تاند- ولسمشر په ملي شورا کې د پنځو لوېدیځو ولایتونو له استازو سره په کتنه کې د هغوی د وړاندیزونو له اورېدو وروسته پر متوازن انکشاف تاکید وکاوه، ویې ویل افغانستان ناانډول حالت زغملی نه شي.

ښاغلي غني د بادغیس، هرات، غور، فراه او نیمروز ولایتونو له استازو سره په کتنه کې وویل چې افغانستان به په ۸ اقتصادي زونونو وویشي چې په دې توګه په انکشاف کې د هر ولایت ونډه څرګنده شي.

ده همداراز وویل چې د هیواد د ملي بېخ بنا پلان به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

د افغانستان ولسمشر د ملي پروژو د تطبیق په لاره کې د زورورو کسانو له لوري خنډونو ته په اشارې وویل:«حاضر نه یم چې زورورو ته باج ورکړم، د هغو کسانو په وړاندې به، چې د قانون سرغړونه کوي، جدي قانوني چلن وشي.»

ده د ټولو ولایتونو د ستونزو د حل کولو لپاره لنډمهالې، منځمهالې او اوږدمهالې حللارې ضروري وبللې.

ښاغلي غني د وکیلانو د دې غوښتنې په باب چې امنیتي ځواکونه دې د دوی په ولایتونو کې زیات شي، وویل، ستونزه دا نه ده چې د امنیتي ځواکونو شمېر لږ دی، بلکي مشکل دا دی چې له ځواکونو څخه سم کار نه اخیستل کېږي.

د بادغیس، هرات، غور، فراه او نیمروز وکیلانو له ولسمشره وغوښتل چې د دوی په ولایتونو کې دې حکومت د امنیتي وضعیت ترڅنګ د سړکونو، د سلما د بند په ګډون د برېښناکوټونو جوړولو، د روغتیايي خدماتو زیاتولو، د معارف د وضعیت ښه کولو او له اداري فساد سره مبارزې ته پام واړوي.

3 thoughts on “غني: حاضر نه یم چې زورواکانو ته باج ورکړم”
  1. غنی بابا دخدایه درته دډیرو بریاو و غوښتنه کوو خدای دتوفیق در کړی چه دغه خواروزار تیت او پرک خلک ارام اسوده خوشخاله ژوند ولری دخلکو په خولوکی خندا ووینو او ژاړه دتل لپاره نه وی

    امین

  2. A single man can changes in the society. If we come to our country and see our president who is now the Hero of the notable people in Afghanistan and become an obstacle for the High class corrupted people, murder, anti government, and disloyal to their jobs. Life examples may be Solving Kabul Bank issue which lasted for years in previous government and finishing the cases of Pol Sharkhai Prision.
    As we can observed in last years that many projects stop working due to high power people like: the mese ainak project which was running from Chinese company stopped their project and same like that. Many projects were not standard due to share with these people. Even in Nangarhar a good dollar paying project was taken by Sherzai and then given to other people by slow percentage. If you get third hand project so what will be its consequence. We have many examples in many other provinces. Everyone in Afghanistan knows that cow is black and the milk is white.
    IF Dr Ashriaf Ghani cut their hands from these projects than I am sure Afghanistan will be toward prosperous.

ځواب ورکول ezzat ullah kharoti ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *