تاند نیوزډیسک: ولسمسر غني امر کړی چې مالیې وزارت دې د سږ کال په بودجه کې د سرطان د تشخیص مرکز جوړولو لپاره بودیجه بېله او د دغه مرکز لپاره دې د طبي ماشینونو د برابرولو په برخه کې واضح ارزونه وکړي.
محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سرطان پر ضد د مجادلې ملي سمپوزیم ته وینا کې وویل، کله چې د سرطان کلمه اورو، خپله هیله له لاسه ورکوو، نو باید دغه خنډ له منځه یوسو او پر دې پوه شو چې سرطان شته، زمونږ ژوند ګواښي او د مجادلې لپاره یې باید اساسي اقدامات وکړو.
ولسمشر زیاته کړه، د نهیلۍ پر ځای باید د سرطان پر ضد مجادلې برخه کې واضح او مشخص اقدامات وشي.
غني دغخ راز د سرطان پر ضد د مبارزې برخه کې ګډ اقدامات اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل، درې کاله مخکې د سرطان د ناروغۍ ارقام مشخص نه وو، خو نن د لومړۍ مېرمنې د دفتر، د افغانستان د طبي عالي شورا او له سرطان سره د مبارزې بنسټونو د هڅو له برکته په دې برخه کې د عامه پوهاوي له نظره ښه کارونه شوي دي.
ولسمشر غني دغه راز ویلي، له سرطان سره مبارزه لګښت غواړي، اړتیا ده چې د تشخیص او درملنې د مرکزونو ترمنځ تفکیک وشي او د سرطان د ناروغۍ ډول ته په کتو اقدام وشي.
همدا رنګه یې د مالیې وزارت ته امر وکړ چې سږ کال بودجه کې دې د سرطان د تشخیص مرکز ځای کړي او د ایکسرې او نورو ټولو طبي ماشینونو د برابرولو په برخه کې دې واضح ارزونه وکړي.
ښاغلي غني پر ډیجیټلي تشخیص هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې ټول روغتونونه او کلنیکونه سره وصل وي، د روغتیایي توریزم مخه ونیول شي او په دې برخه کې واضح اقدامات ترسره شي.

One thought on “غني مالیې وزارت ته: د سرطان د تشخیص مرکز ته بودیجه بېله کړئ”
  1. زمری یی غنی باباه د زرو په قدر زرګر پوهیږی والله که دی بیا څوک پیدا کړی موږ خو کبر نه در باندی کوو. ځکه یو پلا د افغانستان بعضی شومو او خر څ شوو خلکو په سردار داود خان شهید کبر وکړ تر اوسه مو پښه پر ځمکه نده لګیدلی. خدا دی ژوندی او سر لوړی لره

ځواب ورکول الکوزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *