تاند: ولسمشر غني، په غزني کې د طالبانو موټر بم برید په غبرګون ویلي، دا ډله باید پوه شي چې د ملکیانو او ماشومانو په وژلو د سولې مذاکراتو کې هیڅ امتیاز نه شي ترلاسه کولی.
طالبانو نن غزني ښار کې د ملي امنیت یو مرکز په نښه کړ چې د عامې روغتیا ریاست په وینا دې برید کې ۱۲ کسان تر دې دمه وژل شوي او د ټپيانو شمېر یې ۱۷۹ کسانو ته لوړ شوی دی.
د برید لویه برخه قربانیان د ښوونځي ماشومان او ملکیان دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دا برید وحشیانه او بشري جنایت بللی دی.
ولسمشر غني ویلي: (( طالبانو د دغه شرمناک برید مسوولیت په داسې حال کې اخیستی دی چې ملکیان، ماشومان او عامه تاسیسات یې په نښه کړي دي. په دې کار سره طالبانو یو وار بیا له افغانانو سره خپله دښمني ثابته کړه او یو بشري جنایت یې ترسره کړ.))
ولسمشرغني زیاته کړې، طالبانو په وروستیو تروریستي بریدونو د خپل عمل او خبرو تر منځ تناقض هم ښکاره کړ: (( له یوې خوا قطر کې د سولې خبرې کوي خو بله خوا هره ورځ د افغانانو، ښځو او ماشومانو په وینو سره کوي))
دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې له ننني ځانمرګي موټر بم برید وروسته طالبانو په قطر کې له افغانانو سره د سولې دوه ورځنۍ ناسته پيل کړه.

2 thoughts on “غني: طالبانو د غزني په برید خپل وحشت بیا ثابت کړ”
  1. محترم ریس جمهور ته زموږ دا خواست دی چی اول خو ددی ساختګی سولی سره بای کاټ اعلان کړه، دا اجنټان دی خبرو ته مه ورلیږه ، کوشش وکړه چی د قطر استخباراتی دفتر وتړی، او هغه طالبان چی لاسونه یی د خلکو په وینو سره دی اعدام کړی، بل د خپل امنیتی ارګانو نه د هر شپنی عملیات مکمل راپور تر لاسه کړی څکه د شپنیو عملیاتو په تر څ کښی هم ډیر بیګناه خلک قتل عام کیږی، د خلکو کورونو په بمونو الوزل کیږی ، د خلکو تور سر ی بی عزته کیږی، مدرسی ړنګیږی او د عام اوولس شتمنی لوټل کیږی چی ډیر ی بیلګی یی په مرکزی ولایاتو کښی دی یو مثال دادی چی د میدان وردګو اوسنی والی ظفر الدین غل له اولس سره ازلی دښمنی لری او د طالب په نامه یی د ډیر بیګناه خلک وژلی دی . اوس داسی شواهد هم موندل سوی چی د شپنیو چاپو په وخت د امریکایی حرفوی قاتلینو یعنی بلک واټر چی اوس په اکادمی مشهور دی عملیات کوی دا خلک نه په انسان او نه په مال د چار صرفه کوی خوښه ستاسو هغه مو هم وژنی ستا په خاصو قواوو کښی ډیر بد خلک دی او سمتی او ژبني تعصبات لری په دهقانانو او عامو خلکو نښان زده کوی او طالبان خوی ددی ملک عزلی دښمنان دی چی د آی آیس آی نقښی تدیبقوی. خدای دی نو ر دا ملک لدی عذابه غیبی خلاص کړی.

ځواب ورکول Shamsss ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *