تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تروریستان د ماتې په درشل کې دي او ملاتړ کوونکي یې منزوي شوي دي.
ده نن /شنبه/ وویل چې د تروریستانو په وړاندې به خپل دریځ د پخوا په شان نرم نه کړي.
ولسمشر وویل، د افغانستان روان جنګ کورنۍ شخړه نه ده بلکې په سیمه ییزو او نړیوالو شخړو کې رېښې لري.
ښاغلي غني وویل چې نړیوالې ټولنې د افغانستان دریځ منلی او تایید کړی چې د خپلو حقونو لپاره جنګېږي او له نامشروع تروریستي ځواکونو سره مقابله کوي.
ده وویل چې نور افغانستان په تجارتي راکړو ورکړو کې پر یوه هیواد اتکا نه لري.
په وروستیو کې پاکستان تر ۱۰ ورځو د زیاتې مودې لپاره د سپین بولدک لاره په داسي وخت کې بنده کړه چې د افغانستان د مېوو د صادراتو د اوج وخت و. د پاکستان له لوري د سپین بولدک – چمن لارې د بندېدا له کبله افغان سوداګرو او باغدارانو ته د ملیونونو ډالرو تاوان واوښت.
د ولسمشر غني په وینا افغانستان به نور څوک د لارو په بندولو ونه ګواښلی شي ځکه چې د سیمې له نورو هیوادونو سره یې د اړیکو پُلونه جوړ کړي دي.
جلالت مأ~ ب : ستاسی وینا دوه اړخه لری ! بو ئې جنګی اړخ دی ،چه یودترورستان ماتی ،اوبل ئې دملا تړو انزوا ده ،دادواړه اړخونه ،مدللو دلیلونو ته اړتیا لری ؟ ترڅودافغانانو تصل،قناعت، اطمنان پری راشی ! دوهم ، تاسی په تجارتی موضوع لږ تماس نیولی ،چه داهم یوه ګنګه ، خبره ده ،ملی اوبین المللی تجارت ،قاعدی اوقوانین لری تاسی،دکومو قوانینو له مخی ،اودچاسره .
،اودکومی ،نمایندګۍ یادکوم هیواد خبره کوی ،اڅه نوعه تجارت ورسره موقتاً اویادائماً بنده ول غواړۍ ؟ والسلام