فاروق وردګه تا په داسې قوم كې د پوهنې له ادرسه د ۸۰۰ مليونه ډالرو اوښ په بډه وهلى چې د پوهې كيسه كې هم نه دى، وارخطا غل ولې يې؟ زړه وهل د څه لپاره؟ خو څه دي؟ دا قوم نن په يو قومندان پسې ټوپك واخلي، سبا د بل جناح تر بيرغ لاندې د زنده باد په چغو زاره وچوي او بله ورځ د بل ډول ته لستوڼي شكوي، سبا به الغياث ستا هم نوحه ګرايان وي.

ته د دې ړوند قوم په ژبه تر هر بل چا ډېر پوى شوى سړى يې ځكه خو ټر په پر پټولى شې.

 ته پر خپل ځاى سم يې چې خپل ۸۰۰ مليونه ډالر اختلاس پټوې مګر د اويا مليونه ډالرو د وطنفروشۍ خيالي معاملې ته د خپلو ګټو پر لور د متوجه ضرر رفع كولو په پټه بهانه يو خراب خو له ناكامې هڅې ډك تصوير جوړوې.

ته مه ډارېږه نن دا دى موږ ټولو غل ومنلې، سبا ته پخپله وايې چې د ولسمشرۍ ټاكنو ته درېږم، واى بر حال ما چې موږ ستاسو له لاسه د خپل سرنوشت بدلولو چانس بيا له لاسه وركوونكي يوو. ځكه كه نور هېڅ نه شي ستا يو شمېر قوميان به د ړوند تعصب له بركته ستا لپاره سر په لاس كې نيسي، نور به ښكنځي او تا به په دې دليل ارګ ته رسول غواړي چې ځه خو پښتون دى او د پوهنې خيالي پلار دى، بيا دې نو ۸۰۰ مليونه كم دي د ۸۰۰ مليارده ډالرو د غلا چانس به پيدا كړې او څوك به دې … ته هم ښكته پورته ونه ګوري.

فاروق جانه! زما د افغان ملت غميزه او وحشتناك سرنوشت دا دى چې په حقيقت كې هر چا خوړلى خو په ښكاره دوى د خپل لستوڼي مار نه ګيله نه كوي، وايي دا د لستوڼي مار د بلې بوساڼي له ماره ښه دى، څو خامه خوله ماشومان اوس هم لګيا دي ستا مدافع وكيلان دي او سبا به هم موږ سره ګرېوانونه ښكته د شرم تر ځايه وشكوي.

وردګ صيب ډېر به نه احساساتي كېږې، د (ټ) ټوپك نصاب دې افرين چې په ذهن كې ناست دى، ته خبرې نه كوې ډزې كوې او مور دې درنه ځار شي چې ټولې مرمۍ په يو وار نه فير كوې كه نه ستا حقيقت ګويي (!) خو به د منصوري مينې تارونه بيا سره وتړي، دا ځل به خداى مه كړه خلك دا شعار بدرګه كړي چې دين به هله دين شي چې كابل د فاروق شين شي.

مبارك شه زه ستا د هغه ګوند د ډز و ډوز په لوخړو كې رالوى شوى بچى يم چې له ډاره هم درته ښه وايم. زه شمال ټلوالې نه يم وژلى، زه تا، ستا ياران غار، ستا د سپېڅلي جهاد ملګرو بالاخره په خپل ټوپك وژلى يم، ستا ګوند هم كابل وران كړ، هم يې تا غوندې ذهنيتونه تياره وساتل او هم يې مشر جناب داسې زوى حبيب الرحمن حكمتيار راوړى چې كه خداى مه كړه تا او ستا د جناح په څېر يې موقع ترلاسه كړه، نو يو ځل بيا د كابل پر اسمان قيامت ګوره، مه وارخطا كېږه دا قيامت به پر هغه چا وي چې له تا او ستاسو له لارې كركه لري، نه پر تا او ستا په يارانِ غار….

ستا د غلا د راپور په افشا كې ستا د ډار نو څه خبره ده، ډار خو موږ ته په كار دى چې ته به اوس څه توپان راولې؟ يو غښتلى سيلابي اپوزيسيون به جوړ كړې، ځوانان به وغولوې، وږي تږي به په ځان راټول كړې او زموږ په مبارزو سينو كې به حتى هغه ارمان هم راووژنې چې موږ د پوهې د ډيوو د بلېدو په ياد په ټپي سينو كې ساتلى دى.

ستا دې ژوند د سپي وي، زموږ دې درته حوصله د غره

ستا دې ممكنه اپوزيسيون كامياب (!) شي، زموږ دې درته پښې ټينګې وي.

ستا دې سترګې همداسې ښكته پورته شكېدلې وي، زموږ دې خولې ته پروت قلف زنګ ووهي.

ستا دې په ۸۰۰ مليونه ډالرو خېټه نه شلېږي زموږ دې له لوږې سترګې نه راوځي.

ستا دې رنګ ورك شي، زموږ له كوره دې ستا په پوچو ګوتو راننه ايستى مبهم و مجهول نصاب…….

5 thoughts on “فاروق وردګه ته په حقه يې (!) ډاکټر حلیم”
  1. ډاکټر صاحب حلیم دغه خلګ د کرزي صاحب غله دي نور دوي په اشرف غني پسي غوله وازه کړیده منافق يې کرزی دي او داټول واړه یاران د کرزی دی د کرزی څخه نیولي بیا تر چپراسي پوري ګرده غله وه اوس غني پښي پسي را لوڅي کړیدي دوي دی خپل د سرنوشت انجام وګوری

  2. فاروق جانه که تاسو لږو ډیر خدمت دا خپل مظلوم قوم ته کړی وای نو نن به د پورته ذکر شوی اتهام سره سره درپسی ولاړوو. مسعود که ټول افغانستان چور کړ خو خپل قوم یی له جوالیتوب او سقاوی نه پاچاهی ته ورساوو او دادی له 60 زره کسیزی ولسوالی نه نن تقریبا زر لوړپوړی دولتی چارواکی او نظامی افسران او جنرالان همدا پنجشیریان دی او ټول د خدای او پیغمبر پر ځای شهید احمدشاه مسعود قهرمان ناری وهی.

  3. که درواغ وي غاړه د هغه بنده چې یې ما ته دا بیا کړی او که رښتیا وي نو په ترکیا کې د هغه روغتون ستا په درملنې ستړی شي چې د خوار ولس د ځوریدلی زوی د پوهنې په پیسو تا جوړ کړی. هغه ځوان چې تا په زوي نیولی لس زره ډالر یې د لس ورځو خرچه نه کیږي…

  4. دخنداوړ؛ (۸۰۰)میلیونه ډالره ،که اته لکه ډالره ووايئ لږ دباروروړښکاري .په جهاني بانک کې دُمره ډالرې نشته لکه دافغانستان دوزیرانوسره . په یوه حساب افغانستان کې ټول میلیونراومیلیارډراوسیږي…؟؟؟ داټولې دبلخي اوبلخیانو او لشکرِ مِلتق دسیسې دي .فاروق وردګ ته چادښونځیوجوړولو امنیت نیولئ وو؟؟؟ وبه ګورو چه دا نوئ وزیر(بلخي) به موږته څومره ښونځي جوړکړي، او څومره به زموږ ماشومان اوځوانان په خپله مورنۍ ژبه زدکړه کوي۰
    مړه دوي داوغان ولس دښمن۰۰۰

ځواب ورکول نجیب ا لله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *