لاړې وخت دې تېر شو د کارونو نه کیسو ته شوې

زوړ شوې غني خانه د شرابو نه شړومبو ته شوې

غني خان بابا (رح)

د معاصر افغانستان د ولسواکۍ په لسیزه کې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ډاکتر غني انتخاب او ملاتړ د افغان ولس مجبوریت و. د پخواني ولسمشر (حامد کرزي) په لاس د ټاکنو هندسه داسې جوړه شوه، چې افغان ولس یې حیران کړ چې د چا تر شا ودریږي. له چا سره یې جګړه مار یو ځای کړل، چا ته یې د مخدره توکو مافیا د غاړۍ لونګ کړ، څوک یې په فېشن سینګار کړ او څوک یې هم ګونګ او بنګ د ولس مخې ته ودراوه. ولس چې له ځان سره حساب- کتاب وکړ، نو د دوستم د ذهرو ډک جام ته یې غاړه کېښوده او بالاخره غوسه ناک غني یې د خپل کاندید په توګه ومانه. ولس تمه لرله چې د غني غوسه به د دوستم بې لګامه ژوند مهار کړي او په دې توګه د معاصر افغانستان له ناورین او بحرانه ډک ژوند به ارامه ساه واخلي. ولس به غني هر ځای، په هره غونډه او هره مناظره کې په چکچکو لمانځه، کله چې به غني ټوپکیان، جګړه ماران، مفسدین او غله رټل؛ ولس به من- من غوښې اخیستې. ولس غوښتل چې له دې داړه مارانو سره حساب وشي، فکر یې کاوه چې د غني په وجود کې به یې دا نیمګړی ارمان پوره شي. غني ته به هم ځینو کلیوالو سلاکارانو مشورې ورکولې چې ولس په داسې چیغو او نارو خوشالېږي، زور ورکړه. ډاکتر غني به ستوني ته زور ورکړ او د سهامي شرکت خلاف، د جګړې د پای ته رسېدو، د اقتصادي پرمختګ، فساد سره د جهاد او بلاخره د ګلذار افغانستان لپاره یې بلا طرحې او چارچوبونه وړاندې کړل. ولس چې د تېرو دیارلسو کلنو ناوخوالو، اداري او مالي فساد، نا امنۍ، د یوې ځانګړې ډلې له زور او ځواک څخه تر پوزې راغلی و، د ډاکتر غني، دوستم او دانش له معجون پرته یې د دې ناروغۍ درملنه په بل څه کې نه لیده. له دې امله ولس مجبور شو، چې له سختو کړاوونو او تکلیفونو سره سره ډاکتر غني ته رایه ورکړي.  د ډاکتر صیب غني په اړه د هغه غوسه او قاطعیت مشهور و، که نه له دې پرته د غني او نورو نوماندانو تر منځ چندانې ژور توپیر نه لیدل کېده. هر یو خپل مثبت او منفي ټکي لرل. ولس په دې باور و، چې د یارلس کلنې ولسواکۍ په تېرېدو اوس نو یو قاطع او غوسه ناک ولسمشر ته اړتیا ده، چې روان بحران ته د پای ټکی کېږدي. له ډاکتر صیب غني سره یو ځل د ازادۍ راډیو مرکه کې د عطاء محمد نور د یاغیتوب او نا فرمانۍ په اړه پوښتنه وشوه، غني په داسې خندا ځواب ورکړ چې ګویا که د ده په واکمنۍ کې داسې سرکښه والیان او چارواکي وي، نو جزا به یې عزل او ګوښه کول وي. غني په همدې یوه خندا د ولس زړه باغ- باغ کړ. خلکو ویل چې د غني خندا له غوسې ډکه وه او ارګ ته تر رسېدو وروسته به خپله دغه غوسه پر عطا‌ء نور سړه کړي او زره زره حساب و کتاب به ور سره وکړي. غني د لوړې په مراسمو کې د ابوبکر صدیق رض مشهوره خطبه تکرار کړه، د کابل بانک د دوسیې د څېړلو د ژمنه یې وکړه، ستره محکمه او لویه څارنوالۍ یې وننګوله چې دفساد دوسیې باید ژر تر ژره دده تر مېز ورسوي. تالار په چکچکو نه ستړی کېده او غني په ژمنو. په همدې ورځ یې، ولسي جرګې وکیلان وننګول چې نور یې فرمایشات په ګومارنه او حکومت کې نه چلېږي او له خپلې بړستنې سره دې پښې وغځوي. له ولس سره یې وعده وکړه چې په دولتي ګومارنو کې به هېڅ ډول سلیقو، جوړ جاړیو او معاملو ته ځای نه وي. ګڼو ملګرو به په مالیې وزارت، د کابل پوهنتون په ریاست او همدارنګه د امنیتي مسولیتونو د لېږد کمېسیون کې د ماموریت پر مهال د غني د غوسې کیسې کولې. وایي یو وخت د غني د غوسې په وړاندې د وخت د فاع وزیر (مرحوم فهیم ) هم کاواکه شوی و، په هغه یې د ملېشو معاش بند کړی و. په کابل پوهنتون کې به پوهاندان د غني په مخ کې له ډاره لړزېدل. اوس پوښتنه له افغان ولس سره دا ده چې ارګ ته له ننوتو سره په غني څه چل وشو؟ دا د یویشتمې پېړۍ معما ده. د ملي هویت په اړه د اساسي قانون د څلورمې مادې، څلورمه فقره څرګند دریځ لري. په وروستیو کې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمو د لیکلو په ملاتړ او ننګه د هېواد په اتلسو ولایتونو کې پراخ سوله ییز لاریونونه وشول. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل  دی چې په منظمه توګه ولسي لاریونونه، غونډې، مطبوعاتي کنفرانسونه او ولسي مبارزې ترسره شوې. د نړۍ ګوټ- ګوټ کې افغانانو د خپل ملي هویت پر ننګه لاریونونه او اعتراضتونه وکړل، خو غني د یو څو نامعلومو، بې هویته او پردي پالو له وېرې د ولس دې اساسي غوښتنې ته ځواب نه لري، حتی غوسه اوس له ولسه باسي، هغه غني چې ولس یې په قاطعیت او غوسناک طبعیت نازېده، اوس له یو څو ډارنو او ولس شړلو کسانو وېره لري، اوس یې په شونډو نرۍ د خوښۍ موسکا وي، اوس د غل، فاسد، ظالم، ټوپکمار، جګړه مار تر څنګ د ملي وحدت تر نامه لاندې ملي وحشت ته اړم دی. د نړۍ په معاصر سیاست کې به غني لومړنی ولسمشر وي چې په ډېره لږه موده کې خپل شهرت او محبوبیت دې په دومره لویه کچه له لاسه ورکړي وي. دا دی د ملي وحدت په نوم د سهامي شرکت د ایجاد یو کال پوره شو، خو خلک لا هم راتلونکې ته هیله من نه دي چې څه به کېږي. امنیت، اقتصاد او حکومتولي له رکود سره مخ دي او وړې ستونزې په ملي بحرانونو بدلېدونکې دي. که د غني بې وسي او ډار همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې ولس به د ولسي فشار لارو چارو په ګټې اخیستنې ارګ او غني دواړه وننګوي.

یا ربه توفیق !!!

3 thoughts on “غوسه ناک غني/ ډاکټر ځلاند”
  1. په وینا کې هغه مهال تاثیر وي، چې له زړه وي، ستا خبرې د عقدې له مخې دي، ځکه تاثیر نه لري. که ولس ته وې، نو تا خو لا د مخه ارګ او غني دواړه ننګولي

  2. زه ده چا طرفداري نكوم خو ته دا په ياد لره چي د أمريكا په سفارت كي د سهامي شركت د جورولو د پاره په غني سه تير شوي دي ده دي پوشتنه تري وكه، هغه بي درته ونشئ ويلي خو ته ده هاغه شپي ويدو باربار وه گوره ده هغي رنگ هر سه ويلي شي . ده دي پرزاي چي خپل يو پشتون ورور ده غلامي نه خلاص كري هغه نور هم زوروي.
    او دا تول كه ته وواي كه نه ، وايي چي لمر په دو گتو نپتيكي . بل دا چي ده دي قاتلينو شرو فساد وركول دير اسانه دي ، ثرف يو سنايپر ته ضرورت دي بس.

  3. دا چی زمونږ زړور او غوسه ناک ایدیالی مشر ولی بی وسی شو شاید ډیر عوامل ولری خو زما په نظر:

    د ښو تجربه کارو او رښتینو مرستیالانو او مسلکی ټیم نه انتخاب دی چی په ټوله معنی همکاری نه ورسره کوی او د خپل مشر خبری نه اوری.
    د خلکود ملاتړ له لاسه ورکولو ترټولو مهم علت یی له خپل ورور ، قوم او ولس سره د رابطی پریکول دی. هغوی چی د زړه په وینو او د سر په بیه یی د ښاغلی غنی کمپاین ته ملاتړلی وه او ولسونه یی راويښول ترڅو دوی ته رایه ورکړی او دوی یی ولسمشر وټاکه ، د هغوی زړونه یی مات کړل چی په نتیجه کی اوس زمونږ منتخب مشر ځان بی وسی احساسوی.
    د یو واحد او خپلواک ملی ګوند نه شتون چی همنظری یی د دوی هدایات ، غوښتنی ، پریکړی عملی کړی.
    د مقابل لوری ټیم غښتلی او متحد پاته کیدل دی چی اقلا خپل همنظره او د کمپاین فعالان یی که څه هم د هیواد د ملی منافعو پرضد عمل کوی ، خپل څنګ کی ساتل د دی سبب شویدی چی د ترازوپانګه بل لوری ته درنده ښکاره کړی. ځکه چی ولسمشر خپل ملګری له لاسه ورکړل او دادی نن د خپل قانونی حق د غوښتلو لپاره لاریونونه کوی ، خو د مقابل لوری ملاتړی پرځای پاته شول او حتی د ښاغلی ولسمشر ملګری یی هم ځانته جذب کړل.

    د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو او ممکن نړیوالو سیاسی ، اقتصادی او نظامی فشار د افغانستان پر دولت او د ټالبانو له خوا نظامی سرتمبه ګی ،د ایران پلوه کسان د اسلام او افغانیت د نه منلو لپاره سیاسی ملاتړ او د افغانستان د اساسی قانون تر پښولاندی کول ټول هغه عوامل دی چی که د هغوی د لری کولو لپاره جدی او عاجل اقدام ونشی نو ولسمشر به نور هم ځان کمزوری او بی وسی احساس کړی او په پای کی د ده بی وسی به د افغانستان د اکثریت وګړو لپاره په نه جبرانیدوکی ضرر او تاوان او د استاد سیاف له وړاندوینی سره سم دوی په سیاسی انتحار تمامیږی.
    متل چی وایی که خان یی په یارانو یی.

ځواب ورکول لونګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *