له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو پر موضوع د راپورونو له خپرېدو وروسته فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې دا موضوع څېړلې چې ایا امریکا په رښتیا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو غور کوي او که د امریکا دا پټکه د ولسمشر کرزي د هغو خبرداریو په شان ده چې کله وايي له طالبانو سره به لاس یو کړي او کله بیا وايي چې د امریکا له سیالانو څخه به وسلې واخلي.

فارن پالیسي لیکي: په داسي حال کې چې د اوباما حکومت له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور د څرنګوالي په اړه له سره غور کوي، عمومي باور دا دی چې یو شمېر امریکايي پوځیان، په تېره بیا خاص ځواکونه به د تروریستي ضد ماموریت لپاره له ۲۰۱۴ وروسته پاتې شي.

فارن پالیسي خپرونې دا تبصره وروسته له دې کړې چې نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا د سولې په خبرو پسې د ولسمشر کرزي او امریکايي چارواکو ترمنځ له تازه اختلافاتو وروسته د اوباما حکومت له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو په بشپړ ایستلو غور پیل کړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د جون په ۲۷ مه له کرزي سره له لانجمنو خبرو وروسته په ځانګړي ډول د عراق په شان له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو نظر جدي شوی دی.

فارن پالیسي پوښتنه کوي چې ایا دا به بیا د تېر ځل په شان مبالغه او هسي پټکه وي.

خپرونه وايي، د اوباما له ټینګار سره سره چې مبالغه نه کوي، دا لومړی ځل نه دی چې واشنګټن خپل متحد کابل ته د ټولو ځواکونو د ایستلو پټکه کوي.

تېر کال کرزي خبریالانو ته وویل چې امریکا دوه مخې لوبه کوي. ده خبرداری ورکړی و چې د هند، چین او یا روسیې په شان به نور هیوادونه ومومي چې وسله ورکړي.

فارن پالیسي وايی، کرزی هم په لوبه پوهېږي، ده امریکا ته خبرداری ورکړ چې د دغه هیواد له سیالانو څخه به وسلې واخلي خو دا کار یې ونه کړ.

د ۲۰۱۱ کال په مې کې، وروسته له دې چې د ناټو په هوايي حمله کې ۱۴ ملکیان ووژل شول، کرزي امریکايي پوځیانو او چارواکو ته د ناټو د عملیاتو او د ملکي تلفاتو په اړه وروستی خبرداری ورکړ.

د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې کرزي د وردک ولایت له نرخ ولسوالۍ څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو امر وکړ. دا خبرداری له مودو راهیسي دوام لري. یو وخت کرزي خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره به لاس یو کړي. د ۲۰۱۲ کال په اپریل کې کرزي د افغانستان ملي شورا ته وویل:«که تاسو او نړیواله ټولنه پر ما فشار راوړئ، قسم کوم چې له طالبانو سره به لاس یو کړم.

فارن پالیسي وايي چې د کرزي د خبرداریو په شان امریکا هم له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پټکې کوي.

فارن پالیسي اټکل کوي چې دواړه خواوې به بالاخره د خبرداریو په پای کې یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

2 thoughts on “فارن پالیسي: اوباما په رښتیا ځواکونه باسي او که پټکې کوي؟”
  1. Karzai wants to put pressure on the west by refusing to sign the security pact so that Obama supports his candidate in the coming elections.Also will support peace talks with Taliban If his candidate helped. On the other hand even Obama was intended to remove Karzai by Richard Holbrook in the election of 2009.

  2. فارن پالیسي دی پدی و پوهیژی چی افغان ملت پدی دیر شه پوهیژی چی فارن بالیسی او داسی نور دوی ته ورته موسسې
    دیر شه پوهیژی چی کرزی او دده تیم یو پوشالی او دامریکی او دهغه شریکی استخباراتی موسسوباندی خرڅ شوی بی حیثیته افراد دی چی هیڅ کله هم د ځانه اجرایوی صلاحیت او د عمل اراده نلری دا دولس کاله ددی پوشالی تیم حاکمیت دا هر څه په اثبات رسولی دی ضرور ندی چی فارن پالیسی او دی ورته موسسی دخلکو دغولولو دپاره داسی بی ارزشه او بی محتوا څیړنی وړاندی کړی ځکه هر
    !هاغه څه چی امریکا او دهغوی شریکان یی پګده سره پلان کوی او غواړی هغه به کیژی
    اشغالګرو دا میلیاردونه دالر دکرزی پخاطر ندی ورکی کړی او یا اشغالګرو دکرزی او دهغه په تیم باندی میینان ندی چی آن دافغانستان داشغال دپاره یی خپل دهیواد اقتصاد هم تباه کړ او نن به دیو خرڅ شوی او ددوی و یوه جاسوس ریس جمهور ته او دهغه
    !دفیصلی انتظار باسی؟ دانو یوه ریشخنده خبره ده او فاری پالیسی که دامنی نو دپارن فالیسی بی ارزشی به دلته ثابته شی

ځواب ورکول Haedari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *