د ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي تر نامه لاندې دحکومت د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته په فیسبوک پاڼو او نورو انټرنیټي پاڼو کې پرډاکتر اشرف غني احمدزي ددغه هوکړه لیک د لاسلیک له امله سختې نیوکې وشوې ، چا یو څه لیکلي او چا بل څه ، په دغو کسانو کې ډېرې مخکښ لیکوالان هم دي او په ګڼ شمېر کې هغه کسان هم تر سترګو شول ، چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د بریا لپاره یې کار کاوه .

له دغو اکثرو لیکنو سړی دې پایلې ته رسي ، چې په افغانستان کې د نورو کارونو ترڅنګ د افغانانو د سیاسي ذکاوت لوړوالي ته هم باید کار شوی وی . که موږ دا نیوکه کوو چې د نړۍ دویم مفکر باید داسې سیاسي معامله نه وه کړې ، نو ترڅنګ یې باید په دې هم فکر وکړو چې ولې دغه ډول سیاسي معامله وشوه .

کله چې انتخابات دویم پړاو ته لاړل ولیدل شول ، چې پخواني اکثره جنګي قوماندانان او د افغانستان دکورنیو جګړو تجربه کاران یوې خواته شول ، د ټولو په سر کې پخوانۍ هوا ګانې چلېدې ، لا دویم پړاو ټاکنې نه وې ترسره شوې ، چې دوی د بېلابېلو ادارو لپاره په تشکیلاتو کار پیل کړی و ، زیاتره هغه چې یاهم د مجاهدینو په دور کې او یا هم په موقته اداره کې په کومو چوکیو پاتې شوي وو ، د همغو چوکیو لپاره یې خیالي تشکیلات برابرول ، په امکاناتو پسې یې د حساب ماشینونه را واخستل . ولس چې دا حالت ولید خپل راتلونکی یې د کړنګ په سر ولید ، هغو کسانو چې د کورنیو جګړو او د جنګس��لارانو د واکمنۍ پرمهال یې په افغانستان کې شپې کړې وې ، هماغه وخت ورته سترګو ته ودرېد . په راتلونکي کې له کړاوه د خلاصون یوازینۍ لار یې د ډاکتر اشرف غني بریا بلله ، ولس دا مېړانه هم وکړه ، د زورواکو او ټوپکوالو د ټوپکو پروا یې ونه کړه خپله رایه یې وکاروله . خو څنګه چې رایه اچونه پای ته ورسېده ، ډاکتره عبدالله عبدالله حس کړه چې ولس رایه ورنه کړه ، نو دواره ده او ټیم یې له ټاکنو سره بایکاټ اعلان کړ . دلته بیا ولس له نهیلۍ سره مخ شو ، خبره دې ته هم را ورسېده چې عبدالله عبدالله د خپل موازي حکومت د اعلان ګواښ هم وکړ ، د شمال ټلوالې لنډغر ګوته په ماشه شول او لکه د وږو لېوانو یې دافغانانو وینو ته غاښونه وچیچل . دافغانستان د تجزیې وېره هم پیدا شوه ، د عبدالله عبدالله د ختیځ زون د کمپاینر حضرت علي له لورې داهم وویل شول چې ( ډاکتر عبدالله عبدالله ته یې ویلي چې دوه ویشت امن ولایتونه به موږ ونیسو او پاتې به طالبانو ته پرېږدو )

داسمه ده چې د دوی دې پټکو او دړکو به هغومره زور نه لرلو لکه څنګه چې دوی وایه ، خو خبره د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو وه . څه فکر کوئ که دوی ډز کړی وای ، د تحول او تداوم ټیم ملاتړي به ورته لاس تر زنې ناست وای ، هیڅکله هم نه ، که دوی ډز کړی وای ، له داسې عکس العمل سره به مخ شوي وای چې تر ابده به نیست او نابود شوی وای ، خو افغانان به یوځل بیا نامعلومه موده د ویر پر ټغر ناست وای او د افغانستان دوه ګاونډیان ایران او پاکستان چې په افغانستان کې دهمداسې حالت تږي دي ، د خوشالۍ جشنونه به یې نیول.

ددې هرڅه سره سره د عبدالله عبدالله او ورسره ټیم پالیسۍ دافغانستان اقتصاد له خاورو سره خاورې کړ ، په ملیاردونو ډالره زیان یې واړاوه ، له افغانستانه یې پانګه وال تېښتې ته اړه کړل ، سوداګري له سقوط سره مخامخ شوه ، دولتي عواید د صفر خواته په راتلو شول ، په داسې حال کې چې افغانستان نړۍ والو مرستو ته اړتیا لري ، له افغانستانه د نړۍ والو دمخ اوښتو وېره راپیدا شوه ، افغانستان نړۍ وال اعتبار له لاسه ورکولو ته نږدې شو . د عامو افغانانو ژوند دومره خراب شو چې که به دې ټاکنې ورته یادې کړې ، حتی کنځلې یې درته کولې ، له هرچا سره به دې چې کومه معامله کوله ، همداخبره به یې درته کوله ، چې ته ودرې چې دا وطن روغ پاتې کېږي او که نه ؟

بله خبره دا چې اشرف غني احمدزي په خپلو ټولو وروستیو بیانونو کې ویلي چې دی پرېږدئ چې سیاست وکړي ، ځکه چې موږ په جنګونو کې ګټلې ، خو په سیاست کې مو بایللې ده ، داځل به سیاست ګټي . له ولس سره کړې ژمنې به عملي کوم .

نن اشرف غني ولس له نامعلوم برخليکه وژغوره ، په ولس کې ایله د ارام ساه وچلېده ، د بد نیتو ګاونډیانو ایران او پاکستان زړونه وچاودېدل .

اشرف غني په خپل سیاست کې بریالی شو ، د ولسمشرۍ هغه نوماند او ورسره ډله یې چې خیالي پاچاهیانې یې ډنګولې ، بالاخره یې په خپل فرمان مامورین او دا یې ورته وښوده چې دی د افغانستان ولسمشر دی . که معامله کې هرڅه وي ، څومره واک او څه ډول واک ، خو دا هم باید له پامه ونه غورځوو چې جمهور ريیس خو اشرف غني شو او پاتې ټول هغه یې مامورین .

تاسې ته به د اشرف غني احمدزي هغه خبره یاده وي ، چې ۱۳۹۳کال د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې یې د ملي راډیو تلوېزیون او ازادۍ راډیو په ګډې مناظرې کې د ولسمشرۍ نوماند هدایت امین ارسلاء ددې نیوکې په ځواب کې وکړه ( ارسلاء نیوکه وکړه چې اشرف غني له ځان سره دوستم غوندې سړی لومړی معاون کړی. اشرف غني ورته وویل : ارسلاء صیب په بله نړۍ کې ژوند کوي .)

که د اشرف غني احمدزي په لیاقت ، وړتیا ، علمیت او فکر باورمند یاست او په همدې خاطر مو ورته کار کړی او رایه مو ورکړې ، نو اوس درته په کار ده چې پر اشرف غني د نیوکو او دده د ورستۍ پرېکړې د غندلو پرځای د ده د برنامو عملي کولو لپاره مټې را ونغاړئ ، هغه چې د ولسمشر اشرف غني مخالف دي ، پر هغو هم کار وکړئ او د خپل کاروان ملګري یې کړئ ، په دې کار سره به په راتلونکي کې خپلې فکري رایې تر دې هم زیاتې کړئ . هغه څوک چې د ډاکتر اشرف غني د برنامو د تخریب لپاره کار کوي ، مخه یې ونیسئ ، په یاد ولرئ چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د لارویانو ترمنځ نفاق ، د اشرف غني د کمزوري کېدو لامل ګرځي . اشرف غني احمدزی ستاسې په ملاتړ او کار قوي کېدی شي ، همت له لاسه مه ورکوئ ، ګټلې مو وه او و مو ګټله ، اشرف غني غندئ مه ، تقویه یې کړئ .

One thought on “غني مه غندئ ، غني تقویه کړئ!/ شکرالله پاڅون”
  1. پاڅون صاحب ستاسودليکنی څخه يو جهان مننه ، زه که يوه پوښتنه دځان څخه شروع تر هغو دوستانو چي پرون مو غنی ته رايه ورکړی ده اونن مو شروع کړی چي غنی دملی حکومت په جوړولو اشتباه وکړه اوغندويي ولی؟ دځان څخه مو پوښتنه ونکړه چي بيدون درايي مو څه وکړه او څه بايد وکړو، ورونو تاسی رايي دغنی هغی ستری برنامي ته ورکړی چي د هغی عملی کول په ټولو پوری اړه لری او دهغی په تطبيق او عملی کولوکی ورسره پوره ونډه واخلو غنی ديو ه پوه لارښود په صفت دبرنامو په سرکی دی تطبيق کونکی موږيو.موږبايد په صداقت سره دده تيوريکی لاری ته عملی جامی ورواغوندو. دغنی دبرنامو دتطبيق په لور

  2. پاڅون صاحب زه درسره سل په سلو کی موافق یم.
    په غندلو سره هیڅ لاسته نه راوړو . مونږ باید له تعقل نه کارواخلو او د ښاغلی ولسمشر مجبوریتونه مونږ ټولو ته معلوم دی هغه له هوسه دغه د زهرو ډک جام نه دی غوړپ کړی. هغه کورنی او بین المللی فشارونه ټولو ته معلوم دی. ښاغلی ولسمشر په ټول قوت سره زمونږ له رایو دفاع وکړه اودادی نن یی پورنی رقیب هم تر خپل څنګ کیناست او دوی به يوځای د ګران هیواد د آبادی لپاره کار کوی. څومره به ښه وو چی طالبانو هم له دی فرصت نه ګټه اخیستی وای او د هیواد د ورانی او وژنی پرځایی یی د خپل ګران هیواد په جوړولو کی برخه اخیستی وای.
    زما په نظر اوس ددی وخت راغلی چی ټول هیواد وال سره یو شو او هغه پخوانی تربګنۍ ، خوابدۍ، د پردیو له خوا په مختلفو ډلو ، حزبونو او… ویشنی پای ته ورسوو او د خپل ملی مشر په شاوخوا را ټول شو او يوځای د تمدن کاروان مخ ته بوځو

  3. ستاسو له ډيرو معلوماتو نه مننه. امريکايان يو متل لري” چې نوي تخنيکونه زاړه سپي ته نه زده کيږي” سپيتوب د ګل مرجان په سرشت کې دي. که مو په ياد وي دوی د خداي په کور کې هم قسم وخوړه خو له يوۍ هفتې وروسته د تولو له ياده ولاړ. دا ګروپ د انسان اولاده نه دي او نه يي غني په لار راوستلی شي. دوي په شعوري دول د افغانستان دشمنان دي. له خوبه راپاڅيږي سهار شو. زه په خپله له ځانه هم د غني صاحب په دفاع کې تير يم خو دده کارونه قسم دی که نتيجه ورکړي. زه دا د پليد زامن ښه پيږنم

  4. د غني پوهه او د افغانانو ملاتړ، شمالي ټلواله له خپل دریځ څخه اړولای شي. که تشې پلمې جوړوو او غني په تشو پلمو یوازې پرېږدو، دا به د ټولو افغانانو او په تېره هغو چې ورته یې رایې ورکړي او منډه یې ورسره کړې، ډېره ستره تېروتنه وي

ځواب ورکول Fahim jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *