تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: ولسمشر غني په سویس کې د داووس کنفرانس په څنډه کې ویلي، عبدالله عبدالله او حامد کرزی د سولې هیڅ طرحه نه لري.

ښاغلي غني ویلي، دغه دوه کسان له دې کبله هیڅ کار یې له لاسه نه کېږي، نو پر دوی نیوکه کوي.

نوموړی وايي، کرزی په خپل وخت کې له طالبانو سره یوه ورځ اوربند هم ونه کړای شو، مګر ده دا کار وکړ او درې ورځې اوربند یې رامنځته کړ: (( کرزي حتی طالبانو ته بې قیده او بې شرطه د مذاکرې بلنه ورکړه؟ نه دا کارما وکړ، ځکه چې زه برنامه لرم او کار پرې کوم، د عبدالله او حامد کرزي د سولې برنامه څه ده؟ یوه صفحه دې ماته راښکاره کړي چې دوی د سولې لپاره لیکلې وې.))

ښاغلي غني د داووس کنفرانس په څنډه کې ویلي، طالبان په ۲۰۰۱ کال خپلو کورونو ته ګرځېدلي وو، خو کرزي او ټیم یې داسې څه وکړل چې هغوی یې بیرته غرونو ته مجبور کړل: (( کرزی باید افغانانو ته په دې اړه ځواب ووايي.))

ولسمشر همدا راز ویلي، هیڅ کله به اجازه ور نه کړي چې د طالبانو او امریکا تر منځ یوه ناوړه هوکړه او معامله وشي.

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې حامد کرزي څو ورځې وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، د غني حکومت د اوربند په بهانه د سولې له خبرو څخه تېښته کوي.

همدا راز عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې په وزیرانو شورا کې ولسمشر غني ته په اشاره وویل، چې سوله د یو کس کار نه دی او نه یې یو کس د انحصارولو حق لري.

2 thoughts on “غني: کرزی او عبدالله د سولې طرحه نه لري، فقط نیوکې کوي”
  1. د ښاغلی ولسمشر اشرف غنی دا خبره سل فیصده حقیقت لری.

    ښاغلي غني د داووس کنفرانس په څنډه کې ویلي، طالبان په ۲۰۰۱ کال خپلو کورونو ته ګرځېدلي وو، خو کرزي او ټیم یې داسې څه وکړل چې هغوی یې بیرته غرونو ته مجبور کړل: (( کرزی باید افغانانو ته په دې اړه ځواب ووايي.))

    د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته چه افغانان ( دحکومت وسله وال فوځونه، ملکی افغانان او طالیبان) په جګړو کی وژل شوی دی، د دغه مسولیت د کرزی په غاړه دی، ټول افغانان باید کرزی د محاکمی میز ته راکش کړی.

    والسلام

  2. یو پوښتنه باید له امریکایانو څخه هم وشی چی ولی پدی ۱۸ یا ۱۹ کالو کی جنګ مهار نشو کړای ولی امریکایان پدی نه پوهیږی او نه پوهیدل چی پاکستان په طول ۴۰ یا تیر ۱۸ کالو کی د جنګی ډلو ملاتړ کړی او کوی یی
    داسی ښکاری چی اوس دداعش ملاتړ ته یی هم چمتووالی نیولی
    معلومه خبره او پدی کی شک نشته ځکه عمران خان په امریکا کی د ۴۰ کلنی جګړی باندی چی د پاکستان پوځ او استخباراتو یی مالی او نظامی ملاتړ کوو ورباندی اعتراف وکړ
    همدارنګه تیره اونی فضل الرحمن هم ورباندی اعتراف وکړ چی جنګی ډلی پآکستان نظامیانو له لاری ملاتړ کیږی او جنګ ته لیږل کیږی مګر مدرسی له لاری سرته نه رسیږی

    نړیوال محکمه باید په افغانستان کی د شویو ظلمونو او قتل او قتال په اړه په بی پری ډول ګام پورته کړی
    طالبانو مشران په پاکستان کی شتون لری ځکه د قطر طالب چارواکی پاکستان ته مشوری لپاره راغلل چی ټولی رسانی ورباندی خبری شوی
    ملابرادر پاکستان بندی کړی
    ملا هیبت الله ورور پاکستان په کوټه کی د دوی پوځی انتحاری له لاری په یوه دینی مدرسه کی له مینځه لاړ
    ملاعمر او ملا منصور په پاکستان کی ووژل شول
    ملا ضعیف پاکستان امریکا ته د ډالرو په مقابل وسپاره مګر افغان دولت انس حقانی د سولی لپاره نیک په خاطر خوشی کړ

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *