود. په پکتیا، پکتیکا، خوست، روزګان، کندهار، زابل، ننګرهار، کونړ کې دې هم یو لس زره کسان واټونو ته نه شول را ایستلای چې غني ترې د نړۍوالو او کورنیو فشارونو پر وړاندې ځان ته دفاعي لیکه جوړه کړې وای؟

اوس چې دا قرارداد یې بولې، که معامله ورته وایې، که مجبوریت یې ګڼې که د خیانت ټاپه پرې لګوې، په هر کتاب کې چې یې لیکې، دغه شی لاسلیک شو، ته پرې خپه یې او ګواښونه کوې چې بیا خو به ټاکنو ته ولاړ نه شې! کور دې ودان مه ورځه. تاوان د چا دی؟ په دې دې هم فکر کړی دی؟ ستا اوسنی دریځ د چا په ګټه دی؟ فکر دې پرې کړی دی؟ پر دې دې فکر کړی دی چې د مذاکراتو په جریان کې ته د هغه چا دریځ کمزوری کوې چې ته ترې د خپلې رایې ساتل غواړې؟ هغه ته دې څه اعتبار پرېښود چې هغه پرې وویاړي او مقابل لوري ته وښیي چې دی هم پر یو ځواک تکیه دی؟

له دې ګټې دې هم در تېر! تا پر دې فکر کړی دی چې په راتلونکي حکومتي جوړښت کې څنګه خپل دریځ ټینګ کړې که لا دې هم پلتۍ وهلې چې «اوس به (غني) بابا غوښې ډوډۍ راوړي؟

په دې دنیا کې تیاره ډوډۍ نه شته!

سیاست یوه منډه نه ده، هر شېبه یې پر اور او اغزیو مزل دی.

ځه، همدا نن دې غني جهنم ته کړ. سبا څه کوې؟ غني ټلوالې ته امتیاز ورکړ؟ ته یې ترې په مدني ډګر کې بېرته ګټلای شې؟ غني که غوښتي وای چې په مذاکرو کې ناغېړي وکړي، پر چا یې تکیه کوله؟ هغه څوک چې سهار یې اسمان ته جګوي او ماښام یې پر ځمکه ولي؟

زه له غني ملاتړ نه کوم. ما هېڅکله دا نه دي ویلي او نه به یې ووایم چې غني د نړۍ دویم یا دریم، یا شل زرم متفکر دی! غني ته مې چې رایه ورکوله د دې په خاطر چې نه مې غوښتل چې اخواني لوری بې رقیبه باچایي وکړي. نن که د اخوان په څپلیو کې یوه شګه هم لوېږي زه پرې خوښ یم او خپل فکر بریالی بولم. نه مې پرون له غني، یا بل او بل، کومه تمه درلوده، نه یې نن لرم. نو زه له اوسني حالت سره ستونزه نه لرم او نه په کې چندان دلچسپي لرم.

خو ته؟ تا چې پر غني سر ورکاوه، تا چې غني ته (نعوذ بالله) د خدایې مقام ورکړی و، ته چې ټول اور او لمبه وې نن څه درباندې وشول؟ یوې شېبې باران داسې سوړ کړې چې اوس دې خړې اوبه ښکته وړي؟ د سبا فکر هم درسره شته که یوازې پرون پېژنې؟

یوه شېبه خپل احساسات په تاخچه کې کښېږده. راشه په سړه سینه فکر وکړه چې څنګه کولای شې په دې سختو شېبو کې د خپل مات شوي، یا ګیچ شوي، مشر ملا ورتړلای شې؟ اخطارونه مه ورکوه، ګواښونه ورته مه کوه. میدان ته شه، ته دې ته مه ګوره چې هغه درته سوال وکړي، په خپله د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړه، لار وسنجوه او خپل مشر ته دې لار وښیه.

څه فکر کوې چې زما مشور ګوندې بې ځایه ده؟

18 thoughts on “غني جهنم ته ولېږﺉ/ نجیب منلی”
  1. اول خو دا درته و وایم چه په فارسی کشی یو شعر دی . که اگر بینی که نابینا و چاه است= ارام بینشنی گناه است . دوهم که خلک وای چه بیطرف یعنی هیس او بی ….. نه وایم ته چه دومره لوی لوی گنی نو باید بی طرف ونسی د ستاله خبره نه داسی شکاری چه ته هیس په افغانستان کشی شه سری نه وینی او په خپل خان باندی مغرور یی او داسی فکر کوی چه هغه سه ده هغه سه نو سوگ به راشی ملایک له اسمانه درته کشته شی افغانستان هغه ولس دی چه په 40 کال کشی سر پیدا نکره نه شاهی ومنه نه جمهوری ومنه نه کمونیستی ومنه نه مجاهدین ومنه نه ملا او طالب ومنه اوس نه غربی او دیموکرسی منی نو خبره دا ده چه مونژ نه پوهیژو چه دا خلک سه غواری او سوگی یی غواری زه هم حیران یم نو تاسی لکه اسمانی نظام غواری

    1. زه هم یو دغنی له سرسختو پلویانو وم او یم مګر منلی صیب په دی ورستیوکی لیږ غوندی ګیله مند یم د مظاهرو په اړوند باید ووایم چی په هره خبری ناسته کی غنی خپلو پلویانوته د ارامی او حوصلی وړاندیزونه کول ستالیکنی لیږغوندی تسکین راکی درنه مننه نن می بیا لیږغوندی خوښ شوی البته غنی درته یادوم ځکه چی خبری ناسته یی واضح وه او یادونه باید وکړم چی لیږغوندی حوصله په کار ده کله چی غنی ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ بیابه یی کارونه ارزیابی کوم چی څه کوی او مونږ څه ورته وکړل هیله ده زما په څیر نور ملګری هم ستا دلیکنی نه پند واخلی داباید درته ووایم چی لیکنه دی ښایسته کړی وه خو عنوان می خوښ نه شو

      ستاسو کشر ورور انجنیر فدا پکتیانی

  2. محترما ، مشوره يوازى به حًاى نه ده بلكه دا فكر د هم به حًاى ده حًكه جه غنى زما او ستا سر غنى شوه
    مونز خبل احساسات بايد خًركًند او معلوم كرو جى غنى زمونز رايو لوبى كول به دته دير كًران تمام شى،

  3. منلی صاحب سلام!
    زه نه پوهیژمه چی پښتانه ولی دغه تکلیف نه رنځ وړی چی هیڅ کله هم په خپلو مشران اعتماد نه شی کولای ، لژ خویی سړه خوره، هزاره ګانو به محقق او مزاری راټول شوول او هغوی مشران کړل، ازبکان به دوستم را ټول شوول تاجیکان په ډبل عبدالله راټول یژی ، نو پښتانه خو دی هم بالاخره لژ له عقل کار واخلی او دخپلو مشران ملاتړ دی وکړی.

    اشرف غنی کله چی ده مالیه وزیر ووه فهمیم او دوستم غوښتنوته تسلیم نشو بلکه په هغوی خپلی غو ښتنی ومنلی ، اووس چی دملت رایه یی ورسره دی نو څنګه به ډبل عبدالله ته تسلیمژی ، لژ خو وخت ورکړی چی له یوه خوانه دی ګل مرجان له ډلی ټپلی سره په کش مکش کی ګیر دی او له بل خوا تاسی پښتانه مشران لکه ته په خپله او یون صاحب پسی راخیستی ده . دپیړیو مشکلات به یوه ورځ نه حل کیژی ولی پښتون ملت بیا تیت او پراګنده کووی او له خوراکی اشرف غنی نه غیر معقولی دنه منلو وړ او غیر واقعی توقعاتو په پلمه ملت ورنه بیګانه کوویی؟ دالله په خاطر او دپشتون ملت ده کړاونو ده پای ته رسیدو په خاطر ملت نور مه بی اتفاقه کووی هسی خو هم دبل عبدالله او یارانی دوه کاله وروسته غواړی په پشتنو باندی یو مزدور سیستم یعنی پارلمانی نظام تحمیل کری اود ا ده تاسو خو لا له ووس نه خدمت ورته شروع کړی او پشتانه ورته بی اتفاقه کووی تر سو چی ده شمالی ټلوالی دغه شووم پلانونه بریالی کړی ، هیله ده چی خوا مو نوی بده شووی ډیر احترام درته لرمه او توقع می ده یو عادی پشتون په حیث له تاسو مشرانو نه دده چی ده ملت په متحد کوولو کی خپل ارزشتناک رول ولوبوی او هرهغه موضوع چی بی اتاقی راوری مخ نیوی وکړی .

    د پښتنو د ملی یوالی په هیله

    مسافر

  4. هیله کوم ټلوالی ته د اخوان نسبت ورته مه ورته کوه ته چی کله د خپل مفکوری بریا یادوی پدی معنی چی ته هم د سالمی مفکوری او عقیدی خاوند نه یی او عبدالله یا د هغه له ټیم سره د اخوان پنوم تعصب لری نو کومه لاره چی ته ښایی هغه ترکستان ته ځی مشره . ته لا پدی نه یی پوه چی اخوانیان څوک دی او د هغو کړنلاره څه ده ته د مودودی شهید سید قطب او محمد قطب او داسی نورو مشرانو کتابونه وګوره که د لنډه غری د غلا او چور او تالان په هکله دی یوه کلیمه پیدا کړه نو زما سر غوڅ کړه خو د عبدالله ټیم هم چور کوی هم د خلکو ترمنځ توکمپالنی او کرکی پیدا کولو ته لمن وهی او هم د پردیو ګټو ته ژمن دی او د هغو د شومو توطیو ښکار ګرځیدلی د عبدالله شخصیت له یو ډیر کوچنی اخوانی سره هم مه برابروه وروره ستا مبارزه د عقیدی په اساس ده دا چی ته وایی د هیچا پلوی نه کوم نه غنی او نه عبدالله نو ته هم د یو سالم شخصیت درلودونکی نه یی ځکه ته اوس هم په هماغه زړی عقیدی باندی یی کور کالی ډوډی اوس خو ساینس ډیر پرمختګ کړی ورسره د علم د لاسته راوړلو ډيری اسانتیاوی برابروی شوی خلکو په کورنو کی د انترنت له لاری اسلام قبول کړلو او ته اخته یی مسلمان او یو سالم حرکت د اخوان پنوم تخریبوی .. خدای دی هدایت درکړی

  5. za staso khabaro sara bilkol moafiq ym mong pa di khater raya wor kari chi khdai na khwasta shamali talwala intikhabat wo na gati.aw bala da chi pa dr.seeb Ashraf ghani mo bawar wo chi afghnistan ta ba khidmat kawi ka na shorai nizar nakhri ba mo lidali wai.da rai zbat ba pa dr.seeb na kawo zaka chi da hamdi rai pa zor mo watan da jangsalarano na yw sa bach kari di.mong baid da dr.seeb mla wotaro aw himayat e kro.motasifana zamong pokhtana la wos ham pa di akhta di chi talib kha dai aw ikhwan kha dai,halan chi pokhtana da hamdoi da lasa tabah aw barbad shol.pa dohom dawr da takano ki pokhtano bal alternativ nalara bi da dr.seeb na.manana.

  6. یو سړئ د چا خيرات ته تللئ وو ، مجمې خلاصې شوې وې ، نايي منتظر وو چې خالي غوري يا مجمې راشي نو نورو خلکو ته به وریجې واچوی ، دې سړي څو وارې اسرار وکړ چې ماته ېې واچوه چې کار لرم ، نايي ورته وويل وروره صبر وکړه ولې وارخطا ېې ؟ سړي سمدستي بې لدې چې په خپله خبره فکر وکړي تکراراٙٙ وویل ! د وارخطا دې کور وران شي چې مجمه نشته ماته ېې په ځمکه واچوه ـ مونږ ډېر بې ځایه وارخطا يو او د دې ديني ارشاد په لاره نه ځو چې وايي ( اِنٙ اللٙهٙ مٙعٙ الصٙابِرين )

  7. او راشه که تودیږې!!!!!! وس یې خوند وکړ!!! ټول په حاشیه وی خبرو لګیا یاست. کله مو فکر کړی چې پدې دیارلس کالو کې زموږ پر خلکو څه تیر شول. خصوصا پښتنو او پښتون میشته سیمو کې. منلی خانه تا چې دا منلې منلې خبرې کړي ته د مړې خیټې فارسي وی. دغه دووس د نړۍ دوهم بې فکره زموږ خلک داسې وغولول لکه کرزي چې په دې دیارلس کاله کې وغولول. دا کوم منطق مني چې ټول افغانستان دې آرامه اوسي او لږتر لږه د ژوند هغه بنسټیز امکاناتو دې برخه مند اوسي، مګر کوم ځای او سیمه کې چې پښتانه دي هلته دا غیر عادلانه جګړه ښه په زور او شور کې روانه. دې دووس نه خلک (ولس) ځکه راټول شو چې فکر یې کاوه دا به زموږ زخمونه ټکور کړي. خو دې زموږ د خلکو پر زخمونو د الکول لږولو پرځای متیازې وکړې. منلی خان خو به بې له شکه لدې حالت څخه راضي وي ځکه چې تل په یویشتمه پیړۍ کې لکه د پخواني شاهانو د درباري په څیر په یو نه یو شکل حکومتي جوړښت کې دخیل و، او په (کابل) کې ژوند کوي. خو دا مه هیروه چې افغانستان فقط کابل ندی چې که یونیم ځانمرګی ونه شي نو باقي خیروخیرت دی. زموږ خلک پدې دیارلس کالو د ژوند ابتدایی امکاناتو بې برخې و. امنیت، زده کړه، خواړه وغیره وغیره…. او همدې مشر خان (چې خلکو تر حتی ورته د بابا) لقب ورکړ. له همدې موقې ګټه پورته کړه او ځان یې پرې ولسمشرۍ ته ورساوو. وس نو مهم دادي چې دا خان لالا ولسمشر شي هغه که په هرنرخ وي. غلام خو لادمخه و خو وس یې داسې کارونه وکړل چې غلامان به ترې ګنو ته ټوپ کړي….

  8. سلام منلی سیب! مرحوم ډاکټر نجیب د تڼي له کودتا وروسته یو لنډه کیسه وکړه چی ویل یی ؛ما اور له همدی پرتوګ نه اخیستی دی؛
    ډاکټر سیب اشرف غني ته مونږ رایه ددی په خاطر ورکړیوه چی حکومت او دولت لدی مفسدو، غلو او د شمال له لنډغرو نه خلاص کړی که نه نور ډیر پوه، شریف او عالم کسان هم ولاړ وو.
    بل مونږ ویل چی دی به یوه سالمه اداره رامنځته کړی کومه چی ددی لنډغرو په شتون کی ناممکنه ده
    غربیان غواړی چی دلته یو بیچاره او کمزوری دولت واوسی چی دا کار ددی لنډغرو په داخلولو سره کوی او ډاکټر غنی هغه څوک دی چی دی کار ته یی زمینه برابره کړه.
    تاریخ ته به ډاکټر سیب غني ګرم او مجرم وی چی د هیواد نظام له ریاستی نه صدارتی ته بدلوی دا یی پیلامه ده نن صدراعظم، سبا صدارتی، بله ورځ پارلمانی او په نهایت کی به فدرالی ته لاری چاری برابری شی او مسول به یی ډاکټر سیب غنی وی،
    همدومره

  9. Manaly saib salamoona aw neki perzowani,
    der khwakh shoom che staso pa sair ba hawsela aw muddabir leekwalan os ham shta che pa dasi halato ki che da Ashraf ghani da hawadarano pa manz ki yaw da bi ettimadai fiza paida shawi da bayed yaw sok dasi khabari aw payam khalko ta warasawee che khalak gumrah nashee aw kom tasmeem che sar la os na da 5 kala roosta entikhabato lapara neesee bayed fikar pri wakree. dasi wanashee che sahar yaw fikar aw makham bal fikar, hagha da Lewal saib pa khabara ka cherta da dr. saib Ashraf Ghani paroon hawadar nunn da haghi ghat fikree mukhalif wee no dalta dwa khabari kedai shee.(1) yae kho da che toltakano na makhki che kom tasmeem ta neewaly wo che za ba dr. saib Ashraf Ghani ta raya warkawam no hagha di pa jazbaato walar aw ghalat tasmeem dy aw ya (2) da che nunn che kom siasee mukhalifat elanawi aw pa khpala raya nidamat aw pashemanee khaye no dagh tasmeem aw fikar ba di ghalat wee, falihaza lag fikar wakrai aw bya da khpal nazar ezhar wakrai che stasi da osanee zarar nuqs aw tawan ba chata wee aw gata ba ye chata………

  10. ما فکر کولو چی منلی صاحب واقعا یو لوی متفکر دی خو لکه چی سهوه شوی یم ځکه ده په لوی لاس غلو ته د اخوانیانو خطاب کړی دی په داسی حال کی چی عبد الله او دهغه ټیم اخوانیت نه پیژنی او نه هم داخوانیت اصولو ته کومه پاپندی لری اکثریت هغه کسان چی له اخوانیت او اخوانیانو سره مینه لری داشرف غنی سره وو نه له عبد الله سره منلی صاحب په خپله مقاله کی اشرف غنی توهین کړی او هغه یی د اخوانیت او اخوانیانو ضد شخص معرفی کړی دی محترم منلی صاحب اردغان او عبد الله مه سره برابروه
    ر

  11. خدای دې وکړي چې په ګران او درانه استاد منلي بده ونه لګي او سپين سترګی هم ورته ښکاره نه شم خو د ليکنې لنډه کي لنډه کي ځوابونه يې ليکم:

    (کله چې د عبدالله لنډه غرو خپل زور ښکاره کاوه ته چېرته وې؟ ) (استاد منلی)

    خو عبدالله يې مخکې ؤ او غني په داسې حساس وخت کې حتی په هېواد کې هم ن ؤ او عربستان ته تللی ؤ. يو اخوانی په ډګر ولاړ ؤ او سيکولر عمرې ته تللی ؤ؟! (ابک)

    (سیاست یوه منډه نه ده، هر شېبه یې پر اور او اغزیو مزل دی.) (استاد منلی)

    مونږ هم له غني سره په اغزيو مزل کاوه چې منزل ته يې ورسوو او غني هم له مونږ سره په خپلو کړيو ژمنو کلک ولاړ ؤ ولې په پټه معامله يې خوابدي يو! (ابک)
    (غني که غوښتي وای چې په مذاکرو کې ناغېړي وکړي، پر چا یې تکیه کوله؟ هغه څوک چې سهار یې اسمان ته جګوي او ماښام یې پر ځمکه ولي؟) (استاد منلی)
    دا چې غني يې تر عبدالله په يو نيم مليون رايو مخکې کولی شو ايا ښه نه وه چې په همدې خلکو يې تکيه کړې وای؟
    خو لکه څنګه چې رهبر احساساتي او جذباتي دی نو له پلويانو بيا ولې څوک ګيله وکړي؟ که د هيڅ ښې هم نه يو نو د ميدان زمريان خو يو خو بده دا ده چې مونږ باور وکړ او غني باور ونه کړ. (ابک)
    (نو زه له اوسني حالت سره ستونزه نه لرم او نه په کې چندان دلچسپي لرم.) (استاد منلی)
    مونږ هيڅ دا منلی نه شو چې استاد منلی دې د هېواد په داسې بد حالت کې بې تفاوته پاتې شي. (ابک)
    (خو ته؟ تا چې پر غني سر ورکاوه، تا چې غني ته (نعوذ بالله) د خدایې مقام ورکړی و، ته چې ټول اور او لمبه وې نن څه درباندې وشول؟ یوې شېبې باران داسې سوړ کړې چې اوس دې خړې اوبه ښکته وړي؟) (استاد منلی)
    په ټاکنيزو مبارزو کې تر دې هم بايد سړی ډېر سخت اور او لمبه شي ځکه چې د برخليک ټاکنې شيبې وي. په ټوله نړۍ کې خلک د ټاکنيزو مبارزو په ورځو کې همداسې تېز او ګړندي وي. مونږ د دې لپاره لمبه لمبه کيدو چې ډاکټر صيب غني راته جدي ښکاريدو. د ده په جديت کې مو خپلو هيلو او ارمانونو ته د رسيدو څرکونه ليدل خو اوس يې معاملې راباندې يخې اوبه واړولې. (ابک)
    (یوه شېبه خپل احساسات په تاخچه کې کښېږده. راشه په سړه سینه فکر وکړه چې څنګه کولای شې په دې سختو شېبو کې د خپل مات شوي، یا ګیچ شوي، مشر ملا ورتړلای شې؟ اخطارونه مه ورکوه، ګواښونه ورته مه کوه. میدان ته شه، ته دې ته مه ګوره چې هغه درته سوال وکړي، په خپله د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړه، لار وسنجوه او خپل مشر ته دې لار وښیه.) (استاد منلی)
    کاشکې زمونږ متفکر مشر ډاکټر اشرف غني د عبدالله غوندې زمونږ نظر او مشورې غوښتلی هغه خو په خپل ځان پوره دی. نه له خپلو خلکو مشورې غواړي، نه يې نظر ته غوږ ږدي او نه يې په کيسه کې دی. ځکه خو مو خدای مه کړه مخالفت ته لاس غځولی دی. (ګور ته له ناکامه روان يو) (ابک)

  12. Dear Manali Saheeb,
    in more then seven Million votes, more from 300000 votes had Abdullah ( I am not agree with more then seven Million Votes used in Election that is not real count for me I checked the election Station in Election day I did not see people like 1st round of Election in our province I rarely said that had 40% to 50 % fraud)
    By the time Abdullah & Ghani don’t decide free with out NATO & USA advice they don’t able to make Government with out mention country sport there for every one of them accept the advice of mention countries,
    No need advice of You or other writer to advice them they do the work which sportier country wants, Just writer write article for his position in new Gov..that is a batter wayfor writer , I ask all Writer & Taand Walla for unity of Afghanistan But Tannd Every time showed Un unity article Just Pahtton are from Afghanistan, ( when we write all we afghan No Tajak,No Pakhtoon,No Hazara,Uzbak,Arab,Pashai Just AFGHAN & Afghan) the Taand wala Not showed the mention Idea, We don’t know why they don’t want one Afghanistan ? Taand want to showed in the page Just Un unity of Afghan & Islaam.
    I am know the above small idea also not same with policy of Taand Because it talked about Unity>

  13. سلام علیکم منلی صاحب !! اکثریت خبری د پرځای دی !! مګر لطفا دا خلک چی نیوکه لری دا هم مه محکوموه چون ددی خلکو موخه د غنی صاحب تخریب ندی بلکی دوی د خپل ګرم احساس نه تنګ راغلی ته چی کومه مینه لری او پدی لیکلی مطلب کی د څرګنده کړی دا خلکو کی داسی هم شته چی دتا ددی وطن دوستی او مشرپالنی څو چنده زیات احساس لری مګر هغوی چی کومه نیوکه کوی لطفا هغه دقیقه وګوره او مثبت نظر پری ورکړه !! مستقیما پټکه مه کوه خلک مه تهدیدوه د خلکو سیاسی مرام مه ضعیفوه د خلکو څخه د مبارزی جرایت مه ښکار کوه !! ګوره د اشرف غنی مقابل طرف یو ډير ضعیف کس دی د عبدالله عبدالله پا نامه اما په تبلیغاتو او غونډو او دده تکیه په خپلو خلکو دی قوی ښودلی نور هیڅ خبر نشته !! چی په غنی صاحب دومره فشار ورغی چی حتی زمونږپه تاوان یی مادی امضا کولی ولی یو ځل دی خلکو ته چی دده په مخ کی یی ځانونه مرګ ته ورکول رجوع نه کوله ولی یی یوه غټه ملی ِغونډه نه جوړوله تر څو هغه خلکو چی دی یی فعلا په سرنوشت حاکم دی قناعت ورنکړ چی موضوع داسی شی ده نا امیده کیږی مه که می غږ وکړ اماده اوسی په میډیا به هم څرګند وی رقیب به یی هم ویلی وای چی هره رایه څښتن لری زه نه غواړم په وار وار نیوکه وکړم د حل لاره اوس داده چی یوه غټه ملی غونډه د جوړه شی غنی صاحب باید هغو خلکو ته چی رایه یی ورته ورکړی قناعت ورکړی او خلک به هم خپله مینه ورسره تازه کړی خو د کرزی صیب عکس د نه غورځوی د جان کیری عکس د څيری کړی چی ولی په خپله فیصله حاکمیت نه لری او ولی خپله پریکړه نشی عملی کولی !؟؟ خبری ډیری دی منلی صیب اوس ځکه نشم لیکلی چی مطلب هر څوک ګوری صرف هیله می داده چی مستقیما تعرض مه کوی د حل لاره پیدا کړی !!

  14. منلۍ صیب: نوری ټولي خبری دی پرځای دی خو:
    ستا دی اخوانی نه مطلب څوک ده؟ ته څه فکرکوی چی غنی ته یواځی کمونیستانو رایه ورکړی؟ او هغه کمونیستانو بریالی کړی؟ بلکه نه هیڅ کله نه!!!
    وړاندی تر دی به چی کله تا په کوم تلیویزیونی چینل خبری کولی ما به ویاړ درباندی کاوه، خوله بده مرغه چی ته کمونیست را ووتی، او کمونیستان په خدای او په ابدی ژوند ایمان نه لری.
    غنی کمونیست نه دی، که یو وخت یی دی کمونیستانو سره د هورا ناری او چک چکی کړی وی هغه وخت اوس تیر شوی، اوس یی هیڅ کله هم د کمونیستی نظریی پلوی نه ده کړی.

  15. Gran manali sab 100 fesada darsara mawafiq em .da wakht da saber ao hasali de,mong bayed tol pa de sakht wakht ke da khpal gran masher mlatar ao hasalamande ta edama warko na da che khpale khpe khpala pa takhaz wawaho ,Afghanistan pa dero sakht halat ke rager de .raze che khpal gran watan da de janjal na pa etifaq sara wabaso

  16. ښاغلی نجیب منلی صیب ! دزړه د خورښ نه دې یو ه نړۍ مننه : تاد خپل زړه بړاس وایست . ستا ځینې بحثونه او لیکلي نقدونه ما تعقیب کړي چې د داروین د جینیتیکي فرضیو په سبک ور ګډېږي . خو ځینې وخت بیا ستا د فکر ي زاویې کنج آن د پاریس تر دموکراتیکي ناولونو پورې رسېږي او د مفکورې ډبلی دې په کلیسا کې له پاپانو سرسایه غواړي . زه ستا په سېکولرېستي مفکوره باندې پو هېږم ، خو اظهار یې درته ګران دﺉ . کله چې ته مخاطبانو ته د خپلې مفکورې اظهار کوې ، له کلیشې څخه دې د تورېستې کمیس جوړ شي او د تعرف او ټکولو انداز دې هم ډېره کمزوری ښکاري . موږ پو هېږو چې ستا د الحادي مفکورې تر ټولو ستر دوښمنان د اسلام دین او ویښ مسلمانان دي . که نن د اسلام ستر پیغمبر (ص) هم دلته زموږ په ټولنه کې موجود وای ،نو په وړاندې به یې ستا دریځ همدغه ؤ ، ځکه ما له نن څخه څلور کاله وړاندې هم ستا یوه پر مذهب نه ولاړه خبره او نظریه له بي بي سي راډیو څخه ستا په خپل غږ اورېدلې او ما ثبت کړې او ساتلې ده . چې بیا منکر نه شې . لږ په خپل ګرېوان کې سر ټیټ کړه ، او لږ فکر وکړه . چې ته خلکو ته خپله پوهه بیانوې ، او که خپل ګمراه توب . مننه

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *