تاند: ولسمشر غني دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې کوم شرکتونه د نظامي وسایل او وسایط سم نه ترمیموي، قراردادونه دې ورسره لغوه اعلان کړي.
ولسمشر غني دا خبره نن جمعه زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې امنیتي ناستې ته کړې او د زابل امنیتي چارواکو ته یې هم ویلي چې د ولسوالیو د امنیه قومندانیو په اړه دې پلټنې وکړي او هغه کسان دې له دندو بدل کړي چې کلونه کلونه یې یوه ولسوالۍ کې د قومندان په توګه تېر کړي وي.
ولسمشر دغه راز له امنیتي مسوولانو څخه غوښتي دي د نظامي امکاناتو، تجهیزاتو او مهماتو د ضایع کېدو مخه دې ونیسي.
ولسمشر دغه راز زابل کې میشتو افغان ځواکونو ته دا امر هم کړی چې د کابل کندهار د لارې امنیت ساتلو ته دې جدي پام وکړي تر څو انتقالات او اکمالات له ستونزو سره مخ نه شي.

One thought on “غني: هغوی چې سم نظامي ترمیمات نه کوي، قراردادونه یې لغوه کړئ”

ځواب ورکول RAZ MOHAMMED ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *