په اوس وخت کې د انسان روغتيا ته په ورپېښو ګواښونو کې تر ټولو لومړی د بدن چاغوالی راځي. د زړه له ناروغيو نيولې، د رګونو تر بېلابېلو ناروغيو او ژر زړوالي پورې ټولې ناخوالې له همدې چاغوالي سره تړلې دي.

خو که په ورځ کې لږ وخت هم خپل وزن ته پام وکړئ او پرې نه ږدئ چې د بدن وازدې مو زياتې شي، له دې ټولو ستونزو څخه خلاصېدای شئ.

په دې سربېره، که مو چېرې اوس هم د بدن وزن زيات وي، کولای شئ په اسانۍ سره يې کم کړئ او له يو عالم ستونزو څخه ځان وژغورئ.

دلته مې د چاغوالي کمولو شل اسانه خو مهمې لارې چارې درته په ګوته کړې. د دغو لارو لويه برخه په تکړښت ولاړه ده. په دې توګه تاسې کولائ شئ خپل اندامونه ښکلي کړئ، د وازدو پر ځای توده غوښه واخلئ او د ډېرو ناروغيو مخه، تر دررسېدو مخکې ونيسئ.

لومړی: تر تمرین؛ خوړو ته ډېر اهمیت ور کړئ.
دویم: د تکړښت ملګری پیدا کړئ.
درېیم: د شپې تر ناوخته مه کېنئ.
څلورم: که شونې وي؛ پر درانده وزن تمرین وکړئ البته دومداره.
پنځم: د غړو ښکلا او غړو جوړوني لپاره له آریزو حرکتونو لکه راډ او ماشین څخه ګټنه واخلئ.
شپږم: دا چي پښې نیم بدن دی؛ جوړول یې هم همدومره ارزښت لري او بله دا چي که مو وزن ډېرېږي؛ همدا پښې دي چي پرې بارېږي.
اووم: له تکړښتي ګډولو (مکملونو) څخه ګټه واخلئ؛ البته چي طبعي او کره وي.
اتم: د ورځي لیږ تر لیږه ۶ ځلي خواړه وخورئ.
نهم: ډېري اوبه وڅښئ؛ ځکه اوبه هم د غړو جوړوني په پروسه کي رغنده رول لري.
لسم: د ډلیفټ او سکاټ حرکات مه هېروئ ځکه د وازدو/غوړو د سونګ لپاره ټاکو دي.
یوولسم: تر اندازې ډېر تمرین مه کوئ؛ ځکه د غړو وده زیانمنوي.
دوولسم: ډېره مېوه وخورئ.
دیارلسم: هغه شیدې چي لیږ غوړ لری وخورئ. د شیدو پروټین (کازئین) ژر نه سهلیږې (هضمېږي) نو که سهار وخوړلي شي؛ ښې به وي.
څوارلسم: ځیني ګټور غوړي لکه د اُمیګا-۳ کپسولونه او د زیتونو غوړي وخورئ ځکه د بدن د وازدو سونګ ته ګټور دي.
پنځلسم: په اوونۍ کي یوه ورځ تکړښتعالي ته مه ځئ او ناوکیان دي درې ورځي نه ځي.
شپاړسم: د غړو په غټېدا کي د هګۍ په څېر ګټور خوراک بل نه شته.
اوولسم: د بدن هیڅ برخه مو لکه څټ، خېټه، مړوندونه او ملا له تمریمنه مه هېروئ.
اتلسم: د تکړښتلارښود له لارښوني سره سم تکړښت وکړئ.
نولسم: د تېري اوونۍ په پرتله دروند تکړښت وکړئ.
شلم: د تکړښت پر مهال ځان مه تېرباسئ او په پوره جدیت تکړښت وکړئ.

9 thoughts on “غواړئ چې د بدن غړي مو غټ شي؟/ ډاکټر ظهير”
  1. ډ يرمحترم وروردگټورو معلوماتو مو يوه نړ ۍ مننه ، خوكه چير ې دا پښتو هم په معياري ژيه وليكئ نو ستاسى زحمتونه او معلومات به نور هم گټور تمام شي. خو كه په پښتو ژ به كې نور خپلسري نوي كشفيات وكړ ئ نو پرديو ته چې غوا ړي زموږ ژبه نوئ زده كړي لا پسې سخته كړئ اوهم به ترى دد ې ژ بې اصلي ويونكي ز ړه توري كړئ. هيله دده زما په و ړانديز خوابدي نشئ ځكه زمو ږ د ټولو هدف زمو ږ خو ږ ې ژ بې پرمختگ دى. ستاسې دلا برياوو په هيله.

  2. ښاغلی ډاکټر صیب،
    ډېره مننه چې زیار مو ایستلی او معلومات مو د تاند له لارې را سره شریک کړل. یو شی یې زورونکی وو چې ځینې غیرعادي ټکي مو په کې کارولي ول لکه تکړښت او تکړښتعالي چې پرې پوه نه شوم. که هدف مو سپورټ وي کولی شي سپورټ یې ولیکئ. مننه

  3. داکتر صاحب د کوم معلومات چې ستا له تاند سره شارېک کرې کور مو وادان.. که خفه کېږې نه تر هر څه د مخه اول کوشش وکره که چېرته نوۍ پشتو لغات دې د پيدا کره په داسې شاند ېې و کراواۍ چې زموږ په شان په خارج کې هم پشتانه په فوۍ شې کنې د ځان وخت به دې هم د لاسه وار کرۍ وې او د لوستونکو وخت به هم……. دالته په خارجې هېوادونو کې اکثراً خلک کوشش کوې چې ېو نېوۍ خبر او ېا د ستا په شاند معلومات په داسې الفاظو ولېکې چې هغه خلک هم ورڅخه ګټه واخلې څوک چې روزمرا ژوند کې په داومدار توګه د لوست لپاره ېو مخصوص وخت نه لرې. که ستاسو نور د وسه نه کېزې دېعنې الفاظ څخه کار واخلۍ [ېعنې]

    1. ډیر په زړه پوری او موثر معلومات دی خو لکه چی مخکی یی دوستانو یادونه وکړه چی لومړی دا تکړښت او تکړښت غاړی باید په کی واضح شوی وای ښه به وای مننه

  4. ډاکټر صاحب ډیر په زړه پوری معلومات د ودکړی وو په رښتیا چی ډیر مو خوښ شوه زه هم د تکړښت یا د بدن د ښکلا کلب کی تمرین کوم خو ما به فکر کوه چی پښتانه هم ورته د بګاناوو نمونه اخلی نو خدای شته زه به ډیر ځوریدلم ما به ځینو ملګرو ته وایل چی پښتو یوه غنی ژبه ده ولی د پښتو کلمی نه کاروی هغوی به وایل چی اوس مو ژبه پری اوښتی ده نو ما به ورته وایل چی په پښتو کلمو ژبه واړوه . نو اوس مو چی کومی کلمی په دی کی ولیدی نو ډیر خوښ شوم او پس له دی به زه هم دغه کلمی کاروم چی تاسو کارولی دی ما خو مخکی پښتو کلمی کارولی خو لږ څه په وایلو کی ګرانی وی خو کمی جملی چی تاسو کارولی دی نو اسانی
    دی د بیلګی په توګه ( څټ، خيټه، مړوندونه، او ملا

  5. Thanks for your gr8 and beneficial Idea… but I think the best writing is to use very simple & common words for best understanding. so don’t mind it keep it easy.

  6. ‌ډاکټر صیب ښکلی معلومات مو شریک کړی په بښنه سره که د نوکیان لفظ راته تشریح کوړی

ځواب ورکول Aimal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *