پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې ولسمشر غني به د پاکستان له صدراعظم سره د همکاریو یو شمېر هوکړې لاسلیک کړي.

افغان ولسمشر به د اسلام اباد فکري مرکز غونډې ته نن وینا هم وکړي او ماښامنۍ به د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره د هغه په کور کې وکړي.

د ولسمشر د ملاقاتونو په سکیجول کې د پاکستان د خارجه وزیر، پوځ مشر، د پنجاب د اعلی وزیر، عمران خان او د پاکستان د ولسمشر نومونه راغلي دي.

دغه راز ویل کېږي چې ولسمشرغني به سبا ته لاهور ته ځي، د پنجاب له اعلی وزیر سره تر کتنې وروسته به د لاهور شاهي تاریخي جومات کې د جمعې لمونځ کوي او سفر به یې په همدې ځای پای ته رسېږي.

  نن پاکستان ته له لوړ پوړي دولتي پلاوي سره د ولسمشر غني هرکلي ته د پاکستان د سوداګرۍ وزیر عبدالرزاق داوود استول شوی.

د دې تر څنګ افغان سفیر عاطف مشعل اود پاکستان د خارجه وزارت یو شمېر چارواکي هم د ولسمشر هرکلي ته تر هوايي ډګره راغلي وو.

One thought on “غني له پاکستان سره د همکاریو هوکړې لاسلیکوي”
  1. بهار از زمستانش ّیدا است!!!!!!!!!!!!!!!!!!ا
    یعنی د غنی سفر یو تجارتی سفر دی چی سیال د تجارت وزیر دی!!!!!!!!!!!!!!!!ا
    د ّاکستان سره مئی او ژوندی بندول ّه کار دی!ا د دو له ملایِ نه توبه وباسی!ا او ناموس مو خوندِ کړئ.

ځواب ورکول Babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *