ژباړه: حمیدالله حمیدي
د غوښې خوړل له څه وخت نه پیل شوي؟
دا چې څه وخت د غوښې خوړل پیل شوي، لا روښانه نه ده؛ خو ویل کېږي کله چې انسانان د ځمکې په ځینو برخو کې وچکالۍ وځپل، اړ شول چې د ځان د بقا لپاره د حیواناتو له غوښې ګټه واخلي.
دغه څه د انسانانو عادت وګرځېد او تر ننه پورې یې د یوه ارزښتناک خوراکي توکي په توګه کاروي.
په کومه ټولنه کې چې له غوښې څخه د خوړو په توګه زیاته ګټه اخیستل کېږي، په هماغه اندازه په کې د ناروغیو کچه هم لوړه ښکاري.
که څه هم چې په طبيعي ډول انسانان د غوښې له خوراک څخه رنځ وړي، خو بیا یې هم اشتیایي او نفساني عادت دې ته اړ باسي چې غوښه وخوري، له دې امله د غوښې خوراک د انسانانو هغه عادت دی چې پېړۍ پېړۍ مخکې یې خپل کړی دی.
د غوښې خوړلو زیانونه:
د غوښې زیانونو ته که پام وشي، په یوه وړه لیکنه کې یې ځایول شونې نه ده، خو له ځینو یې دلته یادونه کوو:
۱- غوښه په زیاته کچه د اشباع شوو غوړو اسیدو درلودونکې ده چې په بدن کې د کلسترولو د زیاتوالي سبب ګرځي.
۲- غوښه د سرطان د ناروغۍ پر وړاندې د معدې مقاومت کموي.
۳- غوښه د کولمو بېلابېلو ناروغیو ته لار هواروي.
۴- د غوښې خوراک په مستقیم او غیر مستقیم ډول د عصابو پر سلسلې اثر پرېباسي او د حافظې د کمزورتیا، سستۍ او بې حالۍ سبب ګرځي.
۵- د غوښې زیات خوراک د انسان د عمر د کمېدو اصلي لامل دی.
۶- د غوښې زیات کارول متابولیکي ناروغۍ، لکه نقرس، دیابت (شکر) د وینې فشار، چاغي او کم خوني هم منځ ته راوړي.
د ځینو پوښتنو په ځواب کې چې د غوښې بدیل څه شی کېدای شي؟ باید وویل شي، څېړنو ثابته کړې د دې لپاره چې انسان روغ وجود او اوږد عمر ولري، ښه ده چې د غوښې پر ځای له سبزي جاتو او حبوباتو ګټه واخلي؛ ځکه ګټه یې ډېره او لاسته راوړل یې اسانه دي.
ښاغلیه سلامونه ژباړې دې لولم ښې دي، ګټورې دی، خو نننۍ ژباړه مې دې خوښه نه شوه
دا ممکن د یوه سبزيخور لیکنه وي، که ته د ذاکر نایک او یو سبزیخور بحث واورې چې پښتو کتابي بڼه ور کړل شوې
د غوښتې په هکله به دې دا نظر بدل شي
دا سمه ده چې هرڅه ډېر شي هغه ګنډېر شي ان که هغه سبزي هم وي، خو باور وکړه چې تر ټولو ګټور خواړه غوښه دي
زه چې دوه ځایه دفتري کار کووم، ژباړه او لیکنې کووم، که په اونۍ کې تر نیم کیلو غوښه ونه خورم، هم مې وینه کمه وي هم مې عصاب کمزوري وي، هم د هډوکو درد راته پیدا کیږي، هم مې حوصله نه وي او ان یو کار هم سم نشم کولی.
ښاغلی حمیدالله حمیدي صاحب!
وروره الله تعالا دی ډیر زیات آجرونه اوعزتونه درکړی، چه مونږ لوستونکو ته دساینس دنوښت اومعلوماتو په اړه ژباړه کوی
داخبره اوس زیاتره نړیوال قبلوی چه دغوښی خوراک اوس ناوړه پایلی یا ناروغی پیداکوی، بل داچه دڅارویو څخه د۱۲۰ څخه زیات مرضونه انسانانو ته خپریدایشی.
دسبزیجاتو خوراک دیوی خوا مونږ خوارانو ته ارزانه دی، اودبلی خوا هغه پروتین چه مونږدغوښی څخه اخلو هماغه پروتین دسبزیجاتو څخه هم اخستلای شو، مثلآ دوچی غوښی اولوبیا دپروتین اندازه یا مقدار مساوی دی، نوولی بیا لوبیا نه خورو چه ، دمرضونو مور یا غوښه خورو، هغه غوښه چه دخوراک توان یی هم نلرو، فقط په کال کی یی یوځل خوړلی شو هغه هم دلوی اختر په قربانیانو کی اوبس.
یاره یو خو دا ذاکر نایک ماته د هرې کاسې مچ ښکاري، په هر څه کې دی پوهیږي او په هیڅ کې هم نه پوهیږي
نادر کوچی ورور: خبره مو صحیح ده چه غوښه ښه خواړه دي خو ددي دا مطلب خو نه شو چه لکه نن صبا زموږ وطن وال پری زانونه وزنی …………….. هغه خلک چي فزیکی کار ډیر کوي پکار دی چه غوښه ډیره وخوری او چه دفتری کارونه کوي پکار دی چه د غوښه کمه استمال کړی…………. همدا علت چه آلله ج په کال کی یو ځل د مسلمانانو ته د غوښی د خوراک لپاره د قربانی انتخاب کړی دی………………اعتدال په هر څه کی د اسلام له اصولو څخه دی………………….
سبزی د اړتیا وړ امینواسیدونه نه لری نو لازمه ده د خپلی روغتیا لپاره غوښه په خپل خوراک کی ولرو تر څو صحتمند پاتی شو
يو څه نورهم دلوستونکو لپاره
لمړی امینواسیدونه څه ته وای؟ هغه واحدونه یا مواد دی چه دانسانانو یا نوروحیواناتو په بدن کی پروتین جوړوی ، اوبیا ددغه
پروتین څخه عضلات اودبدن برخی جوړیږی. امینو اسیدونه په بدن کی نوری کړنی اوتعملات هم سرته رسوی.
په بل عبارت باید په بدن کی دضرورت وړ امینو اسیدونه موجود وی چه پروتین جوړ شی
سرشاره اوبشپړ امینواسیدونه په ممپلو، بادامو،غوزانو، ماهیانو، سایبینو اولوبیا، دچرګو هګیو، بی غوړه غوښی، پنیر، شدو، مستو، لمرګلی( افتاب پرست ګل په تخمونو)، کیلی، وڅکو(کیشمیش) اونورو پلی لرونکو سبزیجاتو اومغز لرونکو میوه جاتو په تخمونو کی پیدا کیږی لکه پسته، فیرګی(دڅیړی یا بلوط) میوه اوداسی نور