مجید قرار

ډېر ځوان ملګري به له ځان سره همدا وایي چې ډاکټراشرف غني احمدزی هر هر ځای یادېږي، دا به څنګه سړی وي.

ما له غني سره دری ورځې کار وکړ. غواړم خپله محدوده تجربه درسره شریکه کړم. پر لومړۍ ورځ چې د غني دفتر ته لاړم، یو کس راسره ناست و. ما وېل ملګریه له کاره دې ونه باسم. وېلې هیله کوم، خو موږ ته ډاکټر صاحب ویلي چې هیڅکله به مېلمه یواځې نه پرېږدئ.

کله چې زما د ملاقات وخت شو، هغه کس پاڅېده چې ډاکټرغني ته زما ملاقات ور یاد کړي. ما ورته وویل چې وروره، خیر دی، زما بېړه نده. ډاکټر صاحب به خپله را ووځي.

کس را ته وویل: “وروره، ډاکټر صاحب لارښوونه کړې چې زه له ولسمشر سره هم ناست یم، او د بل سړي د ملاقات وخت را ورسېږي، ورڅخه را ولاړوئ به مې. زما دا نه خوښېږي چې خلک دې را ته انتظار وي، او زه دې لکه … په …. کې ناست یم.”

مازدیګر د ډاکټر غني تلوېزوني پیغامونه ثبتېدل. د هغه د حوصلې د امتحان، او ضمناً، د هغه د غږ او تصویر د تصحیح لپاره مې یو یو پیغام څو څو وارې پرې تېر کړ.

یو وارې یې هم وچولی تریو نه کړ. بیا نورو ملګرو را ته وویل چې په غني انتقاد وکړې، دومره خوشالېږي، لکه ډالۍ چې ورکړې.

زه د هغه خطرناکې حافظې ته ریښتیا حیران شم. پیغامونه د ویب سایټ لپاره ثبتېدل. یو پیغام یې تقریبا نیمه پاڼه خبرې وې. هغه په دریو ژبو کې، هماغه خبرې، په هماغه ترتیب، په هماغومره وخت کې، څو څو ځله له ذهنه تکرار کړې. تا به فکر کاوو چې ټول متن یې په یاد کړی و. په دې عمر، داسې حافظه ریښتیا حیرانوونکې وه.

غني ځان ته پیاله په خپله را اخلي، او ډکوي. د مېلمه پیاله ور ډکوي. په دفتر  کې یې د آمر او مامور توپیر نه کېږي. خپلو شاوخوا وګړیو ته ټولو ته درانه القاب کاروي. چا ته پاچا وایي، چا ته لالا وایي، چا ته کاکا وایي.

غني خپل اصول لري. د اصولو په بیانولو کې له هیچا شرم او د هیچا مراعات نه کوي.  که سم وي، که ناسم وي، خو د غني له رویې د یوه ملګري برداشت دا دی چې له غني سره څومره جدي کېږې، هغومره دې ډېر درناوی کوي، او چې څومره ورته ښکته پورته کېږې، درڅخه په عذابېږي. دا خبره ما ته هغه وخت په اثبات ورسېده چې زموږ یو اصولي، ملنګ او هیڅ کاره ملګری یې له مجلسه پاڅېده. و ووت، بیا ډاکټر غني په خپله په هغه پسې زنګ وهلی و. په همدې ورځ، زه شاهد یم، غني د دریو څلورو ډېرو مشهورو څېرو د ملاقات غوښتنې رد کړې، او دلیل یې همدا ووایه چې له دې خلکو سره بیا وروسته اصول نشي مراعاتېدای.

غني له درده غږېږي. په ډېرو خاصو مجلسونو کې هم د چا بد نه وایي. کله چې د هېواد د قومونو په اړه غږېږي، داسې تبصره کوي، لکه سړی چې د خپلې کورنۍ پر غړیو غږېږي.

غني چې کله له ټولو کارونو خلاص شي، نو یو کس ورته کښېنوي، او ورته وایي چې لیکه… غني یې وایي، او کس یې لیکي.

دا کار یوه ورځ ما هم وکړ. تاسې باور وکړئ. هغه څه چې ده په خوله را ته وویل، او ما ولیکل، زما تر بهترینو لیکنو پاخه او د الفاظو او معنا له لحاظه غښتلي ول.

وروسته ملګرو را ته وویل چې د هغه خبرې د هغه کتابونه دي. هغه چې څه وایي، کټ مټ داسې اېسي، لکه له یوه ډېر ژور علمي کتابه چې لوستل کوي.

د هغه د دفتر یو عادي کارمند دی. هغه وایي، زما ماشومان چې راشي، نو د ډاکټر غني پر اوږده ور کښېني. غني هیڅ ډول حرج نه محسوسوي، او دا یې بهترینه تفریح ده.

غني د فاریاب پر پېښه د غمرازۍ پيغام ثبتاوه. په ګڼه ګوڼه کې ور تر څنګ شوم. د دې لپاره چې د مطبوعاتي همکار په توګه، مهم ټکي ور په یادکړم، په منډه کې مې ورته وویل: بس دریو ټکیو ته اشاره وکړه. یو دا چې په خواشېنۍ سره مې خبر ترلاسه کړ…. دوهمه دا چې ټولو غمجنو کورنیو ته تعزیت او تسلیت وایم، او درېیمه دا چې د دین او وطن د دښمنانو دا کړنې زموږ او زموږ د ولس عزم او اراده نشي بدلولای. دری واړه یې ټکي په ټکي وکړې. ریښتیا تعجب شوم. زما لپاره، په هغسې ګڼه ګوڼه، او بېړني حالت کې دومره چټکه خبره اخیستل، غیر عادي کار و.

غني چې کله نیمه دقیقه هم ناوخته شي نو په عاجزۍ بښنه غواړي.

زه دې ته حیران وم چې آیا دا عاجزه غني هماغه غني دی چې هر ځای یې په کار کې د جدیت، قاطعیت، او اصول پالنې خبره کېږي؟
آیا دا هماغه کس دی چې له سړي خوړو قلدرانو یې ګمرکات را وترړول، او مرکزي یې کړل؟ آیا دا هماغه سړی دی چې د دفاع وزارت په نامه یې د اوباشانو خپل شخصي تشکیلات چلینج کړل، اعاشه یې پرې بنده او مخه یې ورته ډب کړه؟

 آیا دا هماغه کس دی چې په یواځې ځان لښکر شو. نه یې ګوند و، نه لکه د ولسمشر کرزي، په الوتکه کې راوستل شو. نه یې پیسې ولګولې، نه یې چا ته زارۍ وکړې. نه یې کمپاین وکړ. هماغه چې په اړه یې وایي:

                                         یو وې، خو د زړونو په هندارو کې  ***  سم لکه لښکر هومره ښکاره شولې

23 thoughts on “غني څنګه سړی دی؟ – مجید قرار”
  1. قرار صیب!
    په قلم او پېرزوینه دې رحمت شه چې دومره ښکلي معلومات دې مونږ سره د ډاکټر اشرف غني په هکله شريک کړل.
    ستاسودنورو ښايسته ليکنو په هيله.

  2. الله ج دی ده ته نوره حو صله او د دین او وطن د خد مت کولو تو فیق ور کړی تر څو زمو نږ ګران هیواد د دی حر فوی غلو دا کوانو او مفسید ینو څخه خلاص شی

  3. قرار صاحب
    څومره ښه او د زړه د اخلاصه ډکه لیکنه دي کړې ده. همدا ته یې او ستا پر ځای لیکني دي چي په اوسنۍ تیاره کښي موږته رڼا راکوي، مننه !

  4. مجید قراره وروره سلام ! زه ستاسو دا تولی خبری تایدوم ، شاباس دی پر تاسو وی چی واقعیتونه دی بیان کړی او دهیواد سره دی خپله مینه ثابته کړه ! زه غنی صاحب له نږدی نه پیژنم اما ددوی هغه کرونه چی تاسو پورته یاد کړیدی ، زه یی د مطبوعاتو له لاری اوریدونکی شاهد یم او په پای کی چی دغلو دپاره یی د دفاع وزارت ته داصلی تشکیل په نامه نه بلکه غوشتل دموجود پرسونل امتیازات قانونی شکل سره اجراکړی ، ولی همدغه کزی او قسیم فهیم غل غنی یی له مالیی وزارت نه لیری کړ، دا می داسی پیاد دی چی تر اوسه می په دیرو ځایونو کی ورباندی تبصری هم کړیدی اوغنی ته شاباسئ وایم ، که څوک ځانته هیوادپال وایی باید دا موضوع هیر نکړی. داهم درته وایم زه دغنی څخه دیره لویه ګلایه هم لرم او هغه د داکتر نجیب سره دده ناځوانی ده او نور به که خدای وخت یی مساعد کړ له نږدی سره خبری کوم ځکه اوس یی وخت تیر دی او که څوک دهیواد ښیګنی غواړی ، دموجوده وخت نه په ګته اخیستو د هیواد په ګته استفاده وشی، ځکه زه هم دوی ته او ددوی بریالتوب ته خوښ او هیله مند یم ، پدی چی زه دوی دیو هیوادپال شخصیت په حیث ګنم او ددې نورو سره اصلاً د پرتله کیدو ندی او خدای مکړه دا نور هریو میدان وګتی ، افغانستان به نور هم دتباهی څندې ته ور تیل وهی ، چی خدای زمونږ پر هیواد ورحمیږی او که خدای کول غنی برایالی شی تمه مو دیره ده! انشاء الله

  5. ښاغلی قرار صیب تاسو ته یادونه وکړم چی زه د یوه عام وګړی په توګه د ډاکټر غنی په شخصیت او علمیت کی هیځ
    شک نلرم د ټولو کاندیدانو په منځ کی یی غوره بولم دا منم چی پلان لری ښه استعداد لری ښه وینا کوی ښه اخلاق لری ښه برخورد کوی – خو دا ټوله یی پر یوی خوا د جنګی مجرم دوستم سره د ده یو ځای کیدل په هیځه توګه نه سم منلی – د ټولو نورو کاندیدانو ځخه ګیله په دی نکوم ولی چی هغوی نه علمی شخصیتونه دی نه وګړیز او ډاکټر صیب د هیچا سره پرتله کوم هم نه – ډاکټر صیب تر ټولو غوره دی خو دا به منو چی کله هم موږ د ډیموکراټیکو حکومتونه خبری کوو هغه د یوه ټیم په کچه پرتله کیږی نه د یوه شخص ښه مثالی د کرزی اداره ده دی خپله به شاید (زه مطمعینه نه یم) په فساد ککړ نه وی خو د اداری فسادی آسمان ته پورته سوی زما ویره هم د همدی ځای ده کله چی ډاکټر غنی د دوستم او خلیلی (دانش د خلیلی د ډلی کس دی ) سره یو ځای کیږی حتما د دوی ټر منځ د یوځای کیدو دمخه خبری سوی او جوړجاړی د ځوکیو پر سر یا د ځوکیو
    او قدرت پر ویش سوی – زما په آند دا ډیره خطرناکه خبره ده او دا به نه د ملت نه هم د ډاکټر صیب د شخصیت په ګټه وی
    ماته خو دا یوځای کیدنه هیځ توجیع کیدای نسی کله چی د ډاکټر صیب سره مخامخ سوی نو دا یوه پوښتنه خو وکړه چی دی هغه خوستیانو کابلیانو او کندهاریانو ته ځه ځواب ورکوی چی خپل ګلالی ماشومان ځوانان او سپینږری یی د دوستم د قدرت د ګټولو جګړی په ترځ کی بایلیلی – په کمه خوله ډاکټر صیب وایی چی دوستم یو واقعی او مسلکی جنرال دی او دی د وخت او حوادثو زیږنده ندی – ولی د خلکو سترګو ته خاوری ور اچوی او د یوه جنګی مجرم او قاتل اړخ نیسی او په خپل ویبسایټ کی د ګیلم جم ملیشو ته د جوزجانی ملیشو نوم ورکوی – ولی د ده په معرفی کی د ده د خلک وژنی یادونه نه کوی او بیا تاسو وایاست چی ډاکټر صیب بیره نلری او سپینه خبره کوی –

    زه او زما دوستان خو ډیر خوشحاله ووچی یو کس خو لرو چی رایه ورکو خو داسی ښکاری چی ده زموږ نه هغه چانس واخیستی نو موږ اوس هیځ د خوښی کاندید نلرو او هیچا ته رایه نه ورکوو –

    په مینه
    برلاس

  6. قرار صاحب سلامونه ! خدای دي روغ او خوشحاله لره ، لومړی دا چي دا دومره وخت ته چيري وې ما فکر کاوه چي خدای مه کړه ، کوم چا زورولي او یا يې اخطاریه درکړې ده اویا هم له چا په دغه انتخاباتي هلو ځلو کي خوابدي سوي يې چي لیکني دي پرې ایښي دي خو په هر صورت ښه ده چي بیا دي د لیکني په واسطه موږ خوشحاله کړو ، خو که هر څه وي موږ ته وطن او دا کړیدلي اولس له هر څه نه پورته دي تا دي خدای ژوندی او خوشحاله لري .

  7. برلاس صاحب ته سلامونه، ګرانه وروره چی هیڅ یو ته رایه نه ورکوی دا هم ستاسو حق دی. خو د افغانستان دغه نازکو شرایطو ته په کتو بیا هم د وخت دا غوښتنه ده چی باید موږ خپلی رایی وکارو او که نتجه یی په مکمل ډول مثبته هم نه وی ولی په نصبی ډول
    .ګټه ضرور ترینه په لاس راتللای شی
    دا منو چی دوستم د افغانستان په تاریخ کی یوه بدنامه څیره ده او ښه تاریخ نه لری خو هغه مطل به مو اوریدلی وی چی خړ سپی د لیوه ورور دی نو ډاکټر عبدالله، ضیا مسود سیاف هم داسی څه تر ښا نه ندی پریښی چی موږ پری حساب وکړو هغوی هم ولس ځورولی او خلک یی وژلی دی ، شخصی او ملی شتمنی یی کوټ کړی دی. نو که خدای پاک مه کړی زلمی رسول ولسمشر شی دا به پدی معنی وی چی ضیا مسود چی د نظار د شورا مشر دی ټول واک به په خپل لاس کی واخلی دا ځکه چی د زلمی رسول شخصیت ډیر ضعیف دی او ضیا مسود نه شی مهار کولای، ولی برعکس که چیری ډاکټر اشرف غنی واک تر لاسه کړی د دی قابلیت لری چی دوستم تر خبل کنټرول لاندی راولی او هغه مهار کړی بله خوا زلمی رسول نه کوم پلان لری او نه یی د تدبیق کولو وړتیا لری ختا خپله کورنۍ ژبه یی نه ده یاده او ډاکټر اشرف غنی هم پلان لری او هم یی د تدبیق کولو وړتیا
    اوس چی دواړو هغه که ډاکټر اشرف غنی دی او که ډاکټر زلمی رسول جګړهماران د لومړیو مرستیلانو په صفت ټاکلی دی او لدی جګړهمارانو څخه خو دوستم بیا هم له ولس څخه بښنه وغوښته او ضیا مسود او د نظار بی شرمه ډلی خو دا کار هم ندی کړی او د ولس څخه یی د خپلو جنایتونو چی تر سره کړی دی بښنه هم نه ده غوښتی.
    نو اوس باید موږ محاصبه او مقایسه وکړیو چی چاته خپله رایه ورکړو؟
    ډاکټر اشرف غنی ته؟ او که ډاکټر زلمی رسول ته؟

  8. مننه قراره چې د ځینو منفورو کسانو ذهن ته دې لږ ترلږه د غني په اړه د درياب نه دڅاکي په څير خبرې وکړې.ليکنه دې ښه او په زړه ناسې ده .

  9. حرنګه چه دملت بابا لقب می در کړی اولین کار دتغیر او تحول به دا وی چه دغه بی کفایته او رسوا والیان بدل کړی کنه نور مشکل به درته پیدا چه بیا به ی تداوی مشکله وی حتما به دغ بی وجدانه کفیف والیان بد لوی.

  10. زه بلکل درسره موافق یم قرار صاحب. زما هم نږدی شپږ میاشتي وړاندي مې په یوه واړه بحث کې ولید او خبري مې یې واوریدلي، نو ډېر تري متاثره شوم او باور لرم چې یو ښه مشر او رهبر دی او په افغانستان په ښه توګه رهبري کولای شي.

  11. قرارصاحب ! ډیره مننه بعضې ورونو د جنرال دوستم په یوځای والي خواشیني خودلې دوي کولای شي په همدغه تاند کې د دې په اړه د شپون صاحب لیکنه وګوري چې د وخت څومره تقاضا ده چې جنرال دوستم دې له غني سره وي

  12. په سلامونو مولمانځم، قرار صیب دزماپه زړه پوری حقیقت دبیان کړی دی اوپه داسی کلموکښی دډاکترصاحب تعریف کړی چی وړتیایی لری ،ډیردبدبختی خبره ده چی زمونږډیرافغان وګړی بدون دتحقیقاتواوپيژندګلوی په ډیرنازک وخت کښی بی اساسه قضاوت کوی له ټولومحترمواودرنوافغانانوڅخه هیله کوم چی خپله رایه وکاروی اوداطلایی موقع له لاس نه ورنه کړی .په احترام

  13. په ریښتیا هم چې ډیره په زړه پوري لیکنه ده قرارصیب، ډاکټرصیب غنی زمونږپه دوره کی دکابل پوهنتون ریس شو، هغه په کابل پوهنتون کی زیات مثبت بدلونونه راوستل، په اونۍ که به یی یو ځل له هرې پوهنځۍ سره جلسه درلوده، دمحصلینوغوښتنې نیوکې ستونزی به یې په ډیرې حوصلې سره اوریدلې، دپوهنتون لپاره یې زیاتې هلی ځلی وکړي اداری سیستم یی تریوه حده جوړکړ، خارجي مرستي یی راجلب کړې، اوتردی پوریچی دپوهنتون په ساحه کې به خپله ګرځیده او خځلې اوخاشاک به یی په کثافت داني کې اچول، چی دی کاریی په محصلیون کی داسې یواحساس راژوندې کړچې په کم وخت کې زمونږ دپوهنتون چاپریال ډیرپاک اواکثره کسانو دچاپریال ساتنې اصول له ډاکټرغنې څه زده کړل.

  14. ډاکټر اشرف غني احمدزی زموږ وياړ او زموږ ملي – علمي هستي ده.

    سيدحسين پاچا26.03.2014 09:36

    پوهه يوه الهي پيرزوينه ده
    يرفع الله الذين امنوا منکم اوتو العلم درجات والله بما تعملون خبير
    نرفع درجات من نشاء وفوق کل ذی علم عليم

    ډاکټر اشرف غني احمدزی زموږ وياړ او زموږ ملي – علمي هستي ده.
    له نړيوالې ټولنې سره د ښو اړيکو، له مکارو گاونډيو نه د هر اړخيز مصوونيت د خلاصون لپاره او د يو ښه ممثل و با ثباته حکومت لپاره يو باايمانه، پوه، امين او ملي گټو ته يو قاطع و ژمن مشرتابه ته اړتيا ده
    موږ به ورته د خيروبرکت دوعا کوو

    عمر بن الخطاب (رضی الله تعالی عنه) :
    ليس العاقل من عرف الخير من الشر .. وإنما من عرف خير الشرين
    د اسلام دويم ستر راشده خليفه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وايی چې پوه يا هوښيار (زيرک) دېته نه وايی چې ښه و بد سره پېژني ځکه چې ښه وبد خو هر څوک پېژني، بلکې پوه يا هوښيار (زيرک) هغه دی چې د دوو شرونو/بدو ترمينځ يو هغه چې لږ يا ښه وي انتخاب کړي. لږ خطر به اخلې، خو زيات نه.

    ابن تيميه (رحمه الله) :
    إن الله يقيم الدولة العادلة وإن كانت كافرة ولا يقيم الدولة الظالمة وإن كانت مسلمة
    إن الله قد ينصر الدولة الكافرة -بعدلها- على الدولة المسلمة بما يقع فيها من مظالم
    ابن تيميه رحمه الله وايی چې :
    بېشکه چې الله تعالی کفري (غيراسلامي) عادل دولت (حکومت) پايي او ظالم دولت (حکومت) نه پاپی ولو که اسلامي وي.
    بېشکه چې الله تعالی له کافر (غيراسلامي) دولت يا حکومت سره د اسلامي دولت يا حکومت په مقابل کې چې ظالم وي د هغه د عدالت په پار مرسته کوي، خو الله تعالی د خپل مخلوق ترمينځ ظلم وناروا نه خوښوي.

    مولوي سميع الحق :
    د رايې ورکړه شهادت (گواهي) ورکول دي

    شيخ صالح بن حميد :
    د مسلمانانو په هېواد کې د وينې بهېدا روا نه ده
    شيخ صالح بن حميد د پاکستاني طالبانو تحريک ته په يوه ځانګړي پيغام کې ويلي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

    مولانا سميع الحق سعودي عربستان ته په تازه سفر کې د کعبې له امام سره کتلي او شيخ صالح بن حميد ته يې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو په اړه معلومات وړاندې کړي دي

    د کعبې امام تر دې پخوا ځانمرگي بريدونه د مسلمانانو لپاره حرام بللي وو، خو طالبانو د ده فتوا ونه منله

    دا چې د ټاکنو شپې و ورځې په خير سره په رانژدې کېدو دي او د ټاکنو هلې ځلې هم روانې دي. نړيوال او گاونډيان هم زموږ حالات له نژدې څاري. د گډوډيو هڅې به هم کيږي، لکه څنگه چې د ځينو پېښو شاهدان هم يو، خو الله تعالی دې خير پېښ کړي چې ټاکنې په خير وسلامتيا سره ترسره شي. د حيرانتيا خبره خو دا ده چې د خپلو طالبانو د رام کولو لپاره د مکې مکرمې له مفتي نه پيغام راوړي، خو زموږ طالبان بيا د هماغه مفتي فتوی نه مني.

    طالبانو او نورو مخالفينو ته هم په کار ده چې لږ په گرېوان کې سر ښکته کړي. مولوي صاحب چې د طالبانو مربي و استاد او روحاني پلار يې هم کيږي. په خپله يوه مرکه کې يې د طالبانو په سلو کې پينځه نوي سلنه د خپلې مدرسې شاگردان يا محصول بولي د خلکو گوند په دوره کې پر خپل ولس غږ کوي چې ((د رايې ورکړه شهادت [گواهي] ورکول دي)). خلک سوله ييزو ټاکنو او د خپلې رايې کارولو ته رابولي، خو زموږ يې بيا د گډوډيو، ممانعت وگواښنې او له افراطي لارې ځواب ورکوي چې دا خپله يو ډول سرغړونه ده چې استاد و مربي يې هلته هغسې وايی، خو شاگردان يې بيا دلته دغسې کوي. اگر چې هلته هم ټاکنې د خلکو گوند او عوامي نېشنل گوند ته د سر په بيه تمامې شوې، خو ولې بيا يې هم خپله رايه وکاروله او د چا گواښ ته يې سر ټيټ نه کړ. په حقيقت کې دواړه گوندونه په لوی لاس د طالب په لاس د بل چا په لمسون وملاتړ له صحنې لېرې شول او پرځای يې نوی حکومت راغی. د پاکستان په سياست کې خو واک په حکومت کې دننه له بل حکومت سره دی.

    که دلته بهرنيان دي، خو هلته هم د خلکو ديموکراتيک گوند وو. حکومت يې د همدې بهرنيانو په خدمت کې وو، اوس هم دی او بيا به هم وي به. له موږ سره سم، بلکې لا له موږ زيات مکافات ترې هم دوی ترلاسه کړل. د سعودي شهزاده چې مخکې مياشت راغلی وو دا دی اوس له رسنيو نه روښانه شوه چې سعودي شهزاده ورته يونيم ميليارد سعودي ريال او که ډالر ورته ډالۍ کړي وو چې ښاغلي نوازشريف دا خبره رسنيو ته سپينه کړه او د خلک دېموکراتيک گوند او عوامي نېشنل گوند پرې نيوکه هم کړې وه چې د سعودي دا ډالۍ به هسې مفته نه وي، بلکې ختمي به يو څه غوښتنه لري چې بحرين ته پوځيان لېږل او له هغه ځايه بيا د سوريايي ياغيانو سره مرسته ده چې هم به يې روزي او هم به د اړتيا په صورت کې وسلې برابروي. اگر چې پاکستان ترې په ښکاره انکار کړی، خو ولې غرب په دې پوهيږي چې هلته څه روان دی؟

    الجزيرة :
    Saudi king backs Egypt’s military
    King Abdullah calls on Arabs to stand together against “attempts to destabilise” Egypt.
    It pledged $5bn in aid to Egypt after Mohamed Morsi of the Brotherhood was ousted from the presidency last month.
    http://www.aljazeera.com/news/middleeast/2013/08/201381615196784361.html

    الجزيرة :
    البرادعي سجل اعتراضه على فض الاعتصامات
    وكتب البرادعي في رسالته إلى الرئيس المصري المؤقت “أصبح من الصعب علي أن أستمر في تحمل مسؤولية قرارات لا أتفق معها وأخشى عواقبها، ولا أستطيع تحمل مسؤولية قطرة واحدة من الدماء أمام الله ثم أمام ضميري ومواطني، خاصة مع إيماني بأنه كان يمكن تجنب إراقتها”.
    http://www.aljazeera.net/news/pages/c55990f8-eb5d-4660-89bf-63b3d719b973

    محمد البرادعي مصري لوړ پوړی چارواکی د خپل ولس د وينو تويولو له مسووليته ويريږي او وايی چې د خپل ايمان، ضمير، وطنپالنې (ملي احساس) له مخې د الله تعالی په نزد د يو څاڅکي وينې تويولو مسووليت پر غاړه نه شم اخېستای.

    طالبي وياند مجاهد خو د بل پر مټ لږ پر غاړه زورور دی، ځکه خو د خلکو د وژنو مسووليت له انجام سنجونې پرته په زغرده اخلي. ښاغلي داود جنبش هم ورته تېرکال د هغه د تبصرې په ځواب کې يوه ليکنه کړې وه

    علما دا وايی چې د يو مسلمان مشر په ټاکلو کې بايد درې ټکي په نظر کې ونيول شي چې لومړی د هغې ايمانداري يا ديانت، دويم يې پوهه يا علميت او دريم يې امانتداري چي امين وخاين به نه وی. همدارنگه متعصب به نه وي. په اسلام کې قوميت وقبيله توب شته، خو تعصب نشته. دا ځکه چې په کلام کې پاک خلک شعيب عليه السلام ته وايی چې ((لولا رهطک لرجمناک)) او داسې نورې بېلگې، خو تعصب نشته. دا ځکه چې الله تعالی د حضرت يوسف عليه السلام د وروڼو کې په باره کې چې ((ونحن عصبة)). د الله تعالی دا ډول کردار او خوي نه خوښېده چې دوی په خپل ډېروالي يا ډله وياړي او حضرت يوسف عليه السلام او ورور يې له پامه نه راتلل او د پلار توجه يې ټوله ځانته غوښته. الله تعالی دوی د وخت په ورکولو سره له دې خبرې راوگرځول. د حضرت يوسف عليه السلام د پوښتنې ((هل علمتم ما فعلتم بيوسف واخيه اذ انتم جاهلون))، نو دوی په دې وخت کې هغه وپېژنده او ورته يې وويل چې ته يوسف يې؟ ((قالوا ءانک لانت يوسف)). هغه ورته وويل او ځان يې په دې وخت کې وروپېژنده چې هو زه يوسف يم او دا مې ورور دی ((قال انا يوسف وهذا اخي)) او له دې سره سم يې دوی ته د الله تعالی احسان ورپه زړه کړ ((قد من الله علينا، انه من يتق ويصبر فان الله لايضيع اجر المحسنين)). تر دې وخت پورې دوی خپل سپين گڼلو او د ملامتيا احساس يې نه کولو، خو اخر يې دا ومنله چې ((لقد اثرک الله علينا)). په پايله کې حضرت يوسف عليه السلام وبښل. بوډا پلار يې هم له کنعانه له ځانه راوړ. ټوله کورنۍ سره يوځای شوه، خوشالۍ شوۍ، او هغه خوب يې ورته ووايه چې ((انی رأيت احد عشر کوکبا والشمس والقمر رايتهم لی ساجدين)) زامنو يې له پلاره د بښنې غوښتنه وکړه ((قالوا يا ابانا استغفر لنا ذنوبنا انا کنا خاطئين)) او پلار يې هم ورسره وعده وکړه چې ((قال سوف استغفر لکم ربي انه هو الغفور الرحيم))او مصر ټول الله تعالی دوی ته وروسپاره.

    په خواشينۍ سره بايد ووايم چې موږ له داسې بېرحمو مسلمانو گاونډيو سره په چنگال کې کښېوتي يو چې له ملا نه يې نيولې تر استخباراتو پورې يې هېڅوک له موږ سره هېڅ بشري واسلامي خواخوږي نه لري. په سلو کې پينځه نوي طالبان د خپلې مدرسې محصول بولي. خپلو ته له بهره فتوی راوړي، خپلې وينې ورته روا نه ښکاري، خو زما وينې ورته بيا مباح (روا) دي او د جنت په پلمه په درجنونو طالبانو د ټاکنو د گډوډۍ په پلمه له هر لورې راليږي.

    الله تعالی دې نور په موږ کې د وطنپالنې ملي احساس راژوندی کړي او الله تعالی دې موږ د يو متحد و يو موټي افغانستان څښتنان کړي چې دا هله کېدای شي چې موږ په خپله رايه کې پورته درې ټکي په نظر کې ونيسو او يو مستحق کانديد ته خپله رايه وکاروو، ځکه چې د رايې ورکړه گواهي ده. موږ بايد خپله رايه په غلطه ونه کاروو. دا زموږ يو مکلفيت دی او بايد درست ترسره شي.

    دا چې موږ د شريعت او د اسلامي نظام دعوه کوو ايا زموږ کړه وړه څومره له شريعت او له اسلامي غوښتنو سره سمون خوري؟ د جهاد فتوی خو هر څوک ورکولی شي او ځينو ځينو ته خو د خلکو د وژنو مسووليت پر خپله غاړه اخېستل اسانه او عادي خبره ده، خو ولې نر هغه دی چې هغه داعي (بلونکی) وي نه قاضي ((دعاة لا قضاة)).
    دا د تښتونو او د بونگو پيسو ته حلالې ووايو او که حرامې؟ خلکو ته خو ښه چلونه ياد دي. که شرعي واسلامي صبغې پرې ودريږي، نو د ((تخفو يا د ډاليو)) نوم ورته ورکړي. ښه دا د ډاليو پر پيسو باندې بيا د افغانانو وژل روا دي؟ ايا ((فديه)) ورته ويلی شو؟ نه هېڅکله نه؟

    هسې که دې بي بي سي تېرې سهارنۍ خپرونې ته غوږ شو چې ښاغلي نوازشريف يې د خپل اپوزيسيون د سپيناوي يا نيوکې په مقابل کې وکړې چې هغه پيسې سعودي عربستان موږ (پاکستان حکومت) د تحفې (ډالۍ) په شکل ورکړي نه د کومې تمې لپاره. که سړی يې بل اړخ ته وگوري چې مصر ته پينځه ميليارده ډالر او پاکستان ته يونيم ميليارد سعودي رياله ډالۍ کوي، نو دا خپله د يو ارزانه ليبر (مزدور) بڼه نه راخپلوي، نو زموږ به څه حال وي؟ نو زموږ يو ځانمرگی به په څو پلورل کيږي؟

    طالب څوک دی او موږ ولس څوک يو؟ ايا ټول سره د يوې مور (هېواد) بچيان نه يو؟ ايا د طالب خور، مور، مېرمن، لور او کورنۍ څوک ده؟ ايا زموږه څوک دي؟ ولې مو د يو او بل د وينو پسې رااخېستې ده؟ ترحم، لورېينه او پېرزوېينه او يو بل ته درنښت ولې له موږ کډه کړې؟ د ټاکنو او يا په بله هره پلمه د خلکو وژل درست خبره نه ده. زما دومره بې توپيره دی چې همدا سعودي په خپل هېواد لا څه ان چې په مصر کې د سلفيانو په مقابل کې اخوان المسلمين نه شي زغملی او لا هلته پرې د تروريست ټاپه لگوي. له بل لورې بيا ((جبهة النصرة)) د القاعده پورې تړلې ډله په سوريه کې تمويلوي.د چريکي روزنې لپاره ورته مدارک لټوي ښايي چې سعودي د همدې ډلې په روزلو کې له پاکستاني روزونکيو گټه واخلي. واخت به دا خبره روښانه کړي.

    وزما طالبه ته خو لږ په گرېوان کې سوچ وکړه چې دا د بهرنيو د ماليه او د نورو د خيرات وزکات له پيسو نه د خپل ځان وکورنۍ او د خپل ولس او د هېواد لپاره ترې ولې يوه ښه پرځای او مناسبه گټه نه پورته کوې؟ د الله تعالی په نزد موږ ټول مکلفيت او مسووليت لرو چې که د بهرنيو مسلمو او غيرمسلمو پيسې دي او يا د هر چا چې دې، خو ما او تا ته چې په هر نوم راکول کيږي د درستې او مناسبې او د بېځايه لگونې پوښتنه به يې خامخا الله تعالی رانه کوي. خير دی که دلته څوک له چا سره حساب نه شي کولی د نياو عدالت ورځ شته، بيا يو څوک شته چې دا حساب به له موږ سره وکړي.

    زما طالبه ته بايد په دې پوه شې چې په اسلام کې هر څوک ځانته ځانته مسوول دی. که دولت په فساد کې تر ستوني غرق دی، نو د خلاصون لاره يې دا نه ده چې ته د نورو وينې پرې توې کړې. له تشدد و وينې تويولو او له افراطه علاوه نورې ډېرې د اصلاح او سمون لارې هم شته، نو ولې پر هغې غور نه کيږي چې يوازې د تشدد لاره مو راخپله کړې ده؟ هر څوک يو ځلې وازمايل شو او طالب هم وازمايل شو چې بيا راتگ به يې محال وي، خو دومره خبره ده چې پر افغانستان به د فشار لپاره ساتل کيږي.

    منښته او نه منښته د هر سړي خپله خوښه او خپل کار دی، خو بختور به هغه وي چې ځان په علم او پوهه سينگار کړي او د خپل هېواد او د ولس ښېرازي په نظر کې ونيسي او خپلو ملي گټو ته پر هر څه باندې اولويت ورکړي. تاسو وگورئ چې پخوانی ولسمشر پروېز مشرف له امريکا سره د يو متحد په توگه د خپلو ملي گټو لپاره يوځای شو او پر موږ يې سودا وکړه چې وايی :
    سب سی پهلی پاکستان هی.
    دلته خو يې د ايمان او د اسلام خبره نه ده چې له هر څه مخکې ايمان واسلام دی او په سنا وپارلمان کې زموږ استادان هم هلته ناست دي ولې پرې چا نيوکه ونه کړه چې تا خو پاکستان ياد کړی او د ايمان واسلام نوم دې وانه خېست؟ په داسې حال کې چې همدا ځينې ځينې خو د ((دفاع پاکستان کونسل)) او د ((متحده مجلس عمل)) په پارلمان و سينټ يا سنا کې لوړې څوکۍ هم درلودې او نن يې هم لري، خو هېچا نه هلته او نه اوس پرې کومه نيوکه کوي چې ولې د اسلام نوم هلته او يا اوس نه اخېستل کيږي. اوس دوی ته پاکستان مهم دی او که اسلام؟ که اسلام مهم وای، نو ولې ((سب سي پهلی اسلام هی)) يې ونه ويلو. هلته خو له هند نه د دفاع او د نړيوال ملاتړ او هم د خپلو اقتصادي موخو لپاره له ښاغلي ديکچيني سره په ائتلاف کې ورگډ شول او بيا يې د وخت سفير مولوي صاحب عبدالسلام ضعيف ته ويلي وو :
    د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې له طالبانو سره د مرستې پټ هوډ شتون درلوده، چې هغوی يوه ورځ بيا د جگړې ډگر ته ورودانګي. د کندز له پېښې دوه اوونۍ د مخه د آی ايس آی د هغه وخت مشر جنرل محمود احمد يوې پټې غونډې ته ورغی او داسې ادعا کيږي چې جنرال محمود په اسلام اباد کې د طالبانو د هغه مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف سره وليدل او ورته يې وويل چې :
    پاکستان او آی ايس آی به په پټه د طالبانو مرسته کوي.
    جنرال محمود وغوښتل چې له ده سره وويني، نو ده بيا دا وويل چې : ((موږ به له تاسو سره يو. موږ به د افغانانو سره يو. موږ به د جهاده سره يو. موږ پخوا هم په جهاد کې وو)). ما په خپل کتاب کې هم ليکلي چې ((هغوی دوه مخی سياست وچلولو. امريکا ته به يې يو څه ويل او موږ ته به يې بل څه ويل)).

    وزما طالبه زما وستا مشران هلته له دوی سره په زندان کې پراته دي چې د خلاصون غم خو يې راسره نشته، خو لا د خپل ولس د وژلو پسې مو د يو او بل په لمسون پسې رااخېستې ده. که د نوي کال نماځنه حرام ده، نو د بېگناه خلکو وژنه او وينه توينه هم حرام ده. دا زموږ ولس، دا زموږ خاوره، دا زموږ مور او دا زموږ نوی نسل چې هر چېرې دی پر موږ حق لري چې د دوی د حقوقو مراعت زموږ اخلاقي، شرعي واسلامي دنده يا مسووليت ومکلفيت دی او هم له موږه الهي غوښتنه ده چې په خپلو کې به سره عدالت او انصاف کوو. يو پر بل به ترحم او لورېينه کوو. خدای مه کړه که موږ پر يو بل شفقت او ترحم ونه کړو او صله رحمي ونه کړو، نو موږ به هم د الله تعالی له ترحم، شفقت واحسانه لېرې واوسو.
    ((حدثنا ‏ابن أبي عمر ‏حدثنا ‏سفيان ‏عن ‏عمرو بن دينار ‏عن ‏أبي قابوس ‏‏عن ‏عبد الله بن عمرو ‏‏قال ‏قال رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏الراحمون يرحمهم الرحمن ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء الرحم ‏شجنة ‏‏من الرحمن فمن وصلها وصله الله ومن قطعها قطعه الله ‏قال ‏‏أبو عيسى ‏هذا ‏حديث حسن صحيح ‏))

    له موږ سره لږ فکر په کار دی چې ايا د ټاکنو د گډون په پلمه د خلکو وژل روا دي؟ بالفرض که دا موږ ورته اخطار هم ورکړو چې په ټاکنو کې گډون مه کوئ او خلک ولاړ شي او خپله رايه وکاروي، نو ايا تا ته يې وژل روا دي؟ ستا په غاړه کې هم د بل چا ټوپک پروت دی. حکومت درته وايی چې راشه! دا دې خپل وطن دی او ته يې لا په مخالفت کې ولاړ يې، که ته منصف شې، نو ستا فيصله به څه وي؟

    ښه به دا وي چې موږ ټول سره په خپل گرېوان کې سرونه ښکته کړو او لږ نه بلکې ډېر ژور وړاندې وروسته فکر وکړو. وخت، موقع وفرصت له موږه منډې وهي. بس دی جنگ مو ډېر وکړ. اوس بايد د ډلو او ټپلو پر ځای د هېواد په کچه فکر وکړو او خپلو ملي گټو باندې تمرکز وکړو او د خپل گران هېواد د بيا رغاونې او ښېرازۍ لپاره مټې راونغاړو او خپل راتلونکي نسل لپاره د زده کړې او د هغوی د هوسايۍ، خوشالۍ او ښېرازۍ لپاره له نورو سره سيالي وکړو. برابره خبره ده چې په ديني لحاظ وي او که په سياسي وساينسي لحاظ وي.

    په درنښت

  15. عزتمندو عزيزا نو أودّ نظر خاوندانو.دمجيد قرار ليكنه مو تأيد كري او به كو جني مساءيلو غت فكر مكوي هر خه شه كيزي

    جه غوتي بسي وهي به لأس به درسي جاوءيل جه به درياب كي كو هر نشته.

  16. مننه قرارا صاحب په زړه پٶري ليکنه
    خو ډير ناځوانه وي او تنها د پريښٶد ورسره به وي او يٶ وفادار همکار به ورته پاتي شوي وي

  17. د کار خلک می ډیر خوشیږي، الله د غني او ده ته ورته خلک ددې مظلوم مسلمان ملت د ابادۍ او د کړاوونو څخه د را ایستلو په خاطر ژوندي او ګړندي لري، رشتیا هم تکړه شخصیت دی، د قرار لیکنې هم په زړه پورې او له مانا ډکې دي،دښیرازه او سوکاله افغانستان په هیله

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *