تاند، سه شنبه، د حوت ۱۳مه: ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې طالبان دې له پاکستان سره اړیکې پرې کړي، دوی به ورسره د سولې خبرې پیل کړي.
ولسمشر دغه خبره په ننګرهار کې کړې او ویلي یې دي چې طالبان دې د زندانیانو د خوشې کولو له پاره شرطونه نه ږدي او که چېرې هغوی شرطونه ږدي، دوی یې هم لري.
ولسمشر ویلي: « کله چې مذاکراتو ته کېنئ، روغه کوئ، یو خوا هر شی نه غواړي، دا زموږ او ستاسې دود او دستور دی، که په بندیانو باندې غږېږي، دا دې شرط نه ږدي، موږ هم شرطونه لرو، ماته دې ووايي، څه وخت له پاکستانه وځي، رادې شي، سوله کوو.»
غني وویل، افغان وژنه جرم دی، طالبان دې افغانانو ته سپکاوی نه کوي، ځکه په وینا یې چې افغانان د خپلې بې وزلۍ ښکار شوي دي.
ښاغلي غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، د سولې خبرې اترې به د جرګې له لارې وکړي، د پردې تر شا هېڅ خبرې نه کېږي، هر هیئت چې ځي، صلاحیتونه به یې محدود وي؛ خو په کابل او ولایتونو کې به قوي ملاتړ ولري: «سبا منطقه سوله غواړي که نه، له القاعدې ځان بېلوئ، مګر نورو نه یې نه بېلوئ. اصلي خبره داده چې له خارجیانو سره یې منئ چې سوله کوئ، نو د جهاد مانا څه شوه، افغان وژنه جرم دی، موږ چاته سپکاوی نه کوو، طالبان د دې وطن خلک دي، اما نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي، راشئ، چې په جرګې باندې نتیجې ته ورسېږو.»
ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د هېواد په ګټو او د افغانانو په حقونو معامله نه کوي، په دې برخه کې هېڅ ډول انعطاف نه شي کولی او د نظام ساتنه به کوي.
ولسمشر د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه د خبرو په دوام کې د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر جوړېدلو تازه ژمنې تر څنګ ننګرهار او کونړ ته د وارداتي برېښنا لېږدول، په دغو دواړو ولایتونو کې د استنادي دېوالونو او بندونو جوړول او پر کانال پانګونه هغه څه یاد کړل، چې د نوي حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه ټویټ کې لیکلي دي چې دوحې ته د افغان حکومت ورغلي پلاوي سره يې لا هم نه دي لیدلي.
سهیل شاهین لیکلي دي، د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې به د دوی د بندیانو د چارو مسئولین د حکومت د محابسو له مسئولینو سره ګوري، څو تر مذاکراتو مخکې ۶ زره بندیان ازاد کړل شي.
طالبانوته پکارده چې نور ځانونه افغانان او د دې وطن خلک حساب کړي. د خپلو خلکو وژل کوم افتخار او ویاړ ندی. ویاړ د خپل ولس نجات کې دی . د هرې ورځې د جنګ په دوام سره لسګونه او سل ګونه بېګناه افغانان وژل کیږي. د دوی ماشومان یتیمان او مېرمنې کونډې کیږي. زمونږ ښکلی او ګران هېواد نور هم په کنډوالو بدلیږي او د بشریت له تمدن نه شاته پاته کیږو.
په محابسو کې بندیانو ممکن درې ، څلورکاله او یا تر هغه ډېر وخت تېر کړی وي. که یوه میاشت نور هم هلته پاته شي ، د دوی ژوند ته کوم خطر نشته . خو د جګړو په دوام سره هغوی که آزاد هم شي ، دوی ته او د هغوی کورنیو ته خطر شته .
طالبان باید اوس د ټول افغانستان د خلکو د ژوند د نجات لپاره فکر وکړی ، نه د 4 – 5 زرو بندی طالبانو لپاره.
له خپل ورور سره سوله افتخار دی اما جګړه کول شرمساري او د پردیو لپاره خوشحال ده ،
په طالبانو کې حتما دور اندېشه او هوښیار خلک شته ، د ملا عباس پرځای دې خپل پوه او زړه سواندې استازي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره وټاکي او د پاکستان اونورو هېوادونو د مقاماتو د مشورو پرځای دې له خپلو افغانانو ورونو سره کښیني ، یو قوي ، پراخ بنسټه ، سوکاله او آباد افغانستان دې جوړ کړي . په سوله کې ټولو خواوو ته عزت ، افتخار او ویاړ شته .
که تا ویل چې زه یم او ما ویل چې زه یم ، نه به ته یې او نه به زه .
که ما ویل چې ته یې او تا ویل چې ته یې ، هم به زه یم هم به ته .
ومن الله توفیق
حیات: طالبان اورکم نه بلکي اوربند غواړي،خو ای ايس ای اجازه نه ورکوي
د کندهار د تخت پل ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې غونډي پر مهال د دايمي اوربند غوښتنه وکړل
د غونډي پرمهال ويناوالو د جمهوري نظام او افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل،چي د سولي لاسليک سوي تړون دي په پوره توګه عملي کړی.
هغوی غوښتنه کول،چي اورکم اونۍ دي دوام وکړي او په دايمي اوربند دي واوړي.
کندهار والي حیات الله حیات د ولسونو یوې پراخي غونډي ته په وینا کي وويل،چي وسله وال طالبان اورکم نه بلکي دایمي اوربند غواړي،خو د پاکستان استخباراتي ډلي د فشار له امله تاوتریخوالی کوي.
هغه له خلګو وغوښتل،چي د حکومت سره مرسته وکړي،تر څو وسله وال طالبان او د هغوی مشران د پاکستان له استخباراتي منګولو وژغوري.
د غونډي پر مهال ویناوالو د افغان وژني د ختمیدو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند او تل پاتي سولي غوښتنه وکړه.
ولسي مشرانو او دیني عالمانو وويل هر هغه څوک ،چي د سولي مخالفت کوي او نه غواړي په هيواد کي له کلونو روانه جګړه ختمه سي،نو دوی به يې په وړاندي ودريږي.
باید وویل سي چي تېره ورځ هم د ډنډ ولسوالۍ سلګونو اوسیدونکو هم د یوې لویي غونډې پر مهال د جمهوري نظام او افغان ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او تر څنک یې د دایمي اوربند او بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه کوله، تر څو روانه افغان وژنه ودرېږي.
https://tatobaynews.com/archives/102838