ټاکل شوې چی د ۱۳۹۳ کال د حمل میاشتی په ۱۶مه نېټه په ټول هېواد کې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي، ولسمشرۍ لپاره ۱۱تنه نوماند دي، هر يو یی ځان بريالی بولی، دوی کوښښ کوي، چې د مرکز سربېره په ولاياتو کې لویې غونډې ترسره کړي او د ولس سره خپل پلانونه شريک کړي.

د نوماندو راپورنه هره ورځ د تلویزیونونو پر صفحو ښکاري، چې ډېر پکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټرعبدالله عبدالله او زلمي رسول نومونه اخيستل کېږي، تر دې دمه چې ما څومره غونډې ليدلي او يا مې د تلویزون په پرده کتلي د ټولو په پرتله ډاکټر اشرف غني احمدزی راته بريالی معلومېږي.

نه یوازې دا چې هره ورځ يې د غونډو راپورونه د نورو نوماندو څخه زيات وي، بلکه په ټولنيزه شبکه فیسبوک کې يې هم مينوال زيات دی، زياتو فیسبوکیانو یې انځورونه خپل پروفايل ته خوښ کړي او کوښښ کوي، چې د ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ شعارونه پورته کړي، د نالوسته افغانانو زيات يې لوستي افغانان او په ځانګړي ډول ځوانان ځکه خوښوي، چې د هېواد ښې راتلونکي لپاره ډېر ګټور او په زړه پوري پلانونه تر لاس لاندې لري، نه يوازې عوام بلکه د ولسمشرۍ څوکۍ څو تنه نوماند هم پدې اعتراف کوي، که چيرې په ټاکنو کې لاسوهنې ونه شي نو ډاکټراشرف غني احمدزی بریالی دی، غني د خلکو په منځ کې داسې ځای پيدا کړی، چې سيال يې نشته.

نن سهار مې چې فيسبوک پرانيست پر يوه پوسټ مې سترګې ولګدې، چې پکې راغلي و (ډاکټر اشرف غني: “خوستیانو! پر تاسو ویاړم”  ډاکټر اشرف غني به نن سهار له خیره سره خوست ته ورسیږي). د دې پوسټ په ليدو واقعاً ډېر خوښ شوم، دا چې ما تر مخه دا معلومات لرل، چې نن به ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزی زموږ ګلالي او ښکلي خوست ته راځي، نو سملاسي د سټيډيوم پر لور روان شوم، هلته د خلکو ګڼه ګوڼه دومره ډېره وه، چې سټيډيوم ته ننوتلو پورې مې تر نيم ساعت زيات انتظار وکړ او په قطار کې ولاړ وم، سټيډيوم له خلکو ډک و، زياتو يې لا د ډاکټراشرف غني احمدزي انځورونه په لاسونو کې نيولي و، چا په لوړ اواز ناره کړه، چې زموږ کانديد ډاکټراشرف غني احمدزی نورو د څنګ ملګرو به يې په چوش سره د ده دا خبره بدرګه کړه، اشرف غني احمدزی.

۱دا چې ډاکټراشرف غني احمدزی د خوست سره ځانګړي مينه لري، دا ماته هغه وخت جوته شوه، لکه چې نوموړي د دريځ پر سر خپله وينا شروع کړه، ده له ځان سره هېڅ یاداشت نه درلود، زړه مې ودرځېده، چې ډاکټرصاحب به څه وايي او څنګه به د خلکو زړونه لاسته راوړي، زما څخه دا خبر له ياده وتې وه، چې ډاکټراشرف غني احمدزی د نړۍ دوهم متفکر دی، کله چې نوموړي خبرې شروع کړې، ورته حيران شوم، ده هغه ټولې ستونزې چې اوسمهال ورسره زموږ خوستمېشته ولسونه مخامخ دي، يادې کړې او د حل ژمنه يې وکړه.

ډاکټراشرف غني احمدزي وویل خوست د هېواد يوه مهمه دروازه ده، که چېرته خوست اباد وي ټول هېواد به اباد وي او که خدای مکړه خدای ویجاړ وي ټول هېواد به ويجاړ وي، اشرف غني زموږ د خلکو غوښتنې پرځای وبللې، چې کابل يې ډېرې چارې پر وخت نه خلاصوي، د خوست ښار پراختيا له ستونزو سره مخ ده، د ملکيتونو ادعا يې د دفاع وزارت کوي، ولې ستونزه یې د خوست خلک ويني، دلته د تعليم سره هر يو مينه لري، نو د مکتوبونو جوړولو ته ډېر اړتيا ده، سرکونه بايد جوړ شي، چې خلک وکولی شي په اساني تګ راتګ په کې وکړي، د خوست لار بايد ترانزيت شي، ځکه چي ۴۰۰ کیلومتره د کراچۍ بندر ته نږدی پرته ده، اشرف غني د خوست هوایی میدان يوه مهمه او بنسټيزه پروژه ياده کړه وویل چی دا پروژه اوس باید تکمیل شوی وای ولی توجه ورته نه ده شوی.

هره خبر به یې د غونډې ګډونوالو له لوري په چغو او خوشحاليو بدرګه کېده، د غونډې هر ګډونوال خوشحاله ښکارېده، هر يو يې په خوله دا خبر وه، چې کاش دا زموږ ولسمشر شي، چې هېواد را جوړ کړي.

د تحول او دوام د بريا په هيله

2 thoughts on “غني زموږ په ولايت کې! – ح، سلطاني”
  1. رښتیا خبره داده چی اشرف غنی احمدزی زمو نږ په ولا یت کښی هم ډیر محبوب دی او د هر سړی په ژبه
    یی نوم یا دیږی زما په نظر اولس ډیر کړیدلی او خلک یوه دا سی رهبری ته سترګی نیولی چی ددی در په در
    وطن په زخمو نو پټی کیږدی نو په کا ندیدانو کښی بل دا سی څو ک نشته او د ډاکتر احمدزی بخت په همدی بیداره ده چی په دا نورو کا ندیدانو کښي افغانان داسی څوک نه وینی چی د ملت سترګی پری ډکی شی ځکه دا نورو ټولو خپل امتحان دی او لس ته ور کړی نو په دی اساس زما شخصی هیله له اولس څخه داده چی نه یواځی دی نورو کا ندیدانو ته بلکه ددوی هغه ملا تړ کوونکی هم وپیژنی او ددوی د ملا تړ کوونکو ګذشته دی مطا لعه کړی بیا دی ددوی د کا ندید سره همغسی معا مله وکړی او که دا سی ونه شی په الله باور وکړی چی دا وطن به بیا په یو لوی مشکل اخته وی چی الله ج دی ونکړی وسلام

ځواب ورکول سروش احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *