تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ پاکستان د افغانستان پر خلاف په نااعلان کړې جګړه وغانده، ویې ویل، که په ګاونډي هیواد کې پناهځایونه نه وای، طالبانو یوه میاشت هم جګړې ته دوام نه شوای ورکولی.
ولسمشر غني په عین حال کې له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ ملیون ډالره اعلان کړې مرسته د افغانستان د انکشافي پروژو پر ځای د تروریستي او سختدریځو عناصرو پر ځپلو ولګوي.
پاکستان د بروکسل په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د افغانستان د انکشافي پروژو لپاره به ۵ سوه ملیون ډالره مرسته وکړي.
افغان ولسمشر وویل«په دوه اړخیزو او څو اړخیزو بنیادونو له پاکستان سره له کوټلیو او زیاتو خبرو سره سره، نااعلان شوې جګړه نه یوازې کمه شوې نه ده بلکې په ۲۰۱۶ م کال کې په ځانګړي ډول لا شدیده شوه.»
ولسمشر غني د طالبانو د یوه مشر څرګندونو ته په اشارې وویل«د طالبانو د تحریک یوه کلیدي مشر په وروستیو کې وویل، که دوی په پاکستان کې پناهځایونه نه لرلای دوی به یوه میاشت دوام نه وای کړی.»
د افغانستان ولسمشر دا څرګندونې د هند په امرتسر کې د اسیا زړه په شپږم کنفرانس کې د وینا په ترڅ کې وکړې.
په دې کنفرانس کې د پاکستان، چین، روسیې، ترکیې او ایران په شمول تر ۱۲ د زیاتو هیوادونو پلاوو ګډون وکړ.
I ALWAYS WANT LONG LIFE GOOD HEALTH FOR HONOR
PRESIDENT OF GREAT AFGHANISTAN.
THANK YOU