تاند- سره له دې چې حامد کرزي نژدې لس میاشتې مخکې واک نوي ولسمشر ته سپارلی خو لا هم د افغانستان په سیاست کې د پام وړ حضور لري او د ځینو منتقدانو له لوري په دې تورن کېږي چې د پردې له شا سیاسي بې ثباتۍ ته لمن وهي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، حامد کرزي چې دوه دورې ولسمشري وکړه او د تېر کال په سپټمبر کې یې تکنوکرات سیاستوال محمد اشرف غني ته واک وسپاره، له لوېدیځ سره د خرابو اړیکو، ناوړه امنیت او فساد ځپلي اقتصاد میراث پرېښود.

خو له دې سره سره حامد کرزی هیڅکله له زړه له سیاسته ستړی شوی نه دی، د جمهوري ریاست په څنګ کې یې دفتر پرانستی، د خپل وخت د خراب میراث د پاکولو لپاره د نوي حکومت د هلوځلو په وړاندې خنډونه جوړوي او د ارګ د چارواکو په وینا د قدرت د موازي مرکز په جوړولو بوخت دی.

د ارګ یوه مقام، د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پریس اژانس ته ویلي:«دا موضوع چې ولسمشر غني د کرزي مداخلې تاییدوي، او که نه، ویلی شم چې هو، د کرزي فشار احساسېږي.»

کرزی په ښکاره ځان د حکومت ملاتړی ښيي او وايي چې د واک ته رسېدو نیت نه لري.

پر اوسني حکومت د ده لپاره یوه د انتقاد وړ مسله له پاکستان سره امنیتي موافقه ده. کرزي د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ پر موافقې، چې ولسمشر غني وايي، لا نهايي شوې نه ده، په رسنیو کې زیات انتقادونه وکړل.

ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې بې له دې چې د چا نوم واخلي، دغو انتقادونو ته په اشارې وویل:

((موږ که له طالبانو سره سوله کوو، یا له پاکستان سره، د ملي ګټو په رڼا کې به یې کوو او خپل خلک به له ټولو مسایلو خبر ساتو. ما په دې موده کې د هیواد له مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او نورو ذیدخلو طرفونو سره مشورې کړې دي او د هغوی نظر مې اخیستی دی او دا ځکه چې د واقعي سولې لپاره ملي اجماع او ملي وفاق ته ضرورت دی.))

د کرزي پخواني ویاند ایمیل فیضي د روسیې او نورو هیوادونو له مشرانو سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو د حامد کرزي د سلامشورو دفاع کوي، وايي چې نوموړی د یوه بانفوذه افغان سیاستوال په توګه پر هغه څه چې په هیواد کې روان دي، سترګې نه شي پټولی.

خو په کابل کې یوه لوېدیځ دیپلومات پر کرزي تور پوري کړ چې نوموړی موازي حکومت جوړوي او په فعال ډول د اوسني حکومت د پرزولو لپاره په قصدي ډول د حکومت د بې ثباته کولو لپاره دسیسه کوي.

د دغه دیپلومات په وینا، که هیله لري چې په دې توګه به د واک خلا د موقت حکومت په جوړولو ډکه کړي او له ځانه به ملي ژغورونکی جوړ کړي.

غني اوکرزي په وروستیو ورځو کې په ارګ کې سره وکتل او پر خپلو اختلافي موضوعاتو یې خبرې وکړې.

4 thoughts on “فرانس پریس: کرزی د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ هڅې کوي”
  1. دغرب او نورو خارجې مطبوعاتو تبصيرې دآفغانستان پر ضد دې دفرانس پرس تبصيرې هيڅ وخت دهيواد په نفع معلو مات نه ورکوې خلص دا درواغ دې چه کرزئ دي دوطن په بې ثباتې کي لاس ولرې دا تبصره دسمت شمال د نشنليستانو ونظرته ورته ده دوئ دهغو په نفع کار کوې مننه

  2. دا دغربیانو ددیارلس کلن ماموریت اساسی هدف وه چه څنګه او په کومو دسیسو افغانان په خپل منڅ کی په جنګ واچوی او په دی وطن کی سیاسی حالت ګډ وډ کړی اوبه خړی کړی او ماهیان ونیسی تر څو ددوی اصلی جا سوسا ن ونه پیژندل شی

  3. فرانس پریس ایجنسی تاریخچه وګوری بیا به پوهه شی چې له کوم ځای زمونږ په هیواد کې جنګ جوړ دی کرزی د دښمنانو د دسترګو او زړونو اغزی دی خداې دې د کرزي غوندې افغانان ژوندي لري

ځواب ورکول Hbibullah aryobi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *