تاند- د افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا د وینو د اهدا کولو د کمپاین په پیلولو کې د هیواد مشران هم چلینج کړل چې وینه ورکړي.

د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د وینو د ټولولو دا کمپاین نن /چهارشنبه/ پیل شو.

فرهاد دریا، چې د دغه کمپاین نوښتګر دی، د کابل په سردار محمد داوودخان روغتون کې د وینې له ورکولو وروسته د ولسمشر اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله په شمول له ټولو چارواکو وغوښتل چې د وینې د عطیه کولو په دې کمپاین کې برخه واخلي.

ده د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزی هم د وینې د اهدا کولو کمپاین ته وروباله.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي هم وینه ورکړه او نوموړي د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني، د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب همایون او د ولسمشر ویندوی نظیف الله سالارزی په دې کمپاین کې برخې اخیستو ته وبلل.

په افغانستان کې د وینې ورکولو دود لږ دی. یوازې په کونړ کې یو شمېر رضاکاره ځوانان پیدا شوي چې خپل نومونه یې روغتونونو ته ورکړي چې هر وخت چې چا ته وینه پکار وه نو پر دوی ږغ وکړي.

6 thoughts on “فرهاد دریا ولسمشر د وینې اهدا کولو ته چلینج کړ”
  1. سلامونه!
    زه په انګریزي ښه نه پوهیږم. د چلنج څخه مږخه داده، چې د وینوورکولوته یې راوباله او یا را میلمه کړ، که څنګه؟
    زه نه پوهیږم، چې لیکنې ولې داسې پیچلې کوو. دلته خو د چلنج په ځای یوه نامناسبه ویطنه نه ده،نوره یې ستاسوخوښه.

  2. سلامونه!
    زه په انګریزي ښه نه پوهیږم. د چلنج څخه م,خه داده، چې د وینوورکولوته یې راوباله او یا را میلمه کړ، که څنګه؟
    زه نه پوهیږم، چې لیکنې ولې داسې پیچلې کوو. دلته خو د چلنج په ځای میلمنه کونه یا رابلنه یوه نامناسبه ویېنه نه ده،نوره یې ستاسوخوښه

  3. It is great step to donate blood in a country like Afghanistan. But I am confused why Farhad Darya is Challenging the President, Chief Executive and other higher authorities to give blood.

ځواب ورکول walid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *