استاد شهسوار سنګروال
د لمرتنکیو وړانګو د قرغې د رنګینو ډاګونو هډوکي تاوده کړي وو …تنکی څاښت و، لمر خپل وزرونه غوړولي و…د مېږو تنکي وري د قرغې د غونډيو په لمنو کې څرېدل، چې په دغه وخت کې په وريو کې ترها خوره شوه اود موټرو غورهاراو د هارنونو غږونو ټوله کرغه په سرواخسته…نراوښځې دبامونوسروته پورته شو،واړه اوزاړه له خپلو کورونو راووتل او يو بل ته یې په وېرې وېرې کتل، چې بيا څه ټکه لوېدلې ده؟
يو د بل پسې وسله وال له موټرونو راښکته شول او د قرغې د ډنډ دواړو غاړو ته خواره شول …د غونډیو سرونه او لمنې لاندې کړې…د سيمې خلک غوږ په غوږ شول، چا به وېل عمليات دي او چا به بيا راغبرګه کړه، چې نه کوم نازولی مېلمه دی ، نه ګورۍ، چې ټول د خاد موټران او خادستان ترې راښکته شول؟…نه مو يادېږي، چې هغه تېره اونۍ له شوروي اتحاد نه د ګورباچوف یو ستر سلا کار راغلی و او همدغسې خادستان راغلل او ټوله سيمه ېې کلا بنده کړه… شوروي مېلمنو قرغه کې په ډاډه زړه چکر وواهه اوبیا لاړل…
داواردغه نازولی مېلمه له شوروي اتحاده نه ووراغلی، بلکې له پاکستانه راغلی وو…هو دغه نازولي مېلمه له دېنه دمخه څو وارې د ډاکترنجيب له لوړپوړو خادستي چارواکوسره په دوبۍ، سويس، ايتاليا او فرانسه کې ليدلي وو او بيا ېې دوه طرفه ټکت ورته واخیست او نيغ په نيغه کابل ته راغی…پوهېږئ چې دغه میلمه څوک وو؟ هو دغه نازولۍ او ستر مېلمه پيرسیداسحاق ګيلاني وو…
هغه وخت، چې یوځل بيا له تېرنه لازيات خادستانو قرغه کلا بنده کړه او د ټولې سېمې د امنيت ډاډ یې مخابرې ته په ليکه د خاد مشر وزير يعقوبي ته ورکړ…نو دا داسې مهال و، چې لمر د اسمان تندي ته نږدې و چې يوځل بيا د موټرو اوازونو او درب ودرب ټوله قرغه ولړزوله دا ځکه چې دا وار د سپکې وسلې په څنګ کې د درنو وسلو ګاډو هم خپلې ليکې ورسره غبرګې کړې وې، چې هم مېلمه خوشحاله کړي او هم خپل زور وروښیي…
بيا له يوه تور دېپلومات موټر، چې باډي ګاردانو ورته دروازې بېرته کړې دوه غبرګې ککرې د موټرله ښې اوکيڼې دروازې نه را بهر شوې، چې يو يې سترجنرال یعقوبي اوبل يې سترمجاهد پيرسید اسحاق ګیلاني وو…دواړه د قرغې د ډنډ ښي پلو ته د قرغې ماڼئ ته څېرمه ودرېدل اوبېا يې د نښې د ويشتلو ځانګړي ټوپک ورته راوړل او ډزو- ډوزو يې شروع کړ…
د سید اسحاق د خولې کيسه ده، چې دی په نښه ويشتلو کې له یعقوبي نه تکړه و او وايي د يوې بجې په شاوخوا کې په قرغه کې تم و او بيا له خپل ميلمه پال د امنيت وزير يعقوبي سره مېلمستون ته راغلو.
اغاصيب خپله کيسه داسې غوځوي :
کومې شپې چې مې په کابل کې وې،ډېرخوشحاله وم،خوکوم توغندي چې د کابل په ښار توغول کيدل، ویروونکي اوبوږنوونکې وو…سره له دې چې زه په بشپړه توګه په امن کې وم .
کله چې په دې سبا راځم نو ډاکترنجيب اله راته تلېفون په کرښه ووېل، اغاصیب: سبا به له خېره له ما سره سبا ناری وکړې…سبا په همغه ټاکلي وخت ورغلم…يو ځانګړی ځاې را په ګوته کړ، همالته په کوچ کيناستم او دی راغی د کوچ لاندې کيناست او بيا ېې زما پښې چاپي کړې او ورته ومې وېل ډاکترصيب ما ګناګاری؟ ده راته کړل، زه اوس ولسمشر نه یم نجیب احمدزی یم ستا مرید…
ډير ښه مېز يې ترتيب کړی وو، ډول ډول خواړه، مشروب اوهرڅه ،هغه د چا خبره د پۍ مرغۍ هم وې…
بيا یی خپله کورنۍ راوپېژندله ميرمن او لورګانې يادوم …له خپلې کورنۍ سره په پارسي ژبه غږېده ما هم له هغو سره په پارسي خبرې شروع کړې، ځکه په پښتو نه پوهېدل…
کله چې د راتلو وخت نږدې شو، نو راته ویې وېل اغا صیب په بکس کې دې څه دي؟ نو ما ورته ووېل، موږ بېچاره ګان څه لرو، په پردي وطن کې کډوال يو…نو راته کړل یی تاسو کیلي راکړئ چې وګورم .کیلي مې ورکړه خو د سترګو لاندې مې څاره، ومې ليد چې يوه ډکه کڅوړه يې راته په بکس کې کېښوده او بیا يې کیلي راکړې.
رخصت مې ترې را واخست او کله چې الوتکې ته وختم …بیا چې الوتکې وزرونه پرانستل او د منزل لارې رالنډولې نو ژر مې خپل بکس راخلاص کړ، چې وګورم ډاکترنجيب څه پکې ايښي؟ په ډېره بيړه مې بکس راخلاص کړ پاکټ مې پرانست، چې مې ليدل يوغوښن بنډل مې تر ګوتو کړ، چې ټول د ډالرو سلګونی پکې رانغاړل شوي وو…
ده دا کيسه د پېښورپه کبابيانو کې یوې کورنۍ ته کوله. دی هم د دې کور مېلمه و او هم کوربه…
دا غاصيب پلار په شېراغا نامتو وو…پلار يې دوه مېرمنې درلودې، خو د ده مور بي بي د لغمان د الینګار وه.
د سېد اسحاق ګيلاني نيکه سیدحسن نومېده، چې په نقيب صيب مشهور و او دی د امیرحبېب الله د سلطنت په وخت کې افغانستان ته راغی او امير ورته په سره رود کې ځمکه ورکړه …کله چې امیر د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو، نو سیدحسن، ميرصاحب جان د اسلام پورپا چا، ميرمعصوم د چارباغ حضرت او يو شمېر نورو امیر نصرالله خان ته بیعت وکړ او نقیب صیب ورته د پاچا ېې پګړۍ په سرکړه ، لکه څرنګه چې شمس المشايخ، د تګاو ملاحميدالله او نورو په کابل کې امان الله خان ته د سلطتنت تاج په سر کړ.  د اوس لپاره همدومره
5 thoughts on “غواړم د پيراسحاق ګیلاني خبرې بشپړې کړم | استاد شهسوارسنګروال”
  1. ددونيا څه موفت خواړه لکه سيدان پيران حضرتان ملايان تالبان مجاهيدين ……. دا ټول د اسلام له دين څخه غير مشروع گټه اخستونکي فاضيلين د نا پوه اولس په اوږو بار دي.
    دا اولس به کله خپلي اوږي له دو پارازيتو نه. سپکي کړي

  2. که د جهاد ،مجاهدینو او ملت سره د مجاهد په نامه د استخباراتی ملیشو او د جهاد د غلو اوقاتلانو همداسی دوه مخی تعامل او رذالت نه وای نو زموږ د مؤمن ملت د پاکو شهیدانو وینی نه ضایع کیدلی او موږ به اوس یو خادم حکومت درلود نه د جانیانو غوبل ، الله جبار او عزیز ذوانتقام رب العزت دی د مجاهدینو قاتلان او د جهاد غله تباه او د کرونا په فوځ دی زموږ او امت د مظلومانو انتقام واخلی
    آمین یا رب العالمین
    یا عزیز ذوانتقام و
    خذهم باخذ عزیزمقتدرو

  3. سلامونه،
    یو خو زما باور نه راځي چې په دې قصه کې ارواخاد ډ. نجیب الله به د داسې ځوان پیر پښو ته کوز ناست وي؟
    او بل دا چې د نجیب آغلې میرمن چې پښتنه وه او ده ،د لورګانو سره فاړسي ویلې وي او یا پشتو ېې نه وه زده؟؟
    د دې آغا او امثالهم په خبرو څومره اعتبار پکار دی نپوهیږم ؟؟؟.
    حیف د ولس فقر او مظلومتوب نه چې انګریزانو د سیاسي اسلام لپاره څومره غولولی؟؟؟؟
    ان اکرمکم عند الله اتقیکم!

  4. اصلی کیسه خو دا ده چی
    زموږ ګران وطن او خلګ د پیړیو په اوږدو کی د یوی تیری او څیرونکی غیچی تر منځ را ګیر وه چی ددی غیچی یو تیغ د شوروی انډیوالانو ( یوه جوړه پلن بریتونه او د پنځو تاریخی مرحلو د مزخرف شعر څو لنډو بیتونو یادونه ) او بل تیغ ئې د انګریز ( شاهی دستګاه فاسدو حاکمانو او خائنوچاپلوسانو او پیری صفته پیریانو او حضرتانو او درباری مرتجع مُلایانو او خيټورو قومی تباری مشرانو او ظالمو فئوډالانو او اربابانو ) څخه تشکیل سوی ؤ چی متأسفانه دې څیرونکی غیچی زموږ د ملی او حتی انسانی کمیس لستوڼی او جیبونه او لمنه را څیرلی او د روزګار په یخنی او ګرمی ئی سوځلی یو او دا ځوروونکی پروسه همداسی روانه ده.

  5. ددقیقو معلوماتو په رڼاکی :
    لومړی : اسحاق ګیلانی په خپله دخاد غړی و اوله هرو دوو دریومیاشتو وروسته دپیسوپه خاطرکابل ته راته ، خوداسې سند نشته چې داکترنجیب اویایې میرمنې په کابل کې له اسحاق سره لیدلی وي.
    دویم : پرهغه مهال چې داکترنجیب په ایران کې سفیرو، په هغه مهال اسحاق ګیلاني هلته محصل و، یوازې هلته یې له داکترنجیب الله اومیرمنې سره دنورو عادی محصلینوغوندي کتنه شوې …
    دریم : که ډاکترنجیب د دغو جاسوسو پیرانو مرید کیدای ، نوبیا به دپیرګیلاني چې ترده مهم اودپیرۍ مرحلې ته رسیدلی ومرید وای ، ډاکترنجیب الله چي کله له پیرګیلاني سره دهغه دلور اوناصرضیا په موجودیت کې لیدنه درلوده ، هغه مهال اسحاق ګیلاني خاد ته جاسوسی کوله ، ان په دغه کتنه کې ده ته بلنه نه وه کړه شوې اونه چا خبرکړی و… ب ،
    څلورم : څه چې ګیلاني په خپله مرکه کې ویلی ټول دروغ دي ، افترا ده هرڅه یې چې ویلی ټول دروغ دي . هغه هڅه کوي خپله هغه رښتیني دنده چې دافغانستان خاد ته یې ترسره کړي له خلکو پټه کړي … شرم دي پرده وي چې څومره سپین سترګی انسان دی .
    درناوی
    رشید،

ځواب ورکول سرمست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *