( انسان تر ګل نازک او تر تيږې کلک دی)
یوه ورځ زده کوونکي له ښوونکي وپوښتل« ښوونکیه تاسو، چې پرون کومه خبره وکړه نن د هغې خلاف خبره کوئ پر تاسو څه شوي؟» استاد وویل: « پرون ورځ او پرون شپه نور مړه شوي، نن تاسو ته نوی استاد نوې خبرې کوي» هوکې د هر انسان ژوند بدلون ته اړتیا لري که دغه بدلون مثبت او اګاهانه وي ژوند لا په زړه پورې او خوندور کېږي. د اروا پوهنې له انده په اصل کې باید په هر کال، هر فصل او هره ورځ کې بدلون د ځان لپاره عادت وګرزو. که دا کړنه تر سره کړو، نو یو نوی ژوند به مو پیل کړی وي.
له نورو سره ځان مه پرتله کوئ:
له نورو سره د ځان د افراطي پرتلې څخه ډه ډه کړئ
له نورو سره په افراطي ډول د ځان پرتله کول، د حقارت او د کمزورتیا نښه ده.
ته په ټولو جسمي او رواني عادتونو او کړنو کې په ځان پورې تړلی کس یې، ته د بل هېچا په څېر نه یې، ته ځانته ځانګړې ښکلا او د عطرو بوی لرې. دومره په دلیل او برهان پسې مه ګرزه، چې ته له نورو څمره لاندې او باندې یې. په دې خبرو ځان مه بوختوه!
د خپل ځان په اړه انصاف وکړه، ځان خپله له ګواښ سره مه مخ کوه، ستا ذهن همدا اوس له نورو سره د ځان د پرتلې کولو په ناروغۍ اخته شوی.
ځان ته له ښکته خوا نه مه ګوره، د پوهې قدرت دې دومره لوړ کړه، چې له پاسه ورته وګورې!
ستا راتلونکې د نورو کسانو له راتلونکې سره برابره نه ده، ته له هغوی سره ډېر توپیر لرې. ستا د مینې تجربه د نورو له هغو سره توپیر لري، هغه څه دې چې په خپل ذهن کې تصویر کړي، د نور له ذهن سره یې مه مقایسه کوه، تل د ځان پر وړاندې د خوښیو کړکۍ خلاصې کړه، هڅه وکړه، چې یوازې او یوازې د خپل ځان په څېر اوسې.
نورې الګوې (مخ بېلګې) هم تجربه کړه، خو خپل بوی او خوند هم له لاسه مه ورکوه. ته په خپل وجود کې د نوښتونو لویه جزیره لرې، د سترګو له کونجونو نورو ته مه ګوره تر څو ترې تقلید او پېښې وکړې.
ته یوازې خپله ته اوسه!
ستا ذهن تل هڅه کوي، چې له نورو شاته پاتې نه شي، په دې ډول سره خپله ټوله هڅه په کار اچوې او له کار، پرمختګ، ځان جوړونې او نوښت سره به دې لېونۍ مینه پیدا شي.
له نورو سره د ځان پرتله کول هغه وخت ښه دي، چې دا پرتله کول په تاسو کې د پرمختګ او بریا لامل شي.
له نورو سره د ځان پرتله کول هغه وخت بد دي، چې دا هر څه یوازې د خیال تر بریده وي او حقیقت کې تش لاس پاتې شې، نو هڅه وکړئ، چې له دې مضرې ناروغۍ څخه په ټول توان ځان وژغورئ.
هره پېښه ان که بده هم وي کېدای شي ستاسو په خیر وي!
ژوند زما او ستا له خیال او فکر سره سم نه دی تنظیم شوی، نو ښه ده، چې له بې ځایه شرط ايښودلو او په خالي لاس له نوروو سره د ځان د برابرولو خوبونه پرېږدو او له همدې محدود ژوند سره جوړ جاړی وکړو. له نورو سره د ځان د برابرولو ناروغي او ضد ستا ژوند لا سختوي، نو ښه ده، چې د انعطاف پذیرۍ له دود سره ځان اشان کړې. خبرې دې نرمې کړه او په ژوند کې بریاو، پرمختګونو، ستونزو او کړاونوته ښه راغلاست و وایه.
پر وړاندې دې، چې هره پېښه رامنځته کېده له ځانه وپوښته، چې څنګه کولای شې د ځان په ګټه یې تمامه کړې؟ مشهوره خبره ده، چې وایي: یوه پوه ته چا وویل، چې د لرګیو دوکان دې اور واخیست، ده یې په ځواب کې وویل:« کومه خبره نه ده له سکرو به یې ګټه واخلم»
که ته تل فکر کوې، چې ټولې پېښې به دې په تاوان وي، نو په لوی لاس به دې د ځان لپاره ستونزې جوړې کړې وي. په تاسو، چې کومې پېښې هم راتلونکې دي، کېدای شي ستاسو په ګټه وي. په ژوند کې ستونزو ته ښه راغلاست و وایه، له بې ځایه ګیلو او مانو ځان وژغوره. کله، چې له ستونزو سره مخ کېږې او په پوره بریا ترې ځان وباسې دا ستا لپاره په ژوند کې لویه بریا ده، نو له هرې پېښې مننه وکړه او پر وړاندې یې د سپر په توګه ودرېږه. له هرې پېښې سره، چې مخ کېږې دغه جمله تکراره وه «کېدای شي دا مې په خیر وي». ټولې پېښې د خدای پاک له لورې کېږي، په هره پېښه کې د خدای پاک حکمت نغښتی دی، نو دومره جدي یې مه نیسه، ځکه انسان هغه موجود دي، چې د هر ډول ستونزو د زغملو وړتیا لري.
( انسان تر ګل نازک او تر تيږې کلک دی)

One thought on “غواړئ بدلون وکړئ؟/ ژباړن: حمیدالله حمیدي”
  1. حميدی صاحب دیر په زره پوری مطلب وو مننه.په رشتیا هم دا خبری اول حقیقت دی.

ځواب ورکول محمد مختار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *