یوه په ښار کې اوسیدونکې بیزو د خپلو دوستانو د لیدلو لپاره څنګله ته لاړه. هلته یې د څنګل له ژویو سره د ښار د کیسو په مینځ کې وویل: انسانان داسې نه دي لکه موږ، هغوی د ژوند له هرې وړې خبرې خوند اخلي، په خپلو مینځو کې بیلابیلې لوبې لري او ښه خوشاله دي.

د څنګل ژویو د هغې خبرې ډيرې په غور اوریدې، یوې زړې ګیدړې ترې وپوښتل ته یې بیلګه راکولی شې چې څنګه لوبې کوي او څنګه خوشاله وي؟؟

بیزو له لږ فکر کولو وروسته وویل: ډيره لرې نه ځم د همدې پرون ورځې بیلګه به درکړم.

1پرون په ښار کې د غوره انسان سیالي وه. سیالي یوه میاشت مخکې پیل شوې وه او پرون پای ته ورسیده. ډيرو انسانانو په کې ګډون کړی وو، د سیالۍ د ګډون والو د یوې میاشتې کړي کارونه سره پرتله شول، په دوی ټولو کې چې هر چا ښه کارونه کړي وهمغه ته یې د ښه انسان نوم ورکړ او نورو ته یې وویل چې د هغه په پلونو دې پل کیږدي، یعنې د هغه په څير دې ښه کارونه وکړي!

اوښ پوښتنه وکړه: نو د دې کار ګټه څه ده؟

بیزو غاړه تازه کړه او وویل: ګټې خو یې ډيرې دي، یو څو به یې زه دروښیم. لومړی خو دا سیالي د نوموړي کس هغه ښه کارونو چې کړي یې دي تائیدوی، مطلب دا چې هغه ته وایي: تا ښه کارونه کړي! تل همداسې ښه کارونه کوه! دوهم دا چې نورو انسانانو ته  ورښودل کیږي چې دوی هم همداسې ښه کارونه وکړي. او بل دا ښه کارونه د خلکو په مینځ کې عادت جوړیږي او ورو ورو همدا ښه کارونه د هغوی د نامناسبو کړنو ځای نیسي.

زمري چې د بیزو ټولې خبرې واوریدې وویل: دا کار خو موږ هم کولی شو، په دې کې خو څه ستونزه نشته. هر چا چې ښه کار وکړ هغه ته به موږ هم د غوره ژوی نوم ورکړو او نور به یې پلوي کوو. بیا یې بیزو ته وکتل او وویل: په دې شرط چې ته راسره مرسته وکړې.

بیزو وویل: سمه ده تاسو تر یوې میاشتې یو د بل د کړنو څارنه کوی زه به یوه میاشته وروسته د ښار څخه څو نور ژوي هم راسره راولم چې د سیالۍ په چلونو پوه وي او بیا به تاسو یو یو خپل کارونه د هغوی په مخ کې بیان کړئ هر چا چې تر نورو ښه کارونه کړي و، هغه به د ځنګل غوره ژوی ونومول شي.

بیزو لاړه او د ځنګل په ژویو کې د سیالۍ غوغا ګډه شوه، هر چا خپل کار تر نورو ښه بللو.

زمري به چې کله ښکار وکړ نو د ځنګل ټول ژوی به یې راخبر کړل او ورته ویل به یې تاسو وګورئ! داسې ښکار مې کړی، تر اوسه بل زمري زما په شان چټک او خطر ناک ژوی نه دی ښکار کړي. زه خو وایم چې دا سیالی هسې دا نوور ژوی له خپل ځانه زړه توري کوي. ځکه معلومه خبره ده چې د دې سیالۍ ګټونکی زه یم. هر څوک خو ما غوندې نه شي کیدای.

د باز، شاهین او نور الوتونکو مرغانو هم الوتل ډیر شوي وو په الوتو الوتو کې به راټيټ شول، نور ژوی به یې وډار کړل او بیا به یې د خپل الوت ننداره نورو ته یادوله او هر یوه به ویل داسې کمال که هر چا پیدا کړ نو زه یې غوره ژوی ګڼم او له سیالی کولو تیریږم.

ځنګلي بیزو خو اوس د ځنګل ټولې ونې په ټال خوړلو راکتلې او په دې فکر کې وه چې بیزو خو د هغې د خپله نسله ده نو ضرور به دا د لوبې ګټونکې وي، د ښه غږ لرونکو مرغانو بیا ډول ډول سندرې تمرین کړې چې که د ښار څخه د راغلو ژویو د هغوی غږونه خوښ شي او دوی د سیالۍ ګټونکې اعلان شي.

د دوی په منځ کې یوازې موږک وو چې د سیالۍ د ګټلو لپاره یې هیڅ هیله نه لرله، او د سیالی د نوم په اوریدو سره یې اندیښنه زیاته شوې وه. هغه به له ځان سره فکر کاوا چې که د سیالۍ په ورځ ټول ژوی هغه ته د بیکاره ژوی نوم ورکړي نو دی به څومره وشرمیږی،ځکه دی خو نور کار نه لری یوازې له پټیو غنم او نورې غلې راټولي بیا یې خوري. نه یې ښکار زده دی، نه الوتل نه بل کمال. ټوله ورځ به د ځنګله په یوه ګوښه کې ناست وو او په همدې هکله به یې فکر کولو. یوه شپه هغه په همدې چورت کې ناست وو چې د لیوه غږ واورید لیوه په زوره زوره یې چیغې وهلې او د مرستې غوښتنه یې کوله، موږک په بیړه ورغئ، له لیوه یې پوښتنه یې وکړه. څه شوي؟ ولې داسې چیغې وهې؟  لیوه په بیړه بیړه خاورې د غره له ډډې لیرې کولې او په ریږدیدلي غږ یې وویل: زما په بچیو د اوسیدو ځای ورړنګ شوی او ټول تر خاورو لاندې دي، که ژر مرسته ورسره ونه کړم نو ساه به یې بنده شي او مړه به شي.

موږک ولیدل چې هیځ یې د وسې نه کیږي نو په بیړه یې ځان ځنګله ته ورسولو او ټول ژوی یې خبر کړل. ټولو په ګډه د لیوه بچي له خاورو روایستل.

په بله ورځ د ځنګل د یوې ونې په لوړه ځوکه کې یوه اوسیدنکې مرغۍ خپله جوړه مرغه له لاسه ورکړ، او یوازې پاتې شوه. د هغې هګۍ هم په ځاله کې وې او څو ورځې وروسته یې بیچیان له هګۍو نه راوتل. مرغۍ نه په ځاله کې خواړه لرل او نه یې کولی شوی چې له خپلو هګیو نه  د خوړو د پیدا کولو لپاره والوزي. هغې د ځنګل له ډيرو ژویو نه د مرستې غوښتنه وکړه خو چا یې مرسته ونه کړه، ځکه چې د سیالۍ د ګټلو لپاره ورځې کمې پاتې وې او ټول ژوي په سیالۍ کې د ګډون لپاره په تیاریو بوخت وو. موږک چې د مرغۍ د یوازیتوب نه خبر شو. له لږ غنمو سره د مرغۍ ځاله ته ورغئ، غنم یې مرغۍ ته ورکړل، او غوښتنه یې ترې وکړه چې ته د خپلو هګیو پالنه کوه! زه به هر ورځ د خوړو لپاره یو څه درته راوړم.

مرغۍ د موږک ډيره مننه وکړه.

د سیالۍ ورځ راورسیده بیزو له خپلې ژمنې سره سم له ښاره یوه کورنۍ پيشو، سپی او یو طوطي هم راوستل.

هر ژوی د خپل کمال یادونه او ننداره وړاندې کوله او له ښار څخه راغلي ژوي حیران وو چې لومړۍ درجه چاته ورکړي.

 د ژویو په مینځ کې د پیشو سترګې په موږک ولګیدې، او په مسخره ډول یې ورته وویل: ته دلته څه کوې؟ هسې نه چې ته هم راغلی یې چې په سیالۍ کې ګډون وکړې!؟ ستا کمالونه خو ماته معلوم دي. ټوله ورځ د خلکو په کورونو کې بې اجازې ننوزې او هر څه دې چې زړه وي هم یې خورې او هم یې له ځان سره وړې.

د پیشو خبرې لا خلاصې نه وې چې نورو ژویو هم د موږک په مسخره کولو شروع وکړه. ټولو په هغه پورې ملنډې وهلې، چا ورته ویل: په دې وړه بیه غواړې سیالي وګټې، او چا یې په سپیره رنګ پورې خندا کوله. په دې وخت کې لیوه په لوړ غږ وویل: بس کړئ! نور موږک خوارکی مه ځوروئ! هغه له ما سره په سخته ورځ کې مرسته وکړه. که نه نو نن به زما بچیان ژوندي نه وو او بیا یې خپله ټوله کیسه له ښار څخه راغلیو ژویو ته وکړه.

لا د لیوه کیسه خلاصه نه وه چې مرغۍ خپله کیسه شروع کړه او وویل: زما هګۍ به اوس ټولې خوسا شوې وې او ما به د خپلو مرغیو څیرې هم نه وی لیدلې که موږک ما ته خواړه نه وی رارسولي.

سیالي پای ته ورسیده او ژوري هئیت هم د وروستۍ پریکړې لپاره یوې ګوښې ته لاړل.

څو شیبې وروسته ژوري هئیت یوه عجیبه پریکړه د ځنګل ژویو ته واوروله.  ځکه دوی موږک ته د ځنګله د غوره ژوي نوم ورکړ او د دې انتخاب په اړه کورني سپي وویل: که څه هم پیشو په لومړیو کې د دې پریکړې مخالفه وه خو موږ هغې ته  قناعت ورکړ. موږک ځکه د دې سیالۍ ګټونکی شو چې هغه د نورو د ستونزو د حل لپاره هڅه کړې وه او نورو ژویو چې هر څه کمال درلود نو د ځان په ګټه یې کارولی وو. د ځنګل ژویو چې د دوی پریکړه واوریده نو هر یوه یې له لږ فکر وروسته وویل: دا ریښتیا دي. ریښتیا وايي!

 یوې ګوزې وویل: موږ اوس پوه شوو چې ښه کار کوم دی، له دې وروسته به موږ هم ښه کارونه کوو چې د بلې سیالۍ ګټونکي شو او که ګټونکي هم نه شو نو تر منځ به مو ښه کارونه او یو له بل سره مرسته دود شي.

2 thoughts on “غوره ژوی/ د ماشومانو لپاره کیسه: نعیمه غني”

ځواب ورکول Moasen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *