میرویس ستانکزی

کیسه له هغه وخته راپیلبيږي چې افغان ولس د یو سپېڅلي اسلامي او ملی احساس له مخې د ګڼو زحمتونو په ګاللو سره د زمانې د استکبار د یرغل پر وړاندې مقدس جهاد پیل کړ. نو هله و چې یو شمېر اشخاص او کړۍ را پیداشوې چې پر مقدساتو سوداګري یې د خپل ژوند او بیا په ځاتګړې توګه د سیاست اصول وګرځول او هغه وخت چې د جهاد سنګرونه د افغان مجاهدینو په وینو سره، په ولولو ګرم او د یرغلګرو د ویر په ژړاو له شورماشوره ډک ول همدې د مقدساتو سوداګرو له یوې خوا ځانونه د همدې مجاهدت ټېکه داران او سردمداران معرفی کړل او له بل لوری یې د هماغه خونخوار غلیم لمن ته ځانونه خطا کړ او د پټې دوستۍ پروتوکولونه او تړونونه ورسره لاسلیک کړل.

هوکې! د مقدساتو دې سوداګرو د ملت له باور څخه په منفی ګټې اخیستنې ورو ورو د هېواد واګو ته هم ځانونه ورسول، اتلان هم همدوی، واکداران هم همدوی، شاهان هم همدوی، رهبران هم همدوی بس د هېواد په تصنوعي مثبته سیاسي فضا کې دوی او په تصنوعي منفي سیاسي فضا کې د دوی دښمنان…

دطالبانو د نظام راتګ که څه هم د مقدساتو ددې سوداګرو ټغر ورټول کړ خو له بو لوري یې ددوی کاذب شهرت لاپسې زیات او له بل لوري خپله طالبان هم داسې مثبت اړخ پاتې نشو چې ولس د هغو داړمارانو اصلي ماهیت درک کړي.

بلاخره د مقدساتو ددي سوداگرو د ملت د وینو په سر د مېلو دوران د طالبانو تر راپرځېدو وروسته سم پیل شو. منم چې د نمونې په ډول او بلاخره د افغان ولس د غولولو په موخه د واک پر یو شمېر ضعیفو بنسټونو لږ شمېر پ��کو او روڼ اندو شخصیتونو ته په بې صلاحیته توګه سیاسي پوستونه ورکړل شول خو اصلي د واګو چاري د همدې سوداګرو په لاس کې و ، ددوی غرور او منفی معاملې د هندوکش غرونو نه هم اوچتې شوې وې ددوی خبره لومړی او اخره خبره وه د هرې خبرې ویتو او تاید یوازې د همدې کړیو انحصاري حق و، حکومت خو پرېږدۍ چې اپوزېسیون یې هم په بل چا نه لورېده، د هېواد هره سیاسی معدله او معامله د همدوی له ادرسه پیلېده او ختمېده. خو مقابل کې یې ملت ته درد، غم، د ارزښتونو بایلل، د بدماشانو زغمل، د عزت او حیثیت پایمالېدل، د غصب او مافیاو زغمل، د هېواد د ملی ګټو له لاسه ورکول او سلګونه نورې غميزې ورډالۍ کړې.

دې ټولو سره سره موجوده سیاسي نظام چې اصلي هسته یې ددوی وه خو په سمبولیک ډول ترې یو شمېر نور شخصیتونه لکه ولسمشر کرزی او نور هم راتاو ول ددوی هرې له غروره او یو اړخیزه معاملو ته لبیک وویلو. که یې مادي امتیازات وغوښتل که سیاسي، که یې قدرت وغوښت یا ملکیت، که یې ټاکنې رد کړې او که یې ایتلاف وغوښت بس هر څه دوی غوښتل ملت مجبورا منل .

دا منفی طلسم لسګونه کلونه حاکم و، د ماتېدلو او ماتولو خوب یې له تعبیره او رښتیا کېدلو قرنونه فاصله درلوده خو بس یو څرک له هماغه پیله ليدل کېده خو نه هومره ځواکمن چې دا طلسم دې مات کړي خو بس یو څه یې انعطاف ته اړ ویستی شي.

هوکې ! د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ د پیل شپو ورځو د مالیې وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزی و چې د جرات د سمبول په بڼه راڅرګند شو او ددوی مالي فسادونو ته یې په زغرده نه وویل، اما افسوس دا د مقدساتو سوداګر دومره هم کمزوري نه و چې د دوی تر خپل لاس لاندې کابينې یو وزیر دې پرې بری ومومي.

بس افغان ولس لدې داړه مارانو څخه د خلاصون او یا لااقل د دوی د ضعیف موقف ته دراوستو په هیله شپې سبا کولې چې بلاخره لوی خدای ورحمېده او هماغه غني یې چې د څرک په توګه راڅرګند شوی و یو لمر کړ او له تیارو ستومانه ولس هم تقریبا په یو غږ ورپسې شول او ورو ورو یې د خپل خوب تعبیر چې نور د مقدساتو سوداګر له یو خورا ضعیف او ماتې منلي ادرسه څرګند شي پوره کېدو ته نږدې شو..

هوکې! غني بابا د افغان ولس د اکثریت باور ترلاسه کړ او د مقدساتو سوداګر یې خپل ځان ته هک حیران کړل چې دا څه کانه راباندې شوه چې د لسیزو طلسم مو یو کس رامات کړ نو ایسته یوځل بیا د عذر،ننواتو او دسیاسي انزوا له وېرې له یو بل ځانته ورته سره ایتلاف رسم ته واوښتل او دا ده نن د هماغه له غروره ډکو سوداګرو کړیو په اصطلاح رهبران لکه د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله او… چې پر ولسمشر کرزی به د یو سلنه واک د لاسه ورکولو لپاره شنه او سره کېدل کله د ماتې خوړلی زلمي رسول سره یو بل ناکامه ایتلاف او کله هم د ولسمشر کرزي په وسیله کولو سره د غني په حکومت کې د لااقل سهم او مصونیت غوښتلو ته اړ شول.

هاغه کړۍ چې د هېواد د واګو او سیاست انحصار یې خپل میراث ګاڼه یو ځل بیا ملت ته مراجعه کوي، هغه چې پر خپل منفی زور به نازېده نن د یو بې وسه مهرې په شان د افغان ولس د ملي شخصیت دروازې ته منډې وهي، هغه چې ولسمشر کرزی به یې ګواښه نن د ننواتو لمن د هماغه په وسیله د افغان ولس په مخ کې غوړوي، نن هماغه چې په ټاکنو کې یې د خپل شته زور له ادرسه بریا حتمي ګڼله د لااقل مطرح پاتې کېدو لپاره له ځان څخه یو بل ضعیف نوماند(زلمي رسول) سره ایتلاف ته حاضر دي.

اما افسوس چې لا هم دا هر څه ددې لپاره نه چې حقانیت یې درک کړی وي او د افغان ولس درناوی وکړي بلکې د سیاسي انزوا څخه د ځان ژغورلو په موخه او د کړو مافیایي کړنو څخه د مصونیت په موخه..

اوس دا چې ډاکټر اشرف غني احمدزی دا منلې چې د نن سیالان به یې د سبا همکاران وي پدې مانا نده چې هره مافیایي کړۍ او منفي مهرې دې د حکومت برخه کړی بلکې د کیفیت او تخصص پر بنسټ د ولس د هغه برخې چې د ده پر وړاندې د بل نوماند مل ول په واک کې شریکول دي.

نو اوس چې ستاسو غني د لسیزو منفی طلسم ستاسو په ملتیا مات کړ نو په اصل کې ورسره واک او مینه ستاسو ده، ایا له هغو سره چې تاسې نور ترې ستړي یاستۍ معامله او ایتلاف وکړي که نه؟

6 thoughts on “غني د لسیزو منفي طلسمونه مات کړل….! میرویس ستانکزی”
  1. Salam Alaikom! dera sha likena da dede likene zaryrat de darsi progam laeq da .bel da he etelaf eane joresht ama de ha sara khainin baed de ta lar paeda nekli ratlunkae hukmat av hukmat dari de paki,sodaqat ,emandari, av de khalko pe bavar jor shi.khabere deri di……. .ubakhshai ze pashto kibord ne larm.

  2. ډېر ښکلې اوپه تاريخي واقعيتونو اوحقيقتونوولاړه لیکنه ده. مننه دلیکوال صیب څخه!ـ

  3. د افغان په ننګ می وتړله توره««»» ننګیالۍ د زمانی خوشحال خټک یم+++++ کچیری پښتانه غواړی چی خپل دشملی عزت او تاریخی هیوادبرم یی پاته شی نو باید هرو مرو د توری پر ځای دټاکنو او قلم اوری ته مخه واړوی او په نن وخت کی تر ډاکتر اشرف غنی احمدزی وړ او غوره لارښوود او متخصص ولسمشر نشی پیداکولای،باید دا موکه د لاسه ورنکړی

  4. ماشاالله څومره ښکلې له حقیقته ډکه او د یوه سپیڅلي ارمان د ځوان او غښتلي لاروي د زړه خبرې دي. غني بابا زښتیا هم چې په افغان ملت د الله ج لویه لوریینه ده. اوس هماغسې چې افغانانو پتیلې چې ځان بدل کړي او سمون راولي نو الله ج به هم انشاالله ورسره مرسته کوي. غني بابا به یوازې او یوازې ژمنتیا او تخصص ته ارزښت ورکوي نور نو د واک او جهاد یرغمل کوونکو قدرت ته د پای ټکې ایښوول شوی او غني بابا لکه څنګه چې ژمنه کړې هیڅکله به هم ملي ارزښتونو څخه نه تیریږي او له دولت څخه چې یو ملي امانت دی سهامي شرکت نه جوړوي، انشاالله.

  5. هیڅکله هم نه، که موږ بدلون او سمون غواړو نه ایتلاف، که مو ایتلاف غوښتلای نو بیا به مو سر په لاس غني بابا ته رایه نه ورکوله. په غني بابا اعتبار لرو چې زموږ د رایو قدر ساتي او هماغسې چې موږ د غني بابا پروګرام ته رایه ورکړې نو ترې غواړو چې زموږ هیلې دې په ایتلاف نه تلي. هماغسې چې مو رایه ورکړې نو حساب یې هم غواړو. الله ج دې موږ ته همت راکړي څو د غني بابا د هوډ ملا تل تړلې وساتو.

  6. هیڅکله هم نه، موږ بدلون او سمون غواړو نه ایتلاف، که مو ایتلاف غوښتلای نو بیا به مو سر په لاس غني بابا ته رایه نه ورکوله. په غني بابا اعتبار لرو چې زموږ د رایو قدر ساتي او هماغسې چې موږ د غني بابا پروګرام ته رایه ورکړې نو ترې غواړو چې زموږ هیلې دې په ایتلاف نه تلي. هماغسې چې مو رایه ورکړې نو حساب یې هم غواړو. الله ج دې موږ ته همت راکړي څو د غني بابا د هوډ ملا تل تړلې وساتو.

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *