تاند- د ملګروملتو امنیت شورا، فرانسې، جرمنې او د افغانستان د پوهنې وزارت په استقلال لېسه کې د فرانسې پر کلتوري مرکز او د تیاتر پر نندارې د وسله والو طالبانو پرونۍ حمله وغندله.

وسله والو طالبانو د کابل د استقلال لېسې د پنجشنبې د ورځې د تروریستي حملې مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې ګڼ کسان یې وژلي دي.

د ځانمژونکي برید په لړ کې، چې ویل کېږي د یوه ۱۷ کلن زلمکي له لوري وشوه، د استقلال لېسې د تالار ��ر سټېج د تیاتر ننداره روانه وه. طالبان وايي چې دا ننداره د دوی پر ضد وه.

د استقلال لېسه د فرانسې له لوري تمویلېږي او په دغه لېسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز او دغه راز د ګویتې انستیتویت له لوري د تیاتر او هنر نندارې وړاندې کېږي.

په کابل کې د فرانسې کلتوري مرکز په ۱۹۷۰ میلادي کال پرانستل شو خو د ۱۹۸۳ او ۲۰۰۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جګړو له کبله بند و. دا مرکز په ۲۰۰۳ میلادي کال بېرته پرانستل شو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورینت فبیو ویلي چې په برید کې څو تنه وژل شوي. په لومړنیو راپورونو کې د یوه فرانسوي د وژل کېدو او د ۱۵ افغان نندارچیانو د ژوبلېدو خبره شوې وه. په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې د یو شمېر ټپیانو زیاته وینه ضایع شوې او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

په ټپیانو کې د افغانستان د موسیقۍ د انستیتیوت مشر او موسس احمد سرمست هم شامل دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ټپیانو د لیدو لپاره روغتون ته لاړ او د هغوی حال یې وپوښت.

د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر ایوب سالنګي په وینا یو جرمنی هم وژل شوی دی. خو په کابل کې د جرمني سفارت او په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پوري دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.

تېره شپه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانګ والتر شتاین مایر په دې اړه د خبرو په مهال د کابل د استقلال لېسې په برید کې د کوم جرمني وژل کېدا تایید نه کړه خو دا برید یې وغانده، ویې ویل چې برید پر هغو کسانو شوی چې د افغانستان لپاره د ښې راتلونکې غوښتونکي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د کابل د استقلال لېسې ځانوژونکی برید وغانده، ویې ویل چې «تروریستان پر کلتور او خلاقیت بریدونه کوي.»

راپورونه وايي چې چاودنه د نندارې له پیلېدو صرف څو دقیقې وروسته وشوه. له چاودنې وروسته په تالار کې، چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پکې ځاییږي وېره او ترهه خپره شوه، هر لور ته لوګي خپاره شول او نندارچیانو د ځان ژغورلو لپاره هر لور ته منډې پیل کړې.

پرون تر دې حملې مخکې د افغانستان د ملي اردو پر یوه مني بس په ورته برید کې د ملي اردو شپږ سرتېري ووژل شول.
زه ګڼي.

5 thoughts on “فرانسې او جرمني د کابل د استقلال لېسې برید وغانده، د برید وروستي جزییات”
  1. دا د پاکستان غلامان که موسیقی او هنر نا روا بولی بیا خو پاکستان ختی له کنجره خانو هم ډک دی، هلته ولی خرمرګي نه کوي. خو واضع خبره ده چه دوی د اسلام لپاره نه جنګیږی بلکه د خپل پنجابی بادار لپاره دا ډول خرمرګی کوي.

  2. دا خویې ډیر ښه کار کړیدې ځکه چې فرانسویانو غوښتل دفدایي حملو پرضد سټیج شو وکړي
    طالبان واقعا په افغانستان کې د دومره ژورو عملیاتو پتنظیمولو او تطبیقولو دجائزې وړ دي.

  3. فدایي جانان ته الله تعالی جنتونه ورپه برخه کړي زبردست کار یې کړیدې هغه څوک اسلامي او افغاني فرهنګ تخریبوي باید همداسې ورسره وشي زه پدې پوهیږم چې کافران او دهغوی غلامان به ډیر پرې خواښیني وي مګر ددوی په خواشینۍ زه خوشحالیږم.

  4. خره په دغو بی شعورو خرمرګو شرف لری . دوی هغه کارونه کوی چی د دنیا هیڅ موجود هم دی ته نه حاضریږی چی هم خپل ځان مړ کړی او هم نور له ژوند یعنی ترټولو بارازښته الهی نعمت نه محروم کړی. خدای ج دا ټول خرمرګی د دوزخ ټیټی کندی ته وراچوی چی بیا هیڅکله هم تری را ونه وځی.

  5. خوستی او طوفان د افغانانو وژنی ته تاسی فدایان وایی، دا خرمرګی او تاسی دی الله هلاک کړی. دا وطن به تر کومه ورانوۍ. په یاد کړۍ چه دستاسی امارت هم همدی پاکستان په مټ ړنګ شو او ستاسی ملا ضعیف هم همدا تورو پنجابیانو امریکی ته په لاس ورکړی وو او خال دا چه دا د دیپلوماتیکی قوانینو سرغړونه وه. ملا دادالله او ملا برادر او یاسر درته هم همدی پاکستان هلاک کړل. خو تاسی د پنجاب ظامن تر اوسه هم نه پوهیږۍ او مسلمانان وژنۍ د د خپل بادار لپاره. الله ته به څرنګه ځواب ورکړۍ.

ځواب ورکول samandar afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *