تاند- داسي ښکاري چې په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه د ځینو ابتدايي مسایلو له حل کېدو وروسته له طالبانو سره د امریکا خبرې بیا پیل شي، خو لا هم د سولې د بهیر په وړاندې د افغانستان د ولسمشر د ژمنې په باب ځیني شکونه او پوښتنې شته.

حامد کرزی ولي د سولې د بهیر په اړه زړه نازړه دی؟

په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو یوه ورځ وروسته د طالبانو پر دفتر د لوحې او بیرغ په اړه د افغانستان ولسمشر نارضایتي څرګنده کړه او په خبرو کې یې د نه ګډون اعلان وکړ.

د فارن پالیسي له لیکنې سره سم، په داسي حال کې چې د قطر او امریکا چارواکو د شخړې د حل کولو لپاره هڅې وکړې، او ښکاره شوه چې د افغانستان د حکومت غوسه د طالبانو په خبري غونډه کې له یو شمېر مطرح شویو خبرو سره تر مخالفت لوړه مسله ده.

فارن پالیسي خپرونه کاږي:
دا خبره پټه نه ده چې حامد کرزی له طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو مخالفه ده. اته میاشتې پخوا کله چې د طالبانو یو استازی له امریکایانو سره د خبرو لپاره په دوحه کې څرګند شو، حامد کرزي ورسره په غوسه مخالفت وښود او خپل سفیر یې له قطره وروباله، ویې ویل چې د افغانستان د سولې د عالي شورا له ګډونه پرته خبرې اترې ردوي.

د افغانستان حکومت ټینګار لري چې د سولې خبرې دې یا دننه په افغانستان او یا هم سعودي عربستان کې وشي.
د فاران پالیسي له مخې د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا د لومړنۍ هڅې له شنډېدلو وروسته د مسلې په اړه له حامد کرزي او د ده له شاوخوا کړۍ سره نړیوالو دیپلوماتیکو هلوځلو دوام وکړ.

د جرمني، ناروې، امریکا، بریتانیا او پاکستان دیپلوماتانو د افغانستان د حکومت د مخالفتونو د کمولو لپاره هڅې وکړې څو د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر وړاندیز له دې پروسې سره یوځای شي.

کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر وویل: هیواد یې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي، دې په دې برخه کې د کابل د دریځ ملاتړ کاوه چې له بېلابېلو رسمي او غیررسمي چاینلونو څخه پرې خبره شوې وه، دا معقوله هم وه ځکه چې جګړه یوازې د دوو ښکېلو خواوو یعني امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو پای ته نه رسېږي. باید تر دې لوړ د طالبانو په شمول په افغانستان کې د ټولو ډلو په منځ کې پخلاینه وشي چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسي په خپل منځ کې جنګېږي.

فارن پالیسي د پاکستاني دیپلوماتانو له قوله لیکي: کرزي ژمنه کړې وه چې د بین الافغاني سولې بهیر یې پیل کړی او ټولې لویې ډلې، چې په حکومت یا د سولې په شورا کې ګډون نه لري، په دې پروسه کې شاملوي.

فارن پالیسي زیاتوي: کرزي خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې د پاکستان په رول او دغه راز د دغه هیواد په دې نقش چې امریکا یې راضي کړې چې د ۲۰۱۴ کال له رانژدې کېدو سره د پخلاینې لور ته حرکت ضروري دی، راضي نه دی.

د فارن پالیسي له لیکنې سره سم هیڅوک د سولې په خبرو کې د چټک پرمختګ هیله نه لري، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په شان اعتماد رامنځته کوونکې چارې د افغانانو په منځ کې د سولې د هراړخیزې پروسې لپاره لار اوارولی شي.

راتلونکې څو ورځې یا اوونۍ به وښيي چې حامد کرزی څومره لېواله دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو سره مخالفت ته دوام ورکوي او که نه ورکوي.

5 thoughts on “فارن پالیسي: کرزی ولي د سولې د بهیر په وړاندې زړه نازړه دی؟”
  1. د پکتيکا ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې پر مهال د ولسمشر د هغه ملي دريځ کلک ملاتړ وکړ، چې په دوحه کې يې د طالبانو په نوم د سياسي دفتر تر پرانستل کېدو وروسته په ډاګه کړی، پکتيکاوال وايي چې د سولې خبرې دې په هېواد کې دننه د افغانانو په مشرۍ ترسره شي او وسلوال دې په پېل کې له وژنو او ورانيو لاس واخلي، په ورته وخت کې د پکتيکا والي محب الله صميم وايي افغان دولت د تيرې يوې لسيزې لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره تلپاتې سولې ته ژمن دی

    هغه پراخه غونډه چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت مقام د جرګو په تالار کې جوړه شوي وه پکې د پکتيکا والي محب الله صميم نورو ملکي او نظامي چارواکو تر څنګ زيات شمير قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ونډه درلوده

    قومي مشرانو او علماوو په خپلو خبرو کې د هېواد د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د هغه ملي دريځ کلک ملاتړ وکړ، چې په قطر کې يې د طالبانو په نوم د سياسي دفتر تر پرانستل کېدو وروسته په ډاګه کړی، قومي مشرانو د ياد دفتر پر څرنګوالي هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د سولې خبرې دې په هېواد کې دننه د افغانانو په مشرۍ ترسره شي

    قومي مشرانو د سيمې استخبارات هم ګرم وبلل چې نه يوازې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنې کوي بلکې زمونږ په هېواد کې ناامنيو ته په لوی لاس لمن وهي

    د پکتيکا والي محب الله صميم په خپلو خبرو کې وويل چې سوله د خدای حکم او د هر افغان غوښتنه ده، ښاغلي صميم زياته کړه افغان دولت د تيرې يوې لسيزې لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې جدي هڅې روانې دي

    والي صميم وويل افغانان نه غواړي داسې سوله وکړي چې ګټې يې نورو هېوادونو ته ورسيږي او د تيرې يوې لسيزې لاسته راوړنې يې زيانمنې شي

    ويل کيږي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ راپورته شوی کړکيچ حل ته نږدې شوی دی، يو شمير باوري سرچينې وايي، چې د سولې د عالي شورا يو پلاوی به په نږدې راتلوونکي کې د خبرو اترو لپاره دوحې ته سفر وکړي

  2. ياره زمانه څرنګه خرابه شوه !
    که تاجک ، اوزبک او يا هزاره ته به چا ووېل چې تاجک ، اوزبک او يا هزاره نه يې ! نو داخبره به ددوی
    لپاره بې تفاوته وه خو که پښتانه ته چا وېلي وی چې پښتون نه يې نو جنګ به يې کاوو او ځان به ډېر بد ورته ښکارېده !
    ځکه پښتون مسلمان وو ، صادق وو ، غيرتمند وو ، مېړانه يې لرله ء په خپل وطن مين وو ، مفتخور
    نه وو، غل نه وو … پښتو او پښتنولي یې يې لرله !
    اوس داسې پښتانه را پيدا شول چې په څو دالرو خپل ننګ . ناموس او خپل هېواد ناموس خرڅوي !
    د طالب له سپين بيرغه چې کلمه شريفه پکښې ليکل شوې ده بد يې ترې راخې خو د صليبيانو اشغالګرو
    بيرغونه مني ! دسولې مخالفت کوي ددې لپاره چې جنګ وي ، دالر وي ، غلا وي او دعدالت نظا م
    قائم نشي تر څو چې جنګي جنايتکاران له محکمې څخه خلاص وګرځي !
    ځېنې يو څه وايې او ځينې بل څه !خو هدف يې دسولې خنډول دي خو اما هرطالب او ټول يې
    يوه خبره کوي !
    ځيني يې دومره لودګان دي چې د افغانستان دتجزې يې خبرې کوې خو دوۍ پردې نه پوهيږي چې دوۍ
    cia له غرو را کښته کړل او کابل ته يې را وستل خو اوس طالبانو cia هم ستړې کړې او پر دې پوهېدلې
    ده چې ملګري يې غله او ناپوهه دي څه شی نشي ترې جوړېدی او دا ۱۲ کاله يې ټولې پيسې غلا کړې!
    خو هغه زمونږ پخوانی طالب دوښمن هم اخلاق لري او هم پرينسيپ !

    نو که سوله ونمني اوڅوک خنډونه پکښې اچوي نو نه به دالري وي اونه به کابل وي بلکې د بخارا او کلاب
    په لوري به برابر ځي !

  3. ډیره د افسوس خبره ده چی اوس زمونږ پښتانه خپل سیاسی بصیرت په بشپړه له لاسه ورکړی
    د پکتیکا مشران تر اوسه چی څه غمیزی روانی دی ولی جګ نشول او ولی یی د ځینو ملاتړ او د ځینو مخالفت ونکړ

    کله چی ټولو پکتیاوالو پکتیکاوالو او خوستیانو کرزی ته رایه ورکړه او بیا په آخر کی کرزی په لغته ووهل هلته دغه قومی مشران چیرته وو؟ ولی یی خپل حق ونه غوښت؟ زه پوښتنه کوم چی د کرزی په کابینه کی کوم وزیر د دی ۳ ولایتونو څخه شته؟

    که د لویی پکتیا مشرانو کی سیاسی بصیرت وی نو اوس به یی محقق په شان د چوکیو او امتیازاتو په مقابل کی کرزی ته رایه ورکړی وه نه داچی رایی ورکړی او هیڅ یی ونه غوښتل اوس چی پښتانه طالبان را روان دی نو اوس د پکتیکا په ډالرو خرچ شوی مشران جګیږی د شمالی ټلوالی نعره او چغه کوی چی مونږ د سولی خبری نه منو په اصل کی خبری نه بلکی طالبان نه منی ځکه چی د پکتیکا دغه مشران په شمالی ټلوالی خرڅ شوی کنه نو عبدالله عبدالله چیرته کولی شول چی جرات وکړی او د انتخاباتو د کمپاین په وخت کی پکتیکا په شان ولایت ته راشی

  4. کریم صاحب!کرزی پخپلہ دپشتنووژلوتہ لارھواروی. داچی نعری وھی طالبان دای ایس ای غلامان دی.ھغوپخپلہ پہ ھمدی کوٹہ کی ای ایس ای وروزل.حتی دایران نہ ھم پہ کسوڑوکی پیسی ورتہ راغلی‎.‎د‏CIAپہ ڈالروخوپخپلہ اعتراف کوی.اوسوزنی بی ضمیراشخاص کیرایہ کوی اودامیراللہ صالح ناولی ترمشری لاندی لاریونونوتہ ھسوی.چی دقطردفترپرضدمظاھری ورباندی وکڑی.اوبس بلہ چارہ ندہ ورپاتی.

ځواب ورکول AMANULLHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *